د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

پراګ کې د نړۍ د ۴۴ هېوادونو د استازو غونډه روانه ده


پراګ کې غونډه
پراګ کې غونډه

د نړۍ د څلور څلوېښت هېوادو استازي د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې راغونډ شوې دي.

دا مشران د دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې غواړي چې د اروپا یوه سیاسي اجماع د دې قارې د امنیت د ښه والي او اقتصادي ودې لپاره رامنځته کړي.

دا غونډه د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون په نوښت او د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ په ملاتړ جوړه شوې ده.

دې دوه ورځنۍ غونډه ته د اروپایي ټولنې د اووه ویشت غړیو هېوادو، د بریتانیا او د اوولس هغو هیوادو مشران رابلل شوې دي چې یوشمیر یې دې ته انتظار دي چې د اروپایي ټولنې غړیتوب به ترلاسه کوي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د اروپایي تولنې د سیاسي اجماع افتتاحیه غونډې ته وویل چې د څلور څلویښت هیوادو د مشرانو دا غونډه پر اوکراین د روسیې د برید د اغیزو په وړاندې د اروپا د وحدت څرګندونه کوي.

ايمانويل مکرون
ايمانويل مکرون

مکرون څرګنده کړه چې د دې غونډې لومړی هدف دا دی چې د اروپا وضعیت مطالعه کړو او یوه ګډه ستراتیژي رامنځته کړو.

د فرانسې ولسمشر زیاته کړه چې د اروپایي هیوادو ترمنځ د بریښنا د مزیو اتصال مهم دی او پکار ده چې د ګازو بیې ټیټي وساتو.

مکرون په پراګ کې خبریالانو ته وویل چې هیواد یې دې ته چمتو دی چې په دې دوو برخو کې همکاري وکړي.

دې غونډې ته د اروپا د یوه مهم ځواکمن هیواد روسیې ولسمشر، چې د فبروري په څلوریشتمه یې پر اوکرایين غیرموجه برید پيل کړ نه دی بلل شوی.

په پلازمېنې پراګ کې دا غونډه په داسې وخت کې جوړه شوې چې پر اوکراین د روسیې د برید اغیزې پر اروپا خورې دي او پر اروپایي ټولنې دا فشار شته چې اوکراین ته غړیتوب ورکړي.

د پراګ د غونډې څنډه
د پراګ د غونډې څنډه

د پراګ په غونډه کې د اروپایي ټولنې د اووه ویشت غړیو هیوادو د مشرانو ترڅنګ، په بالکان کې د دې ټولنې د شریکو هیوادو مشرانو، همداراز د بریتانیا او ترکیې چارواکو ته بلنه ورکړل شوې ده.

ټاکل شوې ده چې دا مشران به د دې غونډې پر نتیجو د اکتوبر په شلمه او یو ویشتمه په بروکسل کې د اروپایي شورا په راتلونکې غونډه کې بحث وکړي.

XS
SM
MD
LG