د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

په افغانستان کې له نن سهار راهیسې ۴ زلزلې شوي، چې مرګ ژوبله هم لري


د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت
د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت

د امریکا متحده‌ایالاتو جیولوجیکي سروې ادارې په خپله ویب‌پاڼه لیکلي، لومړۍ زلزله د سهار په ۹ بجو او ۳۶ دقیقو د هرات په ۳۰ کیلومټرۍ کې وشوه او د شدت کچه یې د ریښتر په اندازه ۶،۳ درې درجې وه.

دې ادارې ویلي، دا زلزله د ځمکې لاندې ۶،۳ کیلومټره ژوره وه.

د امریکا متحده‌ایالاتو جیولوجیکي سروې ادارې همدا ډول د سهار په ۹ بجو او ۵۶ دقیقو په هرات کې د یوې بلې زلزلې خبر ورکړی چې د شدت کچه یې د ریښتر په کچه ۵،۴ درجې وه. دا زلزله د ځمکې لاندې ۱۰ کیلومټره ژوره وه.

د هرات د والي ویاند نثاراحمد الیاس بیا ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي، د دې زلزلې له امله یو تن مړ شوی او ۳۵ تنه نور ټپیان دي.

سیمه ییزو سرچینو بیا د ټپیانو شمېر زیات ښودلی.

امکان شته، چې په دغو ارقامو کې بدلون راشي.

په سیمه کې خلکو کې بیا ازادي راډیو ته ویلي، په هرات کې خلک پرله‌پسې زلزلو ډېر وېرولي او هڅه کوي له دې ولایت ووځي.

د امریکا متحده‌ایالاتو جیولوجیکي سروې ادارې د درېیمې زلزلې مرکز چې نن په ۱۱ بجو او ۱۰ دقیقو شوې، په افغانستان کې د هندوکش د غرونو لمن ښودلې او وايي، د شدت کچه یې د ریښتر په اندازه ۴،۱ درجې وه.

د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، دا زلزله د ځمکې لاندې ۱۱۵،۱ کیلومټره ژوره وه.

د امریکا متحده‌ایالاتو جیولوجیکي سروې اداره وايي، څلورمه زلزله د سهار په ۱۱ بجو او ۴۱ دقیقو د افغانستان په شمال کې شوې، د شدت کچه یې د ریښتر په اندازه ۴،۲ درجې وه او د ځمکې لاندې ۸،۲ کیلومټره ژوره وه.

د طالبانو حکومت د افغانستان په شمال کې د دوو وروستیو زلزلو په اړه لا څه نه‌دي ویلي.

تر اوسه د وروستیو زلزلو له امله افغانانو ته د اوښتو زیانونو په اړه کره ارقام او معلومات هم رسنیو سره نه‌دي شریک شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG