د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

د نړۍ یو شمېر مشران قاهرې ته د غزې په اړه غونډې ته رسیدلي


د غونډې یوه څنډه
د غونډې یوه څنډه

د مصر پلازمېنې قاهرې ته د نړۍ یو شمېر مشران نن سهار ورسیدل.

په دوی کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیره، انالینا بیربوک، د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي او د عربي هېوادونو په مشرانو کې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال-ثاني شامل دي.

مصر غواړي چې د سیمې او نړۍ د لسګونو مشرانو په دې غونډه کې پر دې خبرې وشي چې څرنګه په غزه کې د روانې جګړې مخه نیولی شي.

د مصري رسنیو په وینا، قاهره دا اندېښنه لري چې دا جګړه په سیمه کې پراخه نه شي.

د قاهرې په ننۍ غونډه کې د ایټالیا، هسپانیا، یونان او کاناډا د بهرنیو چارو وزیران او د اروپایي شورا یوه پلاوي هم برخه اخیستې ده.

چین ویلي دي چې د قاهرې غونډې ته د منځني ختیځ لپاره خپل استازی ژي جن واستوي.

روسیې ویلي دي چې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال میخایل بوګدانوف به په دې غونډه کې د دوی استازیتوب وکړي.

دا سرمشریزه په داسې وخت کې جوړیږي چې پر غزې د هوا له لارې د اسراییل برید روان دی.

د اسراییل د پوځ ویاند دانیال هګاري نن وویل چې په غزه کې بشري وضعیت تر کنټرول لاندې دی او ده د غزې له استوګنو وغوښتل چې له شماله د جنوب خواته ولاړ شي، ځکه په خبره یې ، دوی د غزې تړانګې په شمالي برخه کې حماس ډله په نښه کوي.

د غزې د جنوب لور ته نن په بشري مرستو بار یوشمېر لارۍ د مصر د رفح سرحدي دروازې له لورې ننوتي دي.

دا مرستې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې په پنځلسمه ورځ غزې تړانګې ته، چې دوه اعشاریه څلور میلیونه نفوس لري، رسیږي.

د یو شمېر کتونکو په باور د قاهرې په غونډه کې د امریکا د متحد ایالتونو او یو شمېر نورو هېوادونو د استازیو نه موجودیت ښایي د دې سبب شي چې له دې سرمشریزې ډیره تمه ونه شي.

XS
SM
MD
LG