د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

سپوږمۍ ته د هند د فضايي بېړۍ بریالی سفر؛ ځینو هېوادونو او پوهانو ورته مبارکیانې ورکړي


پرون ماښام د هند په وخت شپږ بجې او څلور دقیقې وې چې د چاندریان-۳ په نوم د دغه هېواد یوه فضایي بېړۍ د سپوږمۍ په جنوبي برخه کې ښکته شوه.
پرون ماښام د هند په وخت شپږ بجې او څلور دقیقې وې چې د چاندریان-۳ په نوم د دغه هېواد یوه فضایي بېړۍ د سپوږمۍ په جنوبي برخه کې ښکته شوه.

د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو او د فضایي چلندپوهانو سپوږمۍ ته د هند د یوې فضایي بېړۍ د تاریخي سفر له کبله مبارکیانې ورکړي دي.

پرون ماښام د هند په وخت شپږ بجې او څلور دقیقې وې چې د چاندریان-۳ په نوم د دغه هېواد یوه فضایي بېړۍ د سپوږمۍ په جنوبي برخه کې ښکته شوه.

د هند د صدر اعظم نریندرا مودي په ګډون د دغه هېواد ډېر پوهان د هوایي چلند په مرکز کې غونډ شوي وو چې د فضایي بېړۍ د ناستې صحنه وګوري.

د هند د فضایي چلند یوه کارکوونکي د چکچکو او شور او زوږ په بدرګه د دغه ماموریت د بریالیتوب اعلان وکړ او وې ویل، هند سپوږمۍ ته ورسېد.

د هند صدر اعظم نریندرا مودي چې د خپل هېواد درې رنګه بیرغ یې په لاس کې و، دغه حرکت د نوي هند د بریالیتوب غږ وباله.

د هند صدر اعظم نریندرا مودي
د هند صدر اعظم نریندرا مودي

هغه وویل: "د دغې بې سارې شیبې مبارکي خپلو یو اعشاریه څلور میلیارده وګړو ته وایم. د پوهانو د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو په پایله کې نن چاندریان فضایي بېړۍ د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې ښکته شوه. هغه ځای ته چې تراوسه د نورې نړۍ خلک نه دي تللي."

ټاکل شوې چې دغه فضایي بیړۍ به دوه اوونۍ د سپوږمۍ په همدې برخه کې فعالیت کوي او د سپوږمۍ د همدې برخې د عناصرو د ترکیب څېړنه به کوي.

هندي پوهانو ویلي، دا کار به دوی ته وړتیا ورکړي چې د سپوږمۍ د جنوبي قطب د کنګلي اوبو په اړه څېړنه وکړي.

چاندریان کلمه چې دغې فضایي بېړۍ ته کارول شوې، له سانسکریت ژبې څخه اخیستل شوې چې د ګردې سپوږمۍ معنا ورکوي.

دغه فضایي بېړۍ چې شپږ عرابې یا ټیرونه لري د تېرې جولای میاشتې په ۱۴مه د هند له جنوب څخه فضا ته وتوغول شوه.

د هند د پټرولیم وزیر هاردیپ سنګ پوري د سیکانو په یوه معبد کې د دوعا پر مهال ویلي، هند اوس نه یوازې په اقتصادي بلکې په علمي او ټکنالوژیکي ډګر کې هم د پام وړ پرمختګونه لري.

د روسیې ولسمشر او د نورو هېوادونو مشرانو هند ته د دغه ماموریت مبارکې ورکړې ده او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو فضایي پوهانو د سپوږمۍ په تیاره او کنده کپره برخه کې د هند د فضایي بېړۍ ښکته کول، یوه لویه لاسته راوړنه بللې ده.

تر دې وړاندۍ روسیې او خپله هند هم د سپوږمۍ دغې برخې ته د فضایي بېړۍ د استولو هڅې کړي، خو بریالۍ شوې نه وې.

XS
SM
MD
LG