د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو دوهمه غونډه جوړوي


د ملګرو ملتونو بیرغ
د ملګرو ملتونو بیرغ

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو دوهمه غونډه جوړوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د ویاند مرستیالې ستېفاني ترمبلي د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې د یاد سازمان په مرکزي دفتر کې په یوه خبري کنفرانس کې که څه هم د غونډې دقیق وخت اعلان نه کړ، خو ټینګار یې وکړ چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دې غونډې د ترسره کولو لپاره ژمن دی.

د مېرمن ټرمبلي په خبره، دغه غونډه به د لارې د یوې نقشې په اړه د نړیوالې اجماع د رامنځته کولو او د دې سازمان د خپلواکو ارزونو پر وړاندیزونو د بحث لپاره ترسره شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیالې په دې اړه د خبرو په یوه برخه کې وویل: "زه کولای شم تاسو ته ووایم چې د ملګرو ملتونو سرمنشي دا هوډ لري چې په یو مناسب وخت کې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو دوهمه ناسته ترسره کړي. زه اوس د اعلانولو لپاره دقیق وخت نه‌لرم او دا د یوې نړیوالې اجماع رامنځته کول دي چې د خپلواکو ارزونو په وړاندیزونو بحث کوي."

د ګوټېرېش د ویاند مرستیالې دا هم ویلي چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي فریدون سینیرلي اوغلو ماموریت د افغانستان لپاره د دې سازمان د ځانګړو استازو د غونډې د چمتووالي او د اړوندو رای ورکولو د ملاتړ په موخه د فبرورۍ تر پایه غځول شوی دی.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو لومړۍ غونډه د ۲۰۲۳م کال د مې په لومړۍ او دوهمه په دوحه کې د دغه سازمان د سرمنشي په مشرۍ جوړه شوه.

خو د بشري حقونو یو شمېر فعالان نیوکه کوي چې په نړیوالو غونډو کې افغانستان او خلکو ته یې لومړیتوب نه ورکول کېږي.

د بشري حقونو فعالې نیلوفر ایوبي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه دا باید ومنو چې د هغو هېوادونو ځانګړو استازو ته چې د افغانستان لپاره ټاکل شوي د خپلو هېوادونو ګټې او سیاست ورته اړین دی او هر یو د خپل هېواد په ګټه په دغه پروګرام کې برخه اخلي او په دې ډاډه اوسئ چې هیڅ یو ته يې افغانستان لومړیتوب نه لري."

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په مشرۍ د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو لومړۍ غونډه د طالبانو حکومت د استازو له شتون پرته د تړلو دروازو تر شا جوړه شوې وه، خو دغه سازمان هغه مهال په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د دې ناستې اصلي موخې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې نړیوال تعامل، د یوه ټولشموله حکومت رامنځته کول او له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره مبارزه وه.

په دې غونډه کې، د افغانستان لپاره د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ځانګړو استازو ګډون کړی و.

که څه هم د طالبانو حکومت تل پر دې ټینګار کوي چې د افغانستان په اړه په نړیوالو غونډو کې باید دوی ته بلنه ورکړل شي، خو څرګنده نه ده چې د دغه سازمان دوهمه غونډه کې به د طالبانو استازي هم راوبلل شي که نه.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG