د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

د اسیا پاسفېک د کډوالو د حقونو شبکه: افغانستان خپله بشري ناورین سره مخ دی، کډوال په زوره مه ور استوئ


پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال
پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال

د اسیا پاسفېک د کډوالو د حقونو شبکه وايي، د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړه په اړه سخته اندېښمنه ده چې ټول بې اسناده پناه غوښتونکي له دې هېواد څخه باسي.

دې شبکې په یوه اعلامیه کې چې پر خپله وېبپاڼه یې خپره کړې ده، ویلي دي چې له دې امله اوس افغان او نور پناغوښتونکي په پاکستان کې د نیولو او زنداني کولو د ګواښ ترڅنګ له وېرې سره مخ دي.

د کډوالو د حقونو شبکې د دې پرېکړې د اخیستلو غوښتنه کړې چې په وینا یې په دې سره به د پناغوښتونکو حقونه خوندي او دوی ته په وخت سره د ثبت شرایط برابر شي.

په اعلامیه کې د اسیا پاسفېک د کډوالو شورا د سرمنشي کلاوس ډيک نېلسن له قوله ویل شوي چې افغان پناغوښتونکي په پاکستان کې د امنیت او خوندیتوب په لټه کې دي او باید هغه هېواد ته چې له بشري ناورین او سخت ژمي سره مخ دی، په ډله ایزه توګه په لېږلو سره مجازات نه شي.

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د یو شمېر افغان کډوالو کورونه هم ویجاړ کړي
د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د یو شمېر افغان کډوالو کورونه هم ویجاړ کړي

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال او پناغوښتونکي هم وايي، ورځ تر بلې دوی ته له دې هېواد څخه د وتلو ورکړل شوی مهلت را نېږدې کېږي او لا هم د پاکستان حکومت په خپلې پرېکړې ولاړ دی چې دوی دې مسلې ته ډېر اندېښمن دي.

په پاکستان کې مېشت یو افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل:

"په دې پاتې موده کې هم خلک سخت اندېښمن دي، په ځانګړې توګه هغوی چې په اسنادو کې یې ستونزه شته یا اسناد نه لري او په پېښور کې دي، په اسلام اباد کې مېشت افغانان بیا د ویزو د تاریخ تېرېدو له امله اندېښنې لري، چې بېرته هېواد ته و نه لېږل شي، زنداني نه شي او یا هم نورې ستونزې ورته جوړې نه شي."

په پاکستان کې د پېکۍ په نوم یوه بله افغان کډواله وايي، د دې په ګډون هغه کسان چې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) کارتونه نه لري، حتی له کورونو ځواب ورکړل شوی.

هغې ازادي راډیو ته وویل:

"اوس د کور څښتن راته وايي، چې یا د UNHCR کارتونه راوړئ یا هم له کوره ووځئ. زه چېرته لاړه شم او څه وکړم؟ UNHCR مې غږ نه اوري، چې زنګ ورته وکړم، راته وايي که پولیسو ونیولې، بیا زنګ وکړه، کله مو چې پولیس ونیسي او زنګ ورته وکړو، هېڅ پایله هم نه لري."

افغان کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو له اړوندو ادارو هم شکایت لري
افغان کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو له اړوندو ادارو هم شکایت لري

په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا د رسنیو برخې مسوول عبدالبصیر وايي، لا هم د پاکستاني پولیسو له لوري د افغانانو د نیولو لړۍ روانه ده او د همدې فشارونو له امله ځینې کورنۍ مجبورې شوي چې له شته امنیتي ګواښونو او نورو ستونزو سره هم بېرته افغانستان ته ستنې شي.

عبدالبصیر زیاتوي:

"په ټول پاکستان کې اوس هم د پولیسو نیونې دوام نه لري، خلک ډېر پرېشان دي، ویزه نه تمدیديږي، د UNHCR دفتر بې تفاوته دی او د هغو کډوالو او پناغوښتونکو لپاره هېڅ اقدام نه کوي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته پاکستان ته تللي دي."

له پاکستان څخه د افغان کډوالو او پناغوښتلو د نه ایستلو غوښتنه داسې مهال کېږي چې د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي و چې د غیر قانوني کډوالو لپاره د ورکړل شوي مهلت له پای وروسته به د پاکستان حکومت د هغوی د ویستو په برخه کې هیڅ ډول جوړجاړی و نه کړي.

د پاکستان سرپرست حکومت د اکټوبر په پیل کې ۱،۷ میلیونه افغانانو ته چې د دوی له قوله، هلته د اوسېدو لپاره قانوني سند نه‌لري خبرداری ورکړی چې د دې مېاشتې تر پایه له پاکستان ووځي، ګنې دوی به یې په جبري ډول وباسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG