د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

د برېښنا د پرچاوۍ زیاتوالی؛ یو شمېر کابل ښاریان: په ۲۴ ساعتونو کې اېله ۲ ساعته برېښنا لرو


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د هوا په سړېدو او د سون توکو د بیې لوړوالي له امله، د کابل ښاریان د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي.

دوی ازادي راډيو ته وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې یوازې دوه ساعته برېښنا لري هغه هم په داسې وخت کې چې ترې ګټه نشي اخیستلای.

د کابل ښار د چهاردهي د چهار کلا سیمې اوسېدونکي متین، ازادي راډيو ته وویل چې د دوی په سیمه کې برېښنا په تیاره کې راځي او د ده په خبره په تیاره کې بیرته ځي.

هغه زیاتوي:

" د کابل له بې برقي څخه خو هیڅ مه وایئ، په ٢٤ ساعتونو کې دوه ساعته هم برق نلرو، په تیاره کې راځي او په تیاره کې ځي، تر ټولو بد دا چې د پخوا په پرتله د برق بل هم زیاد راځي."

نوموړي د کابل ښار په ټولو سیمو کې د برېښنا د عادلانه وېش غوښتونکی دی.

په ورته وخت کې د کابل د کارته نو سیمې اوسېدونکې شکريې ازادي راډيو ته وويل چې د برېښنا د پرچاوۍ د ستونزې تر څنګ ضعیفه برېښنا یوه بله ستونزه ده او دوی نه شي کولای په همدې محدود وخت کې هم له بریښنا کار واخلي.

د کابل تر څنګ په نورو ولایتونو کې هم خلک د برېښنا له کموالي شکایت لري
د کابل تر څنګ په نورو ولایتونو کې هم خلک د برېښنا له کموالي شکایت لري

هغه وایي:

" په کارته نو سیمه کې د بې برقي ستونزه دومره زیاته شوې چې د سهار د لمانځه وخت کې برېښنا ځي او د غرمې تر ۲ یا ۳ بجو وروسته راځي، له ماښامه د شپې تر ۱۰ بجو هم برېښنا نه وي. برېښنا ډېره ضعیفه ده او هیڅ یې کارولای نه شو. د سون توکي هم ګران دي نه یې شو اخیستلای، له همدې ستونزو سره خپلې شپې ورځې سبا کوو."

خو يو شمېر بې وزلې کورنۍ وايي چې د برېښنا د نشتوالي او د سون توکو د لوړې بيې له امله د پلاستيک، پايپونو او څرمن په سوځولو سره خپل کورونه ګرموي. هغه مواد چې د هوا د ککړتیا لامل کیږي.

د کابل د خوشحال خان سیمې یوه اوسېدونکې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وايي:

" واړه ماشومان لرم، برق چې نه وي دې ته اړ کیږو چې پایپونه وسوځو، څرمن وسوځو، خپله کوټه په څه شي توده کړو؟ ماشومان مو پلاستیکونه راټولوي ، که تاسو هڅه وکړئ چې برق مو تل وي، نو مونږ دا کار نه کوو، خو تاسو چې زمونږ په کیسه کې نه یاست مونږ هم دې ته اړ کیږو چې خپل بوټونه، دستکولونه، او د ځان کالي وسوځو چې خپل ماشومان تاوده وساتو، ژمی دی بله چاره نه لرو."

ومو غوښتل چې د برېښنا پرچاوي د زیاتوالي او د کابل ښاریانو د شکایتونو په اړه د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې، د بریښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي نظر هم ولرو، خو ځواب مو ترلاسه نه کړ .

د برېښنا پرچاوي په داسې مهال زیاته شوې چې ژمی په پیلېدو او سون توکي هم ګران شوي
د برېښنا پرچاوي په داسې مهال زیاته شوې چې ژمی په پیلېدو او سون توکي هم ګران شوي

خو دغه شرکت د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د وارداتي برېښنا د پېرلو قرارداد په دې وروستیو کې ازبکستان ته د بریښنا شرکت د اجرایوي رییس محمد حنیف حمزه د سفر پر مهال وغځول شو.

د اعلامیې له مخې، نوموړي په دغه سفر کې له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا د اندازې لوړولو او د برېښنا تعرفې د کمولو غوښتنه وکړه.

افغانستان د خپلې اړتیا وړ برېښنا ډېره برخه له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي.د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) د روان هجري لمریز کال په حمل میاشت کې په خپل یوه راپور کې ویلي چې افغانستان د

خپلې اړتیا ۸۰سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي، چې په کال ۲۲۰ میلیون ډالره لګښت لري.

ډېر ځله په کوربه هېوادونو کې د برېښنا د مصرف د زیاتوالي او د تخنیکي ستونزو د رامنځته کېدو له امله په افغانستان کې دننه د برېښنا رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کیږي چې په ځینو مواردو کې، دا ستونزه د څو اوونیو لپاره دوام کوي.

د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه د تير جمهوري نظام پر مهال هم موجوده وه او ښکاري چې د کلونو په تېرېدو سره لا هم نه ده حل شوې.

XS
SM
MD
LG