د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

د جاپان فضایي بېړۍ هم د سپوږمۍ پر غولي کېناسته


JAPAN-SPACE/
JAPAN-SPACE/

جاپان د نړۍ پنځم هېواد شو چې فضایي بېړۍ یې د سپوږمۍ پر غولي کېناسته.

د جاپان فضایي ادارې جاکسا نن په سیمه ییز وخت دولس بجې او شل دقیقې اعلان وکړ چې فضایي بېړۍ یې سپوږمۍ ته ورسېده او له ځمکې سره یې تماس ټینګ شو.

د جاپان فضایي ادارې، جاکسا دا اندېښنه ښکاره کړه چې پر سپوږمۍ د دوی بېړۍ لمریزه برېښنا نه تولیدوي، خو دا خبر یې هم ورکړی دی چې په بېړۍ کې ځای پرځای شوې بیټرۍ فعاله دي.

تر دې نژدې څلور میاشتې مخکې هند خپله فضایي بېړۍ سپوږمۍ ته واستوله چې د سپوږمۍ په جنوبي برخه کېناسته.

د امریکا متحد ایالتونه، پخوانی شوروي اتحاد او چین تر هغه وړاندې د سپوږمۍ پر سطحه خپلې فضایي بېړۍ کېنولې وې.

د نورو هېوادونو بېړۍ چې پخوا سپوږمۍ ته استول شوې وې د هغه ځای په څو کیلومترۍ کې به کېناستلې چې ورته مشخص شوی به و، خو د جاپان بېړۍ په سپوږمۍ کې د مشخص شوي ځای په څو متري کې کېناسته.

جاپان وایي چې په سپوږمۍ کې د اوبو د موجودیت لټه کوي.

جاپاني ساینسپوهان په دې باور دي چې په راتلونکې کې مریخ ته د تګ لپاره د سپوږمۍ له سطحې د یوه تمځي په توګه استفاده وکړي، د دې تمځي د جوړېدو لپاره د اوبو شتون ضروري دی چې چارې اسانوي.

اوس اندېښنه دې ته ده چې د جاپان سپوږمکۍ د بیټریو انرژي ممکن ژر ختمه شي، خو جاپاني انجنیران هڅه کوي چې د سپوږمکۍ په مټ د استولي روباټ د ګرمیدو وسایل غیرفعاله کړي او دې ته تمه لرې چې د انرژي ترلاسه کولو هېندارې به لمر ته مخامخ شي.

دا روباټ د یوې مڼې په اندازه دی چې قوي کمرې پکې نصب شوې دي او که چېرته له کوم مانع سره مخامخیږي دا وړتیا لري چې خپل شکل بدل کړي.

جاپان تر دې مخکې دوه ځله دا تکل کړی و چې سپوږمۍ ته بېړۍ ولیږي، خو دواړه ځله ناکامه شوی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG