د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

د یپلومات: د نړیوالو همغږي، روښانه تګلاره او سخت فشار د افغان نجونو او ښځو برخلیک بدلولی شي


د زده کړو او کار له حقونو د محرومیت تر څنګ بېوزلي د افغانو ښځو یوه بله لویه ننګونه ده.
تصویر له ارشیفه: دلته افغانې مېرمنې د بشري مرستو د ترلاسه کولو په هیله را ټولې شوې دي
د زده کړو او کار له حقونو د محرومیت تر څنګ بېوزلي د افغانو ښځو یوه بله لویه ننګونه ده. تصویر له ارشیفه: دلته افغانې مېرمنې د بشري مرستو د ترلاسه کولو په هیله را ټولې شوې دي

د یپلومات خپرونې د افغان نجونو او ښځو پر وضعیت لیکنه خپره کړې ده.

دا مقاله ډاکټرې شانتي مارییت دیسوزا لیکلې ده، چې په واشنګتن ډي سي کې د منځني ختیځ د انسټیټیوټ غړیتوب لري.

په دې مقاله کې راغلې دي چې په تیرو دوو کلونو کې د طالبانو په حاکمیت کې د افغان نجونو او ښځو پر بد وضعیت د سپتمبر په اووه ویشتمه د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې بحث وشو.

لیکوالې وړاندې د طالبانو له لورې د نجونو د ښوونځیو د بندیدو مسالې ته اشاره کړې ده، د افغانستان په ادارو کې یې له کاره د ښځو د راګرځیدو مساله یاده کړې ده او بیا یې د لیکنې په اخره کې دا پوښتنه کړې ده چې د ملګرو ملتو دا نوښت به د طالبانو د تګلارو د بدلیدو سبب شي؟

لیکواله دې سوال ته په خپله مقاله کې داسې ځواب لیکي چې هغه وخت دا ممکنه ده چې غړي هیوادونه په یوه خوله، په ګډه لاس پکار شي او ملګري ملتونه هم یوه روښانه کړنلاره ولري، همداراز سخت نړیوال فشار کولی شي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو برخلیک بدل کړي خو که چیرته هیوادونه سره ویشلي وي او ځیني هیوادونه د اقتصادي فرصتونو او ستراتیژیکو ګټو د ترلاسه کولو لپاره له طالبانو سره ښکیل وي، کله به هم نړیوال دې هدف ته چې افغانه نجلۍ او ښځه خپل حق ترلاسه کړي، ونه رسیږي.

د لویدیځ یوې بلې چاپي خپرونې بیا له افغانستانه د تلونکې یوې ډلې کیسه را اخیستې ده.

اینډپنډنټ ورځپاڼه لیکي، هغه افغانان چې بریتانیا د پناه ورکولو ژمنه ورسره کړې ده، په پاکستان کې ګیر پاتې دي.

دا ورځپاڼه لیکي، د افغانانو په سلګونو کورنۍ چې ډیرو یې په افغانستان کې له بریتانیایي پوځیانو سره کار کړی وروسته تر دې په اسلام اباد کې ایسارې شوې دي چې بریتانیا پروسږکال د دغو کډوالو د راایستلو لپاره د چارتر الوتکو الوتنې اسلام اباد ته بندې کړې؛ همداراز یې له دې کډوالو وغوښتل چې مخکې تر دې چې بریتانیا ته سفر کوي ځانونو ته دې کورونه پيدا کړي.

اینډپنډنټ لیکي، د دې کسانو ویزې خلاصې شوې دي، پاکستان پولیس یې بې ویزو نه پریږدي او د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې پولیس یوه هوټل ته چې دا افغانان پکې ژوند کوي ورغلل د دوی د اسنادو پوښتنه یې وکړه او یوشمیر کسان یې ونیول چې بیا د بریتانیا د سفارت په منځګړیتوب خوشي شول.

ورځپاڼه د دغو کسانو په وینا لیکي چې دوی دا ویره لري چې له پاکستانه به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته وایستل شي.

اینډپنډنټ لیکي، په بریتانیا کې یوشمیر پوځي مشران، د پارلمان ځیني غړي او انتقاد کوونکي بریتانیا ملامتوي چې دا کسان چې له دوی سره یې د طالبانو پرضد په جګړه کې مرسته کړې وه، هیر کړې دي.

XS
SM
MD
LG