د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو د دوام په اړه د متحدو ایالتونو ژوره اندېښنه


مټیو مېلر، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند
مټیو مېلر، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد یې لا هم په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د احتمالي ګواښ په اړه ژوره اندېښنه لري.

د دغه وزارت ویاند مټیو مېلر د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل، تمه لري چې طالبان به اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځالې بدل شي.

مېلر وویل:

"موږ په افغانستان کې د ترهګرۍ د احتمالي ګواښ په اړه ډېر اندېښمن يو. موږ روښانه دا ویلي دي چې امريکا د ترهګرو د ځپلو لپاره له لرې څخه هم د بريد کولو توان لري. البته موږ له طالبانو تمه لرو چې اجازه ور نه کړي چې افغانستان د ترهګرو په ځالې بدل شي، څنګه چې مخکې و."

نوموړي دا خبرې د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې ایا د ولسمشر بایډن اداره په افغانستان کې د ترهګرو د فعالیتونو په اړه اندېښمنه ده که نه؟

طالبانو تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې په ځلونو ادعاوې کړې چې د افغانستان له خاورې به نورو هېوادونو ته کوم ګواښ پېښ نه شي.

د سیاسي او نړیوالو اړیکو کارپوه طارق فرهادي د امریکايي چارواکو دا ډول څرګندونې د ولسمشر بایډن د ادارې لخوا د امریکا تر ټاکنو مخکې د مخنیوي اقداماتو ته د خلکو د پام رااړولو یوه هڅه بولي.

د سیاسي او نړیوالو چارو کارپوه، طارق فرهادي
د سیاسي او نړیوالو چارو کارپوه، طارق فرهادي

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"د ولسمشر بایډن اداره دا وايي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا تر پولې باندې دوی ته د ترهګرۍ ګواښونه نه دي زیات شوي او که وي هم، نو امریکا متوجه ده، دا چې د امریکا ټاکنو ته شاوخوا ۱۲ میاشتې پاتې دي، د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه له خپلو کړنو دفاع کوي."

خو د امنیتي چارو کارپوه نعیم غیور په دې باور دی چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو موجودېت د سیمې او نړۍ هېوادونه اندېښمن کړي چې هسې نه دوی ته ګواښ پېښ شي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو راټولېدنه، نه یوازې دا چې د افغانانو او د افغانستان راتلونکي ته ګواښ دی، ورسره د سیمې هېوادونه، ګاونډیان او د نړۍ هېوادونه یې هم اندېښمن کړي او په دې کې شک نشته چې که په افغانستان کې دا وضعیت دوام وکړي، دا ګواښ به د ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو ته هم وي."

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد د استازو جرګې ته په یوه لیک کې ویلي و چې پوځي ځواکونه یې په سیمه کې له افغانستانه د احتمالي ګواښونو څارنه کوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ویلي و، د امریکا او ګټو په وړاندې یې له افغانستان څخه د احتمالي ګواښونو ځواب ویلو ته امریکايي ځواکونه له دې هېواده بهر مېشت دي.

د جو بایډن په لیک کې چې په افغانستان، عربستان، اردن، لبنان، ترکیې، جنوبي افریقا، کوبا او فلپین کې د امریکا د پوځي ځواکونو د ځای پر ځای کولو او له ترهګریزو ګواښونو سره په مبارزې ټینګار شوی، افغانستان لومړنی هېواد دی چې اشاره ورته شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG