د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه؛ د افغان ښځو ستونزو ته د جدي پاملرنې غوښتنه وشوه


د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې انځور
د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې انځور

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغان ښځو او نجونو ستونزو ته د جدي پاملرنې غوښتنه وشوه.

په داسې حال کې چې ګڼو بنسټونو د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو افغان ښځو او نجونو ته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم په دې باب خپل غږ پورته کړی دی.

دغې ادارې پرون په خپل ايکس شبکه کې لیکلي، که څه هم افغانستان د ملګرو ملتونو د اته اویایمې عمومي غونډې په اجنډا کې شامله موضوع ده، خو افغان ښځې له پامه غورځول شوي دي.

د دې ادارې په وینا، په دې غونډه کې ګڼې افغان ښځې حضور نه لري او د دوی استازیتوب کمرنګه دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، دوی د کډوالۍ نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ په مرسته په افغانستان کې دننه له څه باندې ۵۰۰ ښځو سره خبرې کړي، چې له نړۍ یې خپل ژوند ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د خوندیتوب لپاره د مسوولیت نړیوال مرکز ویلي چې د عدالت له پرانیستې ټولنې سره خپل غږ ملګری کوي او له لوګزمبورګ، جرمني، کوستا-ریکا، البانیا، کرویشیا او نورو هېوادونو غواړي، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت د بهترۍ لپاره له افغان ښځو سره یوځای خپلې تګلارې او عملي ګامونه مشخص کړي.

په افغانستان کې دننه ځینو ښځو او نجونو د ملګرو ملتونو د روانې عمومي غونډې په باب چې د دوشنبې په ورځ پیل شوې او تر جمعې دوام کوي، نهیلي ښوولې ده.

د ګلنور په نوم، د ننګرهار یوې ۲۸ کلنې مېرمنې د هندوستان خبري شبکې یا نړۍ په یوه خبر کې ته ویلي چې له ملګرو ملتونو کاملاً نهیلې ده.

هغې ویلي، افغانستان په اجنډا کې شاملېږي، بحثونه کېږي، خو د افغان ښځو په ګټه یوه پرېکړه هم نه کېږي.

هغې له ملګرو ملتونو پوښتنه کړې چې په افغانستان کې له دوو کلونو د نجونو تعلیم منع شوی او ډېرې ښځې له کاره راګرځول شوي او طالبان وايي ښځه یا د پخلنځي ده، یا د مرګ، ایا ملګري ملتونه په دې هرڅه نه دي خبر؟

دا لا معلومه نه ده چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې به څوک د افغانستان په استازیتوب خبرې کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ویلي، د افغان نجونو او ښځو حقونه د دوی د اندېښنو یو اصلي محور دی او دا موضوع د دې سازمان د ۷۸یمې غونډې په اجنډا کې شامله ده.

د طالبانو اوسنی رژیم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له‌خوا په وار- وار د بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو د حقونو په نقص تورن شوی دی.

خو د طالبانو حکومت دا اندېښنې نه‌مني او په ځلونو یې ادعا کړې چې په افغانستان کې د ټولو حقونه خوندي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG