د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

په هرات کې زلزله ځپلي تر هر څه مخکې د سرپناه غوښتنه کوي


په هرات کې د وروستیو مرګونو زلزلو له کبله ګڼ خلک بې ځایه شوي او په خیمو کې شپې او ورځې تېروي.
په هرات کې د وروستیو مرګونو زلزلو له کبله ګڼ خلک بې ځایه شوي او په خیمو کې شپې او ورځې تېروي.

په هرات کې زلزله ځپلي وايي، تر هر څه مخکې باید دوی ته سرپناوې جوړې شي.

د هرات بې کوره زلزله ځپلي له شاوخوا لسو ورځو راهیسې بهر شپې سبا کوي.

دوی وايي چې مرستندویان باید تر هر څه مخکې د دوی د سرپناه غمه وخوري.

سدګله، چې په زنده جان ولسوالۍ کې د خپل وران شوي کور په خاورو او ډبرو کې ناسته ده رویټرز اژانس ته وايي، باید ورسره مرسته وشي چې خپل کور جوړ کړي.

هغه زیاتوي: "له دې چې ژمی راروان دی موږ سره باید مرسته وشي چې خپل کورونه جوړ کړو. موږ او ماشومان مو بې کوره او اواره شوي یو. دومره هم وسایل نه لرو چې یوه پیاله چای ځان ته کېږدو."

که څه هم هرات کې ګڼ شتمن اوسېږي، خو د زنده جان په څېر لرې پرتې ولسوالۍ او سیمې یې اکثر غریب ميشتې دي او د ملګرو ملتونو د ارقامو په اساس خلک یې له زلزلو مخکې هم بېړنیو مرستو ته سخته اړتیا درلوده.

د هرات په چهاک کې د زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور. October 11, 2023
د هرات په چهاک کې د زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور. October 11, 2023

سپين ږیری جلیل احمد وايي، ټول عمر یې په دې ولګېد چې ځان ته یو کور جوړ کړای شي، خو اوس زلزلو په کنډوالو ور بدل کړ.

هغه وویل: "موږ هېڅ د دې وس نه لرو چې خپل کورونه جوړ کړو. دېرش کاله وخت یې ونیوه چې ایله همدومره ځای مو جوړ کړی وو. ژمي ته څه کم دوه میاشتې پاتې دي. موږ ایا په دومره لنډ وخت کې خپل کورونه جوړولی شو؟"

زنده جان ولسوالي او شاوخوا سیمو کې که څه هم د ورځې له خوا هوا ښه وي، خو څومره چې ژمی په رانږدې کېدو شي د شپې هوا سړېږي. هلته اوس د شپې له‌خوا هوا تر نهو او لسو درجو ټيټېږي. له کمپلو او تودو جامو پرته دا هوا په تېره بیا ماشومان او ناروغان له ستونزو سره مخ کوي.

د هرات سیمه‌ییزو چارواکو او د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې د هرات د لومړۍ زورورې او ورپسې ټکانونو له امله چې وروستی یو یې د یکشنبې په ورځ و لږ تر لږه څلور نیم زره کورونه ویجاړ شوي دي.

ګڼو افغان سوداګرو د دې ژمنې کړي چې د هرات زلزله ځپلو ته به کورونه جوړوي.

عزیزي ګروپ وايي چې تر اوه سوه کورونه زلزله ځپلو خلکو ته جوړوي.

د دغه ګروپ استازي همایون عزیزي پرون رویټرز ته ویلي: "ولایتي چارواکي به موږ ته یوه منطقه روښانوي او بیا به موږ هغوی ته سرپناوې جوړې کړو. موږ د کورونو لپاره دوه نیم میلیون ډالره جلا کړي چې شپږ تر اوه سوه کورونه به پرې جوړ شي او په دېرش-څلوېښتو ورځو کې یې جوړوو."

په هرات کې وروستیو مرګونو زلزلو سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دلته په زنده جان ولسوالۍ کې خلک د زلزلې له کبله د مړیو شویو کسانو د تدفین مراسم ترسره کوي.
په هرات کې وروستیو مرګونو زلزلو سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دلته په زنده جان ولسوالۍ کې خلک د زلزلې له کبله د مړیو شویو کسانو د تدفین مراسم ترسره کوي.

په هرات کې د اکټوبر په اوومه یوه زوروره زلزله وشوه او تر هغه وروسته هم څو ټکانونو لا پسې خلکو ته زیانونه واړول.

تر ټولو وروستی او زورور ټکان د یکشنبې په ورځ وو چې بیا یې لسګونه کسانو ته مرګژوبله ورسوله.

ملګرو ملتونو ویلي چې د وروستیو زلزلو له امله زیانمنو ته د مرستو په خاطر نولسو میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG