د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

د ملا هبت الله ځانګړی ځواک؛ دنده او جوړښت یې څرنګه دی؟


د طالبانو یو امنیتي منسوب د خپل مشر ملا هبت الله د تصویر لیدلو پر مهال - تصویر له ارشیفه
د طالبانو یو امنیتي منسوب د خپل مشر ملا هبت الله د تصویر لیدلو پر مهال - تصویر له ارشیفه

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په هلمند کې د طالبانو مخکېنی والي عبدالاحد طالب د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د ځانګړي ځواک مشر ټاکل شوی.

د طالبانو حکومت لا تر اوسه د دې ځواک په اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو شنونکي په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي، دا ځواک د نورو طالب مشرانو په وړاندیز جوړ شوی چې د ملا هبت الله ساتنه وکړي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"اکثره وزیرانو او خلکو امیرالمومنین (د طالبانو مشر) ته ویل چې د افغانستان ولایتونو ته ځې، ته باید داسې یو ځانګړی ځواک ولرې چې هر وخت درسره وي او دې ته اړتیا پېښه نه شي چې کله له قول اردو څخه او کله هم له فرقې څخه کسان بیایې، یوه ورځ یو ډول خلک او بله ورځ بل ډول خلک راولې، ښه خبره به وي چې ستا اطمیناني کسان وي او تل له تا سره وي."

سید اکبر اغا وايي چې دا ځواک به د جګړو لپاره نه وي، خو وايي په ځینو مواردو کې د دې احتمال شته چې د طالبانو د مشر د اوامرو د پر ځای کولو په خاطر ترې استفاده وشي.

شنونکی، سمیع یوسفزی
شنونکی، سمیع یوسفزی

شنونکی سمیع یوسفزی بیا وايي، د طالبانو مشر د طالبانو په منځ کې د واک او ځواک د ډېرولو په خاطر دا اقدام کړی دی.

نوموړی زیاتوي، د طالبانو د مشر په ځانګړي ځواک کې تر ډېره هغه کسان دي چې د ځانمرګو بریدو لپاره یې نوملیکنه کړې وه.

یوسفزی زیاتوي:

"دا ښيي چې هم امیر دی، هم یو ځواک لري او هم یې ځانمرګي یا د دوی په اصطلاح فدایان په ځان راټول کړي او که په راتلونکي کې هر څوک یې قدرت وګواښي او له اوامرو یې سرغړونه وکړي یا ستونزې جوړوي، د همدې ځواک له لارې به یې مهاروي."

خو په تېر جمهوري حکومت کې د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل بیا ادعا کړې چې د طالبانو د مشر لخوا جوړ شوی ځواک به د ایران سپاه پاسداران ته ورته وي.

نوموړي د اکټوبر په ۳۰مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې د طالبانو د مشر د ځواک، د علماو شورا او ځینو نورو جوړښتونو له بشپړېدو وروسته به د طالبانو حکومت د ایران د اوسني حکومت په څېر حکومتولي وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس، رحمت الله نبیل
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس، رحمت الله نبیل

نبیل همدا شان ویلي دي چې ملاهبت الله او نیږدې کسانو یې تر دې مخکې د ۴۰ زره کسیز ځواک د جوړولو په خاطر د طالبانو حکومت له مالیې وزارت څخه ۶۰ میلیارده افغانۍ هم غوښتې وې چې له دې امله د طالبانو د مشر او د مالیې وزارت د مخکېني سرپرست هدایت الله بدري ترمنځ اختلافات هم رامنځ ته شوي او په پایله کې یې د مالیې وزارت سرپرست له خپلې دندې استعفا وکړه.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده چې تر اوسه د رسنیو او خلکو تر مخ نه دی څرګند شوی،

مخکې هم ورته ادعاوې شوې چې نوموړی هڅه کوي، ټول واک او اختیار له ده سره وي او ټولې پرېکړې دی وکړي چې له دې امله د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلافونو د ټوکېدو خبره هم شوې وه.

خو طالبان بیا په خپل منځ کې هر ډول اختلاف او د واک انحصار ردوي او ټوله ډله د یوه مشر تابع بولي، په داسې حال کې چې ځینو طالب چارواکو په ځلونو د نجونو په زده کړو او د ښځو په کار د بندیز ترڅنګ په ځینو هغو پرېکړو سختې نیوکې هم کړي دي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG