د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

له خصوصي بانکونو د خلکو شکایت؛ " تر اوسه مو هغومره پیسې نه راکوي چې موږ یې غواړو"


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له دوو کلونو په ډېره موده کې لا هم له بانکونو څخه د پیسو ایستلو ستونزه په بشپړه توګه نه ده حل شوې.

د دغو بانکونو یو شمېر مشتریانو ازادي راډيو ته وویل، چې خصوصي بانکونه هغه اندازه پیسې نه ورکوي چې د طالبانو په واک کې د افغانستان بانک ټاکلي دي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی صبغت ازادي راډيو ته وویل، په یوه شخصي بانک کې یې شاوخوا شل زره ډالر ایښي وو خو له څو ځله ورتګ وروسته هم بریالی شوی نه دی چې له خپل حساب څخه پوره پیسې وباسي.

صبغت زیاتوي:

"هغه معیار چې بانکونو ته د پیسو ورکولو په برخه کې ټاکل شوی، نه عملي کېږي، کله حتا تر ۱۰۰ ډالر هم ډېر نه ورکوي، بانکونو ته له تګ راتګ څخه ستړي شوي یوو. زه په بانک کې ۲۰ زره ډالر لرم، بیا نه یم پسې ورغلی. یوازې زه نه، ډېر خلک همدا ستونزه لري."

کابل کې د یوه خصوصي بانک ودانۍ
کابل کې د یوه خصوصي بانک ودانۍ

د کابل ښار اوسېدونکې فريده هم ورته شکايت لري او وايي، خصوصي بانکونه بايد د افغانستان بانک له لارښوونو سره سم عمل وکړي او د خلکو پيسې په سمه توګه ورکړي.

فریده وایي:

"موږ خپلې پیسې د غلا له وېرې یا دا چې له کومې ستونزې سره مخ نه شو، په بانک کې کېښودې چې د اړتیا په وخت کې یې بېرته راواخلو خو اوس بانکونه د هغه اندازه پیسو په پرتله چې د افغانستان بانک ټاکلي دي، کمې پیسې راکوي. حکومت دې پر دې بانکونو څارنه وکړي."

دوی د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې دا ستونزه په بشپړه توګه حل کړي او د پیسو په ایستلو کې هیڅ ډول محدودیت و نه لګوي چې خلک وکولای شي هر وخت د خپلې اړتیا وړ پیسې له بانک څخه په اسانه وباسي.

دا چې د طالبانو په واک کې د افغانستان بانک د دې ستونزې د حل لپاره څه کړي دي؟ ویاند یې حسیب الله نوري ازادي راډيو ته وویل:

"موږ په تدریجي ډول په دې برخه کې پرمختګ کړی او په نېږدې راتلونکي کې به نور پرمختګونه هم ولرو چې خلکو ته په ټولو نړۍوالو معیارونو برابر غوره خدمتونه وړاندې کړو."

هغه زياته کړه، اوس مهال د بانکونو له شخصي حسابونو څخه د پیسو د ايستلو اندازه په اونۍ کې ٧٠ زره افغانۍ يا ١٠٠٠ امريکايي ډالره او په مياشت کې ٢٥٠ زره افغانۍ يا ٣ زره ډالره دي.

نوموړي دا هم وويل چې سوداګريز شرکتونه او سوداګر کولاى شي په يوه مياشت کې پنځه سلنه پيسې له خپلو حسابونو وباسي.

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

خو دا چې ولې په تېرو دوو کلونو کې له بانکي حسابونو څخه د پیسو ایستلو ستونزه نه ده حل شوې؟ د اقتصادي چارو پوه پوهاند محمد بشیر دودیال یې په اړه وايي:

"په ټوله کې عام خلک بانکي حسابونه نه لري، د خپلو اولادونو په نوم یې نه لري او بانکونو خپل اعتماد له لاسه ورکړی، ځکه سوداګریز بانکونه نه شي کولای چې په وخت د خلکو پیسې ورکړي، دوی اندېښنه لري چې بانکونه یې دېوالي نه شي او یا خو هم پیسې نه لري."

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د نورو ستونزو ترڅنګ بانکي خدمتونه هم ګډوډ شول او له سقوط وروسته په لومړیو ورځو کې په زرګونو مشتریان به د بانکونو په دروازو کې د خپلو پیسو د ایستلو لپاره راټول وو چې هغه وخت له بانکونو څخه د پیسو په ایستلو کې محدودېتونه وضع شول.

که څه هم دغه محدودېتونه کم شوي دي خو اوس چې د طالبانو د واکمنۍ موده له دوو کلونو اوړي، په بشپړه توګه دا ستونزه نه ده حل شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG