د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د افغانستان کانونه؛ د طالبانو په لاس کې


د افغانستان د یوه کان څنډه
د افغانستان د یوه کان څنډه

د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۰۰ لوی او واړه کانونه په قرارداد ورکړي.

د طالبانو حکومت چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، د خپلو عوایدو د لوړاوي په خاطر تر ټولو لویه تکیه د افغانستان په کانونو کړې.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دوی وروستیو دوو کلونو کې ۲۰۰ کانونه په قراداد ورکړي چې له دې ۱۰۸ یوازې تېر کال قرارداد شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کانونو وزارت ویاند همایون افغان د جولای په ۲۴مه ملت ته د حساب ورکوونې په نوم غونډه کې رسنیو ته وویل: "دا کانونه په کابل، غزني، بغلان، ننګرهار، پروان، کونړ، بادغیس، خوست، لوګر ، ميدان وردک، فارياب، کندهار، پکتیا، هرات، ارزګان او هلمند ولایتونو کې دي او په کې مرمر، رخام، ګچ، تراورتین، فلورایت، مالګه، سرب او جست، کلسیت، نفرایټ او کرومایټ په کې شامل دي د هېواد داخلي پانګه‌والو ته د اسلامي امارت د اصولو پر بنسټ ورکړل شوي دي."

تر خوا یې د طالبانو حکومت یو شمېر لوی کانونه هم په قرارداد ورکړي چې په کې د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان څلور بلاکونه، د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرپو کان، د کندهار ولایت د سمنټو پروژه او په شمال کې د سرپل د نفتي سرچینو استخراج د یادونې دي.

د دې ترڅنګ د مس عینک کان چې د جمهوري نظام پر مهال له چینايي شرکت سره شوی، طالب چارواکي وايي چې شرکت له اوږده ځنډه وروسته؛ خپل کارونه یو ځل بیا پیل کړي دي.

په لوګر کې د مسو عینک کان یوه څنډه
په لوګر کې د مسو عینک کان یوه څنډه

د کانونو استخراج، ګټه که زیان؟

په تېرو شلو کلونو کې د جمهوري نظام پر مهال افغان حکومتونو یوازې ۱۲۶ واړه کانونه په قرارداد ورکړي و، خو ښکاري چې د طالبانو حکومت بیا د افغانستان د کانونو استخراج د خپلو پروګرامونو په لومړیتوب کې راوستی.

د طالبانو حکومت له‌خوا د ورکړل شویو کانونو هیڅ قرارداد رسنیز شوی نه‌دی او نه هم د هېڅ قرارداد جزییات له خلکو سره شریک شوي دي، په داسې حال کې چې د جمهوري نظام پر مهال د ټولو کانونو قراردادونه له ټولو جزییاتو سره د وزارت په ویب‌پانه خپرېدل.

اوس اساسي پوښتنه دا ده، داسې مهال چې د طالبانو حکومت له بندیزونو سره مخ دی او نړیواله راکړه ورکړه ورسره بنده ده، تر خوا یې د دوی اوسنی رژیم هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی، په داسې شرایطو کې د کانونو کېندنه د افغانستان په ګټه ده او که زیان؟

د جمهوري نظام پر مهال د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ معین ولي‌الله ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل، په اوسنیو شرایطو کې له حقوقي او اقتصادي اړخه د کانونو کېندنه د افغانانو په زیان ده.

ځدراڼ وویل: "د یوه حقوقي او برناموي پلان نه‌شتون د دې لامل کېدای شي چې د اقتصادي حتا فرهنګي او نورو تړلو اړخونو له پلوه هېواد په جدي توګه زیان ورسوي. دا زیانونه به کېدای شي په اوس وخت کې د لیدو وړ نه‌وي او چارواکي به خوشحال وي چې د اوس لپاره خپله بودجه له دې لارې تمویلوو، خو پنځه یا هم لس کاله وروسته به بیا څه کوو."

خو د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شها‌ب‌الدین دلاور بیا د روان میلادي کال د جولای په ۲۴مه د کانونو له کېندنې دفاع وکړه او ویې ویل، د ملي پروژو د تمویل یوازېنۍ او ښه سرچینه ده.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ادعا کوي چې واړه کانونه یې ټول داخلي پانګه‌والو ته په قرارداد ورکړي، خو تېر کال د دې وزارت چارواکو ویلي وو چې د قیمتي ډبرو او د ډبرو سکرو په ګډون ډېری طبیعي ذخایر پاکستان ته وړل کېږي.

دا مهال له افغانستانه په ډېره اندازه د ډبرو سکاره صادرېږي.
دا مهال له افغانستانه په ډېره اندازه د ډبرو سکاره صادرېږي.

تر خوا یې تر اوسه د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره د چین، ایران او پاکستان په ګډون یو شمېر هغو هېوادونو ډېره لېوالتیا ښودلې چې طالبانو سره خورا نږدې اړیکي لري.

عواید او روڼ‌والی

د طالبانو حکومت تېرو دوو کلونو کې د کانونو او طبیعي ذخایرو له لارې د تر لاسه شویو عوایدو له خپرولو ډډه کوي، هغه څه چې د دې پروسې د شفافیت په اړه اندېښنې لا پسې زیاتوي.

د جولای په ۲۴مه، ملت ته د حساب ورکوونې په نوم غونډه کې د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور نه یوازې دا چې د عوایدو په اړه پوښتنه ځواب نه کړه، بلکې دا یې هم وویل چې نه غواړي دښمنانان یې د عواید په اړه معلومات تر لاسه کړي.

دلاور وویل: "د افغانستان دښمنانان تر ډېره زموږ اقتصادي ټکو ته متوجه کېږي. یوه عربي معقوله ده چې درې شیان له خپل دښمن پټ ساته. یو دا چې چېرې ځې، دویم کله ځې او بل خپل مال او طلا."

خو په ۱۴۰۱ کال کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې هغه کال کې یې عواید ۱۷ نیم میلیارډه افغانۍ و.

په ښکاره طالبانو په پاکستان د ډبرو سکرو له پلور زیاتې پیسې په لاس راوړي، خو د عوایدو په ډېرېدو کې یې د ځینې قیمتي ډبرو استخراج هم د پام وړ دی.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان د ازادي راډیو دا پوښتنې ځواب نه کړې چې تېرو دوو کلونو کې یې عواید څومره و او تر څنګ یې پاکستان ته د افغانستان د طبیعي ذخایرو د صادراتو کره اندازه څومره ده؟

هاخوا له اداري فساد سره د مبارزې د شبکې پخوانی رییس خان زمان امرخېل د عوایدو نه شریکول او د قراردادونو پټ برخلیک د شفافیت پر وړاندې لوی خنډونه بولي.

امرخېل وویل: "د فساد لپاره فرصتونه څه شی دي. یو دا دی چې هر څه په پټه کېږي او هر هغه عمل چې په پټه وشي او ساتونکي یې ډېر سپېڅلي هم وي، خو زمینه دې ته مساعدېږي چې هلته فساد وشي. ځینې وختونه بیا داسې کېږي چې دا فسادونه په دې کچه وي چې د افغانستان نسلونو نسلونو ته زیان رسوي."

خو د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور بیا د جولای په ۲۴مه ملت ته د حساب ورکوونې په غونډه کې په دې اداره کې د شفافیت ډاډ ورکړ.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور
د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور

هغه وویل: "د بیت‌المال مال د ټولو مسلمانانو مال دی. په دې کې دومره شفافیت په کار دی. که له ټول ملت څوک غلا کوي، بیا یې ځواب ډېر سخت دی. خیانت دا معنا نه دی چې څوک میلیونه غلا وکړي، که یوه روپۍ غلا څوک وکړي، پوهه شه چې د میلیونونو غل دی."

افغانستان د سرو زرو، قیمتي ډبرو، لیتمیو، اوسپنې، کوبالت، مسو او یو شمېر نورو طبیعي منرالونو او ذخایرو له درکه غني هېواد شمېرل کېږي چې اټکل کېږي ارزښت یې ۳ تریلیونه ډالر دی، خو په وچه کې دا ایسار هېواد لا هم نه‌دی توانېدلی چې د یوې شفافې برنامې له لارې د خپلو کانونو د استخراج په وسیله د خپل وږي ملت نس موړ کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG