د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

د غزې تړانګې په یوه روغتون کې چاودنه؛ د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰۰ تنه ښودل شوی


د غزې په یوه روغتون کې له چاودنې وروسته ټپیان بل روغتون ته لېږدول کېږي.
د غزې په یوه روغتون کې له چاودنې وروسته ټپیان بل روغتون ته لېږدول کېږي.

د غزې د تړانګې په هغه روغتون کې پرون یوه درنه چاودنه وشوه چې له ټپیانو او هغو فلسطینیانو ډک وو چې د اسراییلو له بمباریو یې هلته پناه راوړې وه.

د غزې د روغتیا وزارت چې مشري یې د حماس ډله کوي وايي، په دې چاودنه کې سلګونه کسان وژل شوي دي.

دې چارواکو د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰۰ تنه ښودلی دی.

حماس د دې حملې پړه پر اسراییلو اچولې، خو د اسراییلو پوځ په دې حمله کې لاس لرل رد کړي ویلي یې دي چې دا خلک د حماس د یوه توغندي په چاودونه کې وژل شوي دي.

په یوه ویډیو کې چې د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې د روغتون په منځ کې اخیستل شوې له چاودنې سره سم د روغتون ودانۍ د اور په لمبو کې لیدل کېږي او ښکاري چې د ودانۍ پر غولي مړي او ټپیان چې ډېری ماشومان دي پراته دي او پر شاخوا چمن کې کمپلې، د ښوونځي بکسونه او نور شیان خواره واره پراته دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پام کې ده د امریکا ولسمشر جوبایډن نن اسراییل او اردن ته خپل سفر پیل کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

امریکايي چارواکي وايي چې د بایډن د سفر هدف د منځني ختیځ لویې سیمې ته د دې کړکېچ د پراخولو مخنیوی دی.

خو د اردن د بهرنیو چارو وزیر بېګا وویل چې د ده هېواد په عمان کې د بایډن په ګډون په دې سرمشریزه کې ګډون نه کوي.

ایمن سفادي د اردن دولتي تلوېزیون ته وویل چې د حماس او اسراییلو ترمنځ جګړې ټوله سیمه له خطر سره مخامخ کړې.

هغه زیاته کړه چې هېواد به یې د دې سرمشریزې مشري یوازې هغه مهال وکړي چې ټول اړخونه دا ومني چې هدف د جګړې بندول، د فلسطینیانو بشري کرامت ته درناوی او هغوی ته د مرستو رسول دي.

په پام کې وه چې د اردن په پلازمېنه عمان کې په پلان شوې سرمشریزه کې پاچا عبدالله، د امریکا ولسمشر جوبایډن، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د فلسطینیانو ولسمشر محمودعباس ګډون وکړي.

محمودعباس هم ویلي چې له بایډن سره خپله پلان شوې غونډه یې لغوه کړې ده.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ یوه ویاند ویلي چې بایډن به یوازې اسراییل ته سفر وکړي.

د غزې پر تړانګه د اسراییلو حملې د اکټوبر په ۷مه وروسته له هغه پیل شوې چې فلسطینۍ حماس ډلې د اسراییل په جنوب کې پراخه حمله وکړه.

اسراییلي چارواکي وايي، په دې حمله کې ۱۴۰۰ تنه اسراییلیان چې ډېری ملکي وګړي وو، وژل شوي او د بهرنیو وګړو په ګډون لسګونه کسان برمته شوي چې د حماس وسله والو غزې ته له ځان سره بیولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG