د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

ناروغان: د خوست ولایتي روغتون کې نه درمل شته او نه ډوډۍ


د خوست په ولایتي روغتون کې ناروغ
د خوست په ولایتي روغتون کې ناروغ

سره له دې چې د خوست ولایتي روغتون د پخوا په شان د وسایلو او درملو امکانات نه لري، خو بیا هم خلک د اقتصادي ستونزو له کبله ناروغان ورولي او هلته يې درملنه کوي.

ناروغ لرونکي وايي، په روغتون کې درمل نشته او دوی ورته درمل له شخصي درملتونونو راوړي او ډېری لابراتواري معاینات هم له روغتونه بهر کوي.

د ناروغ لرونکو په وینا، دوی بې وسه دي او نه شي کولی خپلو ناروغانو ته پوره درمل واخلي.

نن شنبه (د تلې په ۳یمه) د سپیرې ولسوالۍ اوسیدونکي صاحب ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل: "څومره چې شفاخانه لویه ده، همدومره باید درملنه په کې وي، دا خلک غریبان دي، ګهېځ دلته یو چا خبره راته کوله چې د ناروغ لپاره مې یوه بطري او د سولر یوه شیشه خرڅه کړه، دلته تداوي ورباندې کوم، دوا له بیدیا ورته را اخلم، ما په لوډسپيکر کې اعلان وکړ او ده ته مو چنده راټوله کړه، داسې خلک شته چې د بیګاه ډوډۍ لپاره پیسې نه لري، ناروغ خو حق لري چې دلته ډوډۍ ورکړل شي."

د ولایتي روغتون مسوولین یادې ستونزې مني او له اړوندو مسوولینو غواړي چې د روغتون شته مشکلات حل کړي.
د ولایتي روغتون مسوولین یادې ستونزې مني او له اړوندو مسوولینو غواړي چې د روغتون شته مشکلات حل کړي.

که څه هم د خوست ولایتي روغتون وارداتي برېښنا لري، خو که برېښنا کې پرچاوي راځي، نو د جنراتورونو د تیلو د رانیولو په خاطر کومه بودجه نه لري.

د ګربزو د تودې چینې اوسیدونکی نېک نوازخان چې د خپل بستر ناروغ سره له څو ورځو راهیسې ولایتي روغتون کې دی وايي، اقتصاد يې کمزوری دی او خپل ناروغ ته درمل په ډېرو مشکلاتو پیدا کوي.

نوموړی په روغتون کې د ښې درملنې، لابراتواري معایناتو د ا جراء او د ناروغانو لپاره د ډوډۍ غوښتنه کوي.

د ناروغانو په شان د ولایتي روغتون ډاکټران هم له ستونزو نه دي خلاص او له پنځو میاشتو راهیسې يې خپلې تنخواوې نه دي ترلاسه کړي.

بل لوري ته د خوست د ولایتي روغتون چارواکي یادې شوې ستونزې مني، خو وايي ولایتي ادارې ورته ډاډ ورکړی چې په نږدې راتلونکې کې به يې ډیری ستونزې هوارې شي.

د خوست د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر سخي سردار وویل: "مهمې ستونزې د درملو دي، د پرسونل د معاشاتو ستونزه ده، سره له دې چې د امارت مخکې هم زموږ پرسونل معاش نه دی اخیستی، د ناروغانو د ډوډۍ مشکلات شته، دولتي برق لرو که دا خراب شي، نو دجنراتور لپاره د ډیزلو پیسې نه لرو، خو بیا هم وایم چې زموږ د پرسونل روحیه لوړه ده او په لوړه روحیه خپلې چارې مخته بیايي. "

د ناروغانو په شان د ولایتي روغتون ډاکټران هم له ستونزو نه دي خلاص او له پنځو میاشتو راهیسې يې خپلې تنخواوې نه دي ترلاسه کړي.
د ناروغانو په شان د ولایتي روغتون ډاکټران هم له ستونزو نه دي خلاص او له پنځو میاشتو راهیسې يې خپلې تنخواوې نه دي ترلاسه کړي.

په خوست او نورو ولایتونو کې داسې مهال د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د ستونزو او نیمګړتیاوو یادونه کیږي چې د سېپټمبر په ۲۲مه ملګرو ملتونو په دې خاطر چې په افغانستان کې روغتیايي خدمات په ټپه و نه‌ درېږي، له دې هېواد سره د ۴۵ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرسته تصویب کړه.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال په یوه بیان کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې درمل، طبي مرستې او سونګ مواد په ختمېدو دي.

ملګري ملتونه وايي چې د ۴۵ میلیونه امریکايي ډالرو بیړنۍ مرسته به د افغانستان روغتیايي سیستم له سقوطه را وګرځوي.

XS
SM
MD
LG