د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

د کانونو برخه کې د طالبانو د څه باندې ۱۰ میلیارد افغانیو تړونونه؛ شنونکي: دا تړونونه قانوني اړخ نه لري


ارشیف: د کابل یوه څنډه کې کاګران یو موټر له ډبرو سکرو څخه ډکوي.
ارشیف: د کابل یوه څنډه کې کاګران یو موټر له ډبرو سکرو څخه ډکوي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ځینو کانونو د استخراج په برخه کې له یو شمېر کورنیو شرکتونو سره د څه باندې ۱۰ میلیارد افغانیو په ارزښت د څلورو لویو تړونونو د لاسلیکولو اعلان وکړ.

دغه تړونونه چې د بغلان ولایت د سرو زرو، د هرات ولایت د ډبرو سکرو او اوسپنې او همدارنګه په پروان کې د کرومایټ د کانونو په برخه کې دي، د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د طالبانو حکومت د کانونو وزارت او څلورو خصوصي شرکتونو ترمنځ لاسلیک شول.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په دې غونډه کې وویل: "نن د څلورو کانونو تړون لاسلیک کوو. د دې پانګونې مجموعه ١٠ میلیارده او ١٥٠ مليونه او ٩٠٠ زره او ١٨٠٠ او ٢٥ افغاني ده."

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور
د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور

د دلاور په وینا، د دغو پروژو ۵۵ سلنه به د طالبانو حکومت او ۴۵ سلنه به د قراردادي شرکتونو ونډه وي چې ۲۰ سلنه مالیه به ترې اخیستل کېږي.

خو د کانونو برخې کارپوهان دغه کار عجولانه او غیرمسلکي بولي او وايي چې د دغو قراردادونو لاسلیکول هیڅ قانوني اړخ نه لري.

ولي الله ځدراڼ: دا تړونونه چې کېږي د کوم قانون او مقرراتو پر بنسټ کېږي؟

د کانونو د برخې یو کارپوه ولي الله ځدراڼ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "دا تړونونه چې کېږي د کوم قانون او مقرراتو پر بنسټ کېږي؟ قانون نه‌شته مقرره نه‌شته، د دې حقوقي خلا لویه او اساسي منشا دا ده چې له بده مرغه اوسنی حکومت د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت نه دی پېژندلی شوی یعنې یوه اداره حاکمه ده، خو حقوقي شخصیت نه لري. حد اقل له افغانستانه بهر نړیوالو قوانینو پر بنسټ. نو دا یوه لویه ستونزه ده او بې له شکه پوښتنې راپورته کوي."

له بلې خوا د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي ازادي راډيو ته وویل چې کانونه باید په معیاري ډول استخراج شي او ګټې یې باید خلکو ته ورسېږي.

د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي
د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي

حافظي وویل: "د افغانستان کانونه او نورې طبيعي زېرمې د خلکو دي. د دې طبيعي زېرمو استخراج چې د خلکو دي باید د هغوی په ژوند کې هم بدلون راولي. تراوسه مو نه دي اورېدلي چې خلکو ته یې یارانه ورکړي وي چې د سړو تر څنګ له لوږې مړه نه شي، کانونه باید استخراج شي، خو په دې شرط چې معياري وي او جانبي تخریب ونه لري، د هېواد دننه پروسس شي، خام صادر نه‌شي او په لوړه بيه په نړیوالو بازارونو کې وپلورل شي."

خو د طالبانو حکومت د کانونو وزارت سرپرست په دې غونډه کې ادعا وکړه چې ټول کانونه په افغانستان کې پروسس کېږي او خام نه استخراجېږي چې د دغه وزارت په وینا په افغانستان کې به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې له چین، ایران، ترکیې او بریتانیا سره د څه باندې ۶،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د کانونو شپږ لوی تړونونه لاسلیک کړي وو.

دغه تړونونه د سرو زرو، مسو، سرې او اوسپنې د کانونو په برخه کې وو چې بې سارې بلل کېږي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته د خپلو عایداتو د زیاتولو لپاره د افغانستان پر کانونو تکیه کړې او ظاهراً یې د کانونو استخراج د خپلو پروګرامونو لومړیتوب ګرځولی دی.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وزارت په تېرو دوو کلونو کې د ۲۰۰ کانونو قراردادونه لاسلیک کړي چې ۱۰۸ يې يواځې په تېر کال کې لاسلیک شوي.

په داسې حال کې چې په تېرو شلو کلونو کې د جمهوري نظام پر مهال پخواني حکومتونو یوازې د ۱۲۶ کوچنیو کانونو قراردادونه لاسلیک کړي وو.

افغانستان د سرو زرو، قیمتي ډبرو، لیتیم، اوسپنې، کوبالټ، مسو او نورو طبیعي زېرمو د لرلو له پلوه بډایه هېواد بلل کېږي چې د دغو کانونو ارزښت درې ټریلیون ډالره اټکل شوی دی.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG