د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

له حماس سره د اسراییلو د جګړې دوام؛ حماس دوه برمته کړي امریکایان د قطر په منځګړتوب خوشې کړل


نیرو های اسرائیلی در نزدیکی مرز غزه
نیرو های اسرائیلی در نزدیکی مرز غزه

اسراییل وایي چې د اوږدې مودې په مخه د غزې تړانګې د نیولو نیت نه لري خو غواړي چې هلته د حماس جرړې وباسي.

اسوشیتد پریس اژانس خبر ورکوي چې اسراییلي ځواکونه په ګاونډي لبنان کې هم له وسله والو سره په جګړه کې ښکېل شوې دي چې له دې امله د لبنان او اسراییل له سرحدي ښارګوټو د جګړې د پراخیدو له وېرې خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.

اسراییل وروسته تر دې خبرداری ورکړ چې په غزه کې واکمنه حماس وسله واله ډله ځپي، چې دې ډلې د اکتوبر په اوومه د اسراییل دننه حمله وکړه او څوارلس سوه کسان یې ووژل چې اکثریت یې ملکیان وو او په لسګونو کسان یې برمته کړل.

تر دې وروسته اسراییل پر غزې بمبارۍ پیل کړې، د غزې تړانګې ته یې د بېړیو د ورتګ مخه ونیوله چې هلته خواړه او د سون مواد انتقال کړي، همداراز دوا وروړي.

پر غزې د اسراییلو د بریدونو له امله یوه لویه برخه سیمې ویجاړې شوې دي
پر غزې د اسراییلو د بریدونو له امله یوه لویه برخه سیمې ویجاړې شوې دي

د دې بمباریو له امله تر اوسه نژدې څلور زره یوسل او څلوېښت فلسطنیان وژل شوي دي.

پرون اسراییلي ځواکونو د غزې په شمال کې د یوې سیمې اوسیدونکو ته نیم ساعت د وتلو لپاره وخت ورکړ چې ووځي، بیا یې هلته سیمه له خاورو سره خاورې کړه.

په دې ځای کې یې د عیسویانو یوه کلیسا هم وویشتله چې خلکو پناه پکې اخیستې وه.

بل لور ته حماس وسله والې ډلې خبر ورکړ چې د قطر په منځګړیتوب یې دوه برمته امریکایان خوشي کړې دي چې یوه یې مور او بله یې د هغې لور ده.

د حماس ویاند ابو عبیده پرون وویل چې دا کسان یې د بشري دلایلو له مخې پرې ایښې دي.

حماس وایي چې دوه سوه برمته یې نیولي دي او پنځوس تنه نور د نورو وسله والو ډلو له خوا برمته شوې دي.

اسراییلي ځواکونو له غزې د حماس وسله والو د ارادې خبر ورکړی
اسراییلي ځواکونو له غزې د حماس وسله والو د ارادې خبر ورکړی

اسراییل د دې دوو کسانو د خوشي کیدو په ځواب کې ویلي دي چې تر هغو به خپلې جګړې ته دوام ورکوي چې ټول برمته اسراییلیان یې خوشي کړې نه وي.

د غزې لپاره د اسراییل د اوږدمهاله پلان په اړه د اسراییل دفاع وزیر یواف ګالانت پرون پارلمان ته وویل چې هېواد یې د دوه زره پنځم کال په څېر د سیمې د بیرته نیولو اراده نه لري.

اسراییل د غزې تړانګه له نولس سوه اووه شپيتم کاله تر دوه زره پنځم پورې نیولې وه، دوه کاله وروسته چې اسراییلي پوځيان له دې سیمې ووتل، حماس د دې تړانګې واک ترلاسه کړ.

د اسراییل دننه یوشمېر کسانو بیا بیا دا انتقاد کاوه چې د دوی پوځیانو باید دا سیمه نه وای پرې ایښې.

XS
SM
MD
LG