د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

ګوټېرېش: په بشري مرستو بار لارۍ باید ډېر ژر د غزې تړانګې پر لور وخوځېږي


انټونیو ګوټېرېش نن د مصر په قلمرو کې له غزې سره د ګډې پولې د رفح په سرحدي دروازه کې د خبرو پرمهال وویل چې په بشري مرستو بار ټرکونه باید ډېر ژر د غزې تړانګې پر لور وخوځېږي.
انټونیو ګوټېرېش نن د مصر په قلمرو کې له غزې سره د ګډې پولې د رفح په سرحدي دروازه کې د خبرو پرمهال وویل چې په بشري مرستو بار ټرکونه باید ډېر ژر د غزې تړانګې پر لور وخوځېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، په بشري مرستو بار ټرکونه 'لارۍ' باید ډېر ژر د غزې تړانګې پر لور وخوځېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د غزې تړانګې ته د بشري مرستو د سمدستي رسولو غوښتنه کړې ده.

انټونیو ګوټېرېش نن د مصر په قلمرو کې له غزې سره د ګډې پولې د رفح په سرحدي دروازه کې د خبرو پرمهال وویل چې په بشري مرستو بار ټرکونه باید ډېر ژر د غزې تړانګې پر لور وخوځېږي.

هغه نن د مصر د سینا ټاپووزمې پر لور په دې هدف وخوځېد، چې د غزې په تړانګه کې کلابند و خلکو ته د مرستو د رسولو په چاره کې مرسته وکړي، خو معلومه نه ده چې په مصر کې د مرستو له ګدامونو څخه په بشري مرستو بار کاروان به څه وخت د غزې پر لور وخوځېږي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې باید په کافي شمېر ټرکونه هره ورځ غزې ته ولاړ شي او زیاته یې کړه چې د مرستو د ټرکونو د تالاشۍ چارې باید په داسې لارو چارو ترسره شي چې عملي او چټک وي.

ګوټېرېش وویل چې ملګري ملتونه په فعال ډول د کړکېچ له ټولو اړخونو سره په تماس کې دی څو یقین ترلاسه کړي چې د مرستو د رسولو لپاره لازم شرایط چمتو شي.

په عین حال کې په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي د حماس او اسراییلو د کړکېچ له ټولو ښکېلو خواوو سره پراخ تماسونه روان دي څو د غزې تړانګې ته د مرستو د رسولو عملیات ژرترژره پیل شي.

د اوچا ویاند یینس لایرکې نن وویل له ښکېلو خواوو سره ژورې او پراخې خبرې روانې دي څو د غزې تړانګې ته ژرترژره د بشري مرستو د رسولو عملیات په مناسبو شرایطو سره پیل شي.

لایرکي زیاته کړه چې اوچا هغو راپورونو هیله من کړی چې بېلابېلو لورو د موافقې د څرنګوالي په اړه خبرو کې پرمختګ کړی او تمه ده چې د مرستو لومړۍ جوپه سبا بل سبا د غزې خوا ته ولاړه شي.

متحدوایالتونو ویلي دي چې د رفح له سرحدي دروازې څخه غزې ته د مرستو د استولو د معاملې په اړه خبرې لا هم روانې دي.

واشنګټن له دې مخکې ویلي وو چې غزې ته د شلو ټرکونو پر استولو موافقه شوې خو د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي چې د مرستو د رسولو اړونده موافقه باید پراخه او دوامداره وي.

د غزې د تړانګې د ۲،۳ میلیون وګړو ډېره برخه په بشري مرستو متکي دي.

دا ساحلي سیمه وروسته له دې چې حماس ډلې په ۲۰۰۷ کال کې ولکه ‎پرې ټینګه کړه، د مصر او اسراییل له خوا کلابنده شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG