د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

د افغانستان د جګړې قربانیان؛ د کیسو او خاطرو د خوندیتوب لپاره یې انلاین موزیم جوړ شوی


د افغانستان د جګړې د یو شمېر قربانیانو تصویر
د افغانستان د جګړې د یو شمېر قربانیانو تصویر

د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سازمان "ای ‌اچ‌ ار ‌ډي ‌او" د "افغانستان د خاطرو کور" په نوم یو ان‌لاین موزیم جوړ کړی او وايي دا ان‌لاین پلیټ‌فارم د جګړې د قربانیانو د کیسې مستند کولو او ساتلو ته ځانګړی شوی او په افغانستان کې د جګړې ژورو اغېزو ته هر اړخیز لید وړاندې کوي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ويلي چې د "افغانستان د خاطرو کور" ان‌لاین موزیم د ټولنې د دوامداره ګډون په هڅولو سره د جګړې له امله د زیانمن شویو کسانو د تېرو او بېلابېلو داستانونو په اړه د خبرو اترو اسانتیاوې برابروي.

همدارنګه ویل شوي چې، دا پلیټ‌فارم په افغانستان کې د لسیزو جګړو او تاوتریخوالو د شخړو د اصلي لاملونو په ژور درک کې مرسته کوي.

افغانستان کې د جګړې د قربانيانو له ډلې يې يو شمېر وايي چې د عدالت غوښتونکي دي.

د پروان ولایت یوه ملکي اوسېدونکي ذبیح‌الله چې څلور کاله وړاندې یې په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله یو لاس پرې شوی و، ازادي راډیو ته وویل:

"څلور کاله مخکې مې د ماين په چاودنه کې لاس پرې شو. له چاريکارو څخه غوربند ته روان وو، چې په لاره کې راباندې ماين وچاودېد، يو لاس مې زيانمن شو، يو لاس مې پرې شو او يوه پښه مې وسوځېده. موږ غواړو چې د دې پېښې عاملین دې د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي او موږ پاملرنه وشي."

یو شمېر افغانان چې د جګړو له امله یې د بدن غړي قرباني شوي
یو شمېر افغانان چې د جګړو له امله یې د بدن غړي قرباني شوي

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنیټ د تېرې جمعې په ورځ «په افغانستان کې د جرمونو د نړیوالې محکمې له‌خوا د ترسره شویو جرمونو د ځواب ویلو» په غونډه کې وویل، افغانستان له څو لسیزو راهیسې جنګي جنایتونه، د بشریت ضد جنایتونه او له بشري حقونو څخه سرغړونه او معافیت تجربه کړی دی.

هغه زیاته کړه، د بشري حقونو سرغړونې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته پیل شوې نه وې؛ بلکې د ده په وینا له دې نېټې وروسته یې شدت موندلی دی.

د طالبانو حکومت تل په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه راپورونه او ادعاوې رد کړي دي.

په همدې حال کې د حقوقي چارو کارپوهه مرضیه جعفري د جنګي جرمونو د اسنادو د ثبت لپاره د ان‌لاین موزیم جوړول اغېزمن بولي او وايي چې، دا اقدام کولای شي په افغانستان کې د جرمونو په روښانه کولو او هغوی ته په رسېدنه کې مرسته وکړي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل:

"دا د هغو کسانو د ذهنونو په روښانه کولو کې یو څه اغېزه کولی شي چې په نړیواله کچه مسؤل دي، ترڅو دوی وکولی شي غوره بشري مرستې وکړي او د هغو کسانو لپاره چې د جګړې قربانیان دي او ترې زیانمن شوي، دوی باید مادي او معنوي، اوږد مهاله او لنډمهاله مرسته ولري."

د کونړ یوه جګړه ځپلې کورنۍ
د کونړ یوه جګړه ځپلې کورنۍ

تېره اوونۍ د بښنې نړیوال سازمان د جرمونو له نړیوالې محکمې "ای سي سي" څخه وغوښتل چې د طالبانو له‌خوا د ترسره شويو جرمونو قربانیانو او نورو جرمونو عاملینو لپاره چې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ مخکې په افغانستان کې ترسره شوي، عدالت پلي کولو ته لومړیتوب ورکړي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې قاضیانو تېر کال وویل چې په افغانستان کې لا هم جرمونه روان دي او پرېکړه یې کړې وه چې په افغانستان کې دې څېړنې دوام وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سازمان "ای‌اچ‌ار‌ډي‌او"یوه خپلواکه، غیر دولتي او غیر انتفاعي سازمان دی چې د جرمونو د څېړنې او مستند کولو او د قربانیانو د ملاتړ له لارې په افغانستان کې د بشري حقونو، ډیموکراسۍ او عدالت د ودې لپاره کار کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG