د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر یو ځل بیا په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه


د فلسطین پر غزې د اسراییلو د درنو بریدونو یوه څنده
د فلسطین پر غزې د اسراییلو د درنو بریدونو یوه څنده

د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ جګړه درېیمې اوونې ته رسېدلې او د حملو د کموالي هېڅ نښه نه تر سترګو کېږي.

د مذاکرو او اوربند لپاره نړیوالې غوښتنې هم بې نتیجې پاتې شوي او بیا هم له اسراییل او حماس ډلې دا غوښتنه تکرارېږي.

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمشنر، وولکر تُرک پرون جمعه په غزه کې د جګړې له ښکېلو لوریو وغوښتل چې د سولې غوښتنو ته غوږ کښېږدي.

د هغه ویاندې روینا شمداساني پرون په جنیوا کې یوه کنفرانس ته وویل، چې په تېرو درېیو اوونیو کې اسراییل د هوا، ځمکې او سمندرګي له لارې پر غزه سختې حملې کړي، چې له کبله یې په زرګونو کسان وژل شوي دي.

شمداساني وویل:

"د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمشنر وولکر تُرک له ټولو ښکېلو لوریو غواړي چې د سولې غوښتنو ته پام وکړي. تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د دې وژنو د ختمېدو د بدیلو لارو د موندلو په هدف پراخې هڅې وشي."

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر، وولکر تُرک
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر، وولکر تُرک

له دې سره جوخت خبري اژانسونو په غزه کې د یوې بلې ځمکنۍ حملې خبر ورکړی دی.

که څه هم پر غزه اصلي ځمکني عملیات لا پیل شوي نه دي، خو بیا هم د اسراییل دفاع وزارت ویلي چې دغه عملیات به ډېر ژر پیل شي.

په راپورونو کې ویل شوي چې د اکتوبر میاشتې پر اوومه د حماس ډلې له خوا پر اسراییل د حملو له پیل سره، اوس په دې جګړه کې د فلسطیني قربانیانو شمېر تر ۷۳۰۰ زیات دی.

په اسراییل کې هم د حماس ډلې د حملو په نتیجه کې تر ۱۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

نړیوال بنسټونه د غزې خلکو ته د بشري مرستو د چمتو کولو په هڅه کې دي
نړیوال بنسټونه د غزې خلکو ته د بشري مرستو د چمتو کولو په هڅه کې دي

هاخوا د اسرائیل دفاع وزارت ادعا کړې چې حماس ډله په غزه کې له روغتونونو د پوځي اهدافو په توګه کار اخلي.

د اسرائیل د پوځ ویاند دانیل هاګاري خبریالانو ته ویلي چې حماس ډلې جګړه روغتونونو ته غزولې او هلته له تېلو او سون توکو د خپلو عملیاتو اهدافو لپاره کار اخلي.

دغه ادعا د حماس ډلې له خوا رد شوې ده.

اوس د یرغمل شویو کسانو د برخلیک په باب هم معلومات نه شته.

د اسوشېټېډ پریس اژانس د راپور له مخې، د حماس ډلې له خوا ۲۲۹ کسان یرغمل شوي چې په هغوی کې بهرني وګړي، ماشومان او پوخ عمره کسان شامل دي.

حماس ډلې تر اوسه ۴ کسان خوشې کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG