د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

غزه کې د اسراییلو د ځمکنیو عملیاتو پیل؛ وضعیت پېچلی او کړکېچن دی


غزه کې اسراییلي ځواکونه
غزه کې اسراییلي ځواکونه

پرون په داسې حال کې چې اسراییلي جټ الوتکو د غزې پر تړانګه نوره بمباري وکړه او د حماس د افراطي ډلې د وسله والو پرضد یې پراخ ځمکني عملیات پیل کړل، د دې کلابندې سیمې خلکو په ډېرې سختۍ له بهر سره تماس لاره.

اسراییل چې د اکتوبر په اوومه پر خپل قلمرو د حماس د وسله والو د حملې او د اسراییلي چارواکو په وینا د ۱۴۰۰ کسانو د وژل کېدو په ځواب کې له دریو اونیو راهیسې د حماس د له منځه وړلو په هدف هوايي حملې پیل کړي، وايي چې د جمعې په شپه غزې ته استول شوي پلي سرتېري لاهم په ساحه کې دي.

د اسراییلو دفاع وزیر یوواف ګالانت Yoav Gallant پرون وویل د دوی سرتېري د ځمکې پرسر او تر ځمکې لاندې حملې کوي او د ده په وینا، د تروریستانو فعالان چې په هره کچه وي، په هرځای کې په نښه کوي.

پر غزې د اسراییلو د بریدونو یوه څنډه
پر غزې د اسراییلو د بریدونو یوه څنډه

که څه هم د اسراییلو د پراخو ځمکنیو عملیاتو نښې تراوسه نه ښکاري، خو اسراییلو د غزې ۲،۳ میلیون اوسېدونکو ته ویلي دي چې د شمال له هغو سیمو دې ووځي چې د حماس جنګیالي د اسراییلو په وینا په ملکي استوګنځایونو کې پټېږي.

خو فلسطینیان وايي چې هېڅ ځای خوندي نه دی ځکه د اسراییلو پوځ د دې ګڼ مېشتې تړانګې په جنوب کې هم پر کورونو هوايي حملې کوي.

په غزه کې د جمعې ورځې له ماښام راهیسې د ټلفون او انټرنیټ خدمات تقریبا په بشپړ ډول قطع شوي دي. د سره صلیب نړیوالې کمیټې د دې کار مسوولیت پر اسراییلو اچولی دی، خو اسراییلو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

مرستندویې ټولنې وايي، د غزې خلک چې په بشپړ ډول کلابند دي له یوه ناورین سره مخامخ دي. د سیمې روغتیايي چارواکو ویلي دي چې د اسراییلو د بمباریو له پیله تراوسه ۷۶۵۰ تنه فلسطینیان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو ادارې په غزه کې د بېړنیو مرستو غوښتنه لري
د ملګرو ملتونو ادارې په غزه کې د بېړنیو مرستو غوښتنه لري

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ویلي چې د غزې د کلابندۍ له کبله حتی سیمې ته د امبولانسونو تګ راتګ او د ناروغانو د انتقال عملیات هم له خنډ سره مخامخ شوې دي.

د القسام لوا په نوم د حماس پوځي څانګې ویلي چې جنګیالي یې د غزې په شمال ختیځ ښار بیت حانون او په مرکزي البروج ښار کې له اسراییلي ځواکونو سره د جګړې په حال کې دي.

دې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې القسام لوا او ټول فلسطینیان د اسراییلو د یرغل پر وړاندې مقاومت ته پوره چمتو دي.

متحدایالاتو او د لویدیځ نورو هېوادونو له اسراییلو څخه کلک ملاتړ څرګند کړی خو په عین حال کې یې ترې غوښتي دي چې په غزه کې دې ځمکني عملیات نه کوي ځکه دا وېره شته چې نورو فلسطینیانو ته هم مرګ ژوبله واوړي او په نتیجه کې به یې دا کړکېچ نور هم پراخ شي.

XS
SM
MD
LG