د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

پراګ کې سبا ملي ماتم اعلان شوی؛ یوه وسله‌وال ۱۴ کسان وژلي او ۲۵ نور یې ټپیان کړي


پولیسو د چارلس پوهنتون ته څېرمه لارې بندې کړي. بریدګر د پنجشنبې ناوخته د چارلس پوهنتون د فلسفې پوهنځي سره ‌ډزې کړي چې لږ تر لږه ۱۴ کسان یې وژلي او ۲۵ نور یې ټپيان کړي.
پولیسو د چارلس پوهنتون ته څېرمه لارې بندې کړي. بریدګر د پنجشنبې ناوخته د چارلس پوهنتون د فلسفې پوهنځي سره ‌ډزې کړي چې لږ تر لږه ۱۴ کسان یې وژلي او ۲۵ نور یې ټپيان کړي.

د چک حکومت د پراګ په یوه پوهنتون کې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې د وژل شویو کسانو په خاطر د شنبې ورځ ملي ماتم اعلان کړی دی.

د چک صدراعظم پیټرفیالا ټینګار کړی چې دا برید یوه کس کړی او له نړیوال تروریزم سره تړاو نه لري.

د هغه حکومت د شنبې ورځ د ډسمبر ۲۳مه په چک کې د ملي ماتم ورځ اعلان کړې چې په اساس به یې د وژل شویو د یادښت لپاره زنګونه کړنېږي او ورپسې به یوه دقیقه چوپتیا غوره کېږي.

د کابینې یوه غونډه هم شوې چې په کې ولسمشر پیټر پاول د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او له بېړنیو خدمتونو یې ستاینه کړې چې د دغه ناورین په ځواب کې یې ښه عمل کړی دی.

د چک جمهوریت پولیسو ویلي بریدګر له هېواده بهر له ورته پېښو په الهام په پراګ کې برید ترسره کړی دی.

د راپورونو له مخې بریدګر ۲۴کلن داوېد کوزاک بلل شوی چې په خپله هم د تاریخ رشتې محصل او رواني ناروغ وو.

پولیسو ویلي چې هغه تر برید مخکې په خپلو ټولنیزو پاڼو هم ګواښوونکي پیغامونه خپاره کړي وو.

بریدګر د پنجشنبې ناوخته د چارلس پوهنتون د فلسفې پوهنځي سره ‌ډزې کړي چې لږ تر لږه ۱۴ کسان یې وژلي او ۲۵ نور یې ټپيان کړي.

د ټپیانو له ډلې د لسو کسانو وضعیت نازک ښودل شوی.

بریدګر په خپله هم وژل شوی.

د چک د پولیسو مشر مارټین ووندراسیک ویلي څېړنې روانې دي چې د ډسمبر په ۱۵مه په پراګ کې په یوه بل برید کې چې یو ۳۲ کلن سړی او د هغه دوه میاشتنۍ لور وژل شوي وو د وروستۍ قضیې عامل لاس لري که څنګه.

د پولیسو مشر ویلي دوی باور لري چې بریدګر به د پنجشنبې په ورځ لومړی خپل پلار په ډزو سره وژلی وي ځکه د هغه د پلار مړی هم موندل شوی.

چکي رسنیو راپور ورکړی چې بریدګر تر برید مخکې د روسیې په بریانسک کې د ډسمبر اوومې یوه برید ته اشاره کړې چې په کې یوې ۱۴کلنې نجلۍ خپله ټولګیواله په ډزو سره وژلې او بیا یې خپله هم ځان وژلی دی.

پولیس د بریدګر ټولنیزې شبکې هم څاري.

په یوه پوسټ کې هغه لیکلي چې له دې نړۍ کرکه لري او غواړي تر څومره یې چې وس ورسیږي درد او کړاو پکې پریږدي.

دا په چک په تېره بیا پلازمېنې پراګ کې یوې بې سارې خونړۍ حمله بلل کېږي.

پراګ د اروپا له خوندي ښارونو بلل کېږي او د نړۍ له ګوټ ګوټه د کال میلیونونه سیلانیان ورته راځي.

XS
SM
MD
LG