د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

د قطر صدراعظم ملا هبت الله سره د لیدنې ځینې جزییات په ډاګه کړل


د قطر د صدراعظم او د طالبانو د مشر ملا هبت الله نښلول شوي تصویرونه - ارشیف
د قطر د صدراعظم او د طالبانو د مشر ملا هبت الله نښلول شوي تصویرونه - ارشیف

د قطر صدراعظم محمدبن عبدالرحمان بن جاسم آل ثاني له CNN ټلویزیون په یوه مرکه کې چې پرون شنبې خپره شوه، د طالبانو له لوی مشر ملاهبت الله آخوندزاده سره په کتنه کې پر افغان ښځو او نجونو د لګېدلو محدودیتونو په اړه له خپلو خبرو پرده پورته کړه.

په دې مرکه کې ښاغلی جاسم آل ثاني وايي، د طالبانو مشر ته یې خپل هېواد د مثال په توګه یاد کړ، چې ښځې یې په ټولو ټولنیزو چارو کې له نارینه وو سره برابره برخه لري.

نوموړی زیاتوي چې ښاغلي اخندزاده ته یې څرګنده کړه چې افغانستان هم که غواړي د نړیوالې ټولنې یوه برخه وي، کولای شي د قطر په څېر یو منځلاری دولت ولري، ښځې یې د وزیرانو، سفیرانو او په ټولو برخو کې د مشرانو په توګه کار وکړي.

د قطر صدراعظم وايي چې له دې خبرو وروسته د طالبانو مشرانو لږترلږه په ټیټه کچه په ځینو برخو کې پر انعطاف موافقه وکړه او ویې منله، چې ښځو ته به په نادولتي ادارو کې د کار اجازه ورکوي او پرېږدي به یې چې اړو کورنیو ته د مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.

طالبانو د خپلې لومړۍ دورې واکمنۍ په څېر اوس بیا د نجونو پر مخ د عصري زده کړو دروازې تړلې دي - ارشیف
طالبانو د خپلې لومړۍ دورې واکمنۍ په څېر اوس بیا د نجونو پر مخ د عصري زده کړو دروازې تړلې دي - ارشیف

آل ثاني، له اسلام څخه د طالبانو د لوی مشر د تعبیر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دی دیني عالم نه دی چې له هغه سره به یې بحث کاوه خو زیاته یې کړه چې له هغه سره یې د اسلامي هېوادونو د پالیسیو خبره وکړه.

د قطر صدراعظم وویل چې دی پر خپل هېواد قطر ویاړي چې د ښځو د تعلیم او کار ممانعت نه کوي او نجونې کولای شي ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې شي.

ښاغلي آل ثاني په دې مرکه کې همداراز یادونه وکړه چې د نړۍ دیني عالمان او اسلامي هېوادونه اخلاقي مسوولیت لري چې د طالبانو له مشرانو سره تماس ونیسي او په دې اړه خبرې ورسره وکړي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو په ملاتړ د جمعې په ورځ د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې هم خبرې وشوې. د ښځو لپاره د متحدوایالتونو پخوانۍ ځانګړې استازې میلاني ویروییر Melanne Verveer وویل په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید په اړه د بشري حقونو ټولنو ته یو راپور برابر شوی. نوموړې د ملګروملتونو د جرمونو له محکمې وغوښتل چې په دې اړه تحقیقات وکړي.

په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ریناامیري د طالبانو له حکومت سره د متحدایالاتو د تعامل دفاع وکړه خو هغې ټینګار وکړ چې متحدایالات به له طالبانو سره د تعامل په مسئله کې هېڅکله د بشري حقونو له اصولو څخه تېر نه شي.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو قیودات د ښځینه فعالانو توندو غبرګونونو سره مخ شوي - تصویر له ارشیفه
د ښځو پر وړاندې د طالبانو قیودات د ښځینه فعالانو توندو غبرګونونو سره مخ شوي - تصویر له ارشیفه

په افغانستان کې د ښځو د حقونو په ملاتړ د جمعې په ورځ د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې هم خبرې وشوې.

د ښځو لپاره د متحدوایالتونو پخوانۍ ځانګړې استازې میلاني ویروییر Melanne Verveer وویل په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید په اړه د بشري حقونو ټولنو ته یو راپور برابر شوی.

نوموړې د ملګروملتونو د جرمونو له محکمې وغوښتل چې په دې اړه تحقیقات وکړي.

په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ریناامیري د طالبانو له حکومت سره د متحدایالاتو د تعامل دفاع وکړه، خو هغې ټینګار وکړ چې متحدایالات به له طالبانو سره د تعامل په مسئله کې هېڅکله د بشري حقونو له اصولو څخه تېر نه شي.

XS
SM
MD
LG