د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

د برېښنا د پرچاوۍ زیاتیدو کابل ښاریان کومو ستونزو سره مخ کړي؟


د کابل د برېښنا یوه څنډه - تصویر له ارشیفه
د کابل د برېښنا یوه څنډه - تصویر له ارشیفه

د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي د برېښنا د پرچاوۍ زیاتیدو دوی له ګڼو ستونزه سره مخ کړي دي.

د کابل ښار د یو شمېر سیمو اوسیدونکو ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د ژمي په رارسیدو چې دوی برېښنا ته تر بل هر وخت ډيره اړتیا لري، د ورځې څلور تر شپږ ساعتونو برېښنا لري.

د کابل ښار د قلعه فتح الله سیمې د درېیم سړک اوسیدونکې ماريا وايي چې د دې سیمې اوسیدونکي د برېښنا د نه لرلو له امله د ورځني چارو د پر مخ بیولو لپاره ډيرو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاتوي:

"د قلعه فتح الله د درېیم سړک برېښنا ډېره خرابه ده، سهار مخکې له لمانځه ځي، ټوله ورځ نه وي، خلک کالي نه شي مینځلی، په ځانګړي ډول په بلاکونو کې ژوند ډېر ستونزمن دی چې اوبه، کالي مینځل او نور هر څه په برېښنا دي. برېښنا هم داسې وخت کې راځي چې څوک نه کالي وشي مینځلی نه خپل کار وکولای شي."

د کابل ښار کارته نو د سیمې اوسېدونکي صفي الله ازادي راډيو ته وویل:

" زموږ په سیمه کې د برېښنا ستونزې ډېرې دي. کله چې موږ برېښنا ته ډېره اړتیا لرو هغه وخت کې نه وي. د شپې کله چې ډېره ناوخته شي هغه وخت کې راخوشې کړي، برېښنا او ټول خلک ویده وي څوک استفاده هم ترې نه کوي."

د قلعه زمان خان سیمې اوسیدونکې، زینت ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په زده کړو د طالبانو له بندیزونو وروسته یې انلاین زده کړو ته مخه کړه، خو اوس د برېښنا پرچاوۍ د دې د زده کړو پر وړاندې یو خنډ دی.

د برېښنا پرچاوۍ په کور شوې ښځینه زده کوونکې هم ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي
د برېښنا پرچاوۍ په کور شوې ښځینه زده کوونکې هم ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي

زینت زیاتوي:

" زه خپله د انلاین ټولګي محصله یم چې ډېر زیات راته سخته ده کله چې برېښنا نه وي یا زما موبایل د درس په وخت کې چارج خلاص کړي، یا هم وای فای کار ونه کړي. نو له دې امله خلک په ډېرو ستونزو کې دي. "

د کابل ښاریان په داسې حال کې د برېښنا د پرچاوۍ له ستونزو څخه شکایت کوي چې د طالبانو تر کنترول لاندې د برېښنا شرکت په خپله اېکس پاڼه د یوې خبرتیا په خپرولو سره، د لیندۍ په دوهمه د سهار له اتو بجو د مازدیګر تر ۴ بجو، د ازبکستان وارداتي برېښنا د ۵۰ سلنه کموالي او د لا زیاتې پرچاوۍ په اړه خبر ورکړی.

یاد شوي شرکت ویلي چې د برېښنا دا لنډمهاله کموالی، په ازبکستان کې د برېښنا د تاسیساتو د ترمیم او بنسټیزې رغونې په موخه ترسره کیږي او د کابل، بلخ، سمنګان، بغلان، پروان، کاپیسا، پنجشېر، ننګرهار، لغمان، غزني، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونه به اغېزمن کړي.

وارداتي برېښنا او افغانستان کې دننه د برېښنا د سرچينو کموالی هغه لاملونه دي، چې په دغه هېواد کې يې د برېښنا پارچاوۍ ستونزې راولاړې کړي دي او د کلونو په تېرېدو لا هم دې ستونزې ته د حل‌لاره نه‌ده موندل شوې.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار د روان لمریز کال په لومړیو کې په یو راپور کې ویلي وو چې افغانستان خپله د اړتیا وړ ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي .

دا برېښنا چې له ازبکستان، تاجکستان او ايران څخه واردېږي، ډېر ځله په کوربه هېوادونو کې د برېښنا د مصرف په زیاتېدو سره یې بهیر ټکنی کېږي.

XS
SM
MD
LG