د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

ډبلیو ایف پي: د هرات زیانمنو سره د بېړنۍ مرستې لپاره ۱۹ میلیون ډالرو ته اړتیا لرو


د هرات په چهاک کلي کې د زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور. October 11, 2023
د هرات په چهاک کلي کې د زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور. October 11, 2023

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وايي چې د هرات وروستیو زلزلو دوی نور هم نړیوالو مالي مرستو ته اړ کړي دي.

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، د افغانستان په لوېدیځ کې وروستیو زلزلو هغه کلي زيانمن کړي چې خلک يې له پخوا بېړنیو مرستو ته اړتیا درلوده.

د دغه پروګرام د چارواکو په خبره په افغانستان کې د اقتصادي بحران او راتلونکي ژمي سره د مقابلې لپاره پیسو ته اړتیا وه او دې زلزلې د دوی ننګونې لا پسې زیاتې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د دې مرستندویه موسسې د عامه اړیکو مسوول فلیپي کروپف پرون ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان په دغو سیمو کې د زلزلو وروستیو لویو ټکانونو او په پایله کې یې رامنځته شوې ورانۍ او مرګژوبلې دوی له خپلو نړیوالو مرستندویانو د لا زیاتو مرستو غوښتو ته اړ کړي.

هغه زیاته کړه، د هغو خلکو په اړه چې د زلزلې له امله مرستو ته اړتیا لري د دوی ارزونې لا نه دي بشپړې شوې.

نوموړي زیاته کړه: "تېره اوونۍ سیمې ته زموږ د سفر په ترڅ کې، روښانه شول چې په زلزله ځپلو سیمو کې خلک بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري، دوی په سختۍ سره حتی یو وخت ډوډۍ هم نه شي پیدا کولای. دوی لږې ځمکې او څاروي لري. له همدې امله، دوی بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري."

د هرات زلزله ځپلې کورنۍ چې اوس په خمیو کې ژوند کوي. October 10, 2023
د هرات زلزله ځپلې کورنۍ چې اوس په خمیو کې ژوند کوي. October 10, 2023

د ملګرو ملتونو سازمان د اوږدمهاله پروګرام له لارې د اغېزمنو خلکو د ژوند د سمولو په لټه کې دی. خو پیسو ته اړتیا ده.

په ټوله کې د افغانستان څه باندې ۲۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، خو له ډلې یې میلیونونه خلک بیا داسې هم دي چې د لوږې سره یو ګام واټن لري او د یو څاښت ډوډۍ په سختۍ پیدا کوي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د جمعې تر ورځې پورې ۳۴ زره کسانو ته د خوراکي توکو مرستې رسولې دي.

ډبلیو ایف پي وايي: "موږ له زلزله ځپلو سره مرسته وکړه، خو دغو خلکو ته د خوراکي توکو په ویشلو کې مو له هغه پروګرام څخه کار واخیست چې ما مخکې پلان کې درلود. موږ په بېړنۍ توګه ۱۹ میلیونو ډالرو ته اړتیا لرو چې د دې ویجاړوونکې زلزلې او وروستنیو ټکانونو له امله ۱۰۶ زره زیانمنو ته مرستې ورسوو."

طالب چارواکي وايي، د تېرې ورځې زلزلې په پایله کې دوه تنه وژل شوي او ۱۶۰ نور ټپیان شوي دي.

د 'ډبلیو ایف پي' د عامه اړيکو مسوول وايي چې دغه پروګرام د بوديجې د کمښت له امله له هرو پنځو کسانو څخه يوازې له يوه سره مرسته کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام په خبره، دوی د ژمي لپاره د خوراکي توکو د چمتو کولو په خاطر ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري او لږ تر لږه اوه میلیونه اړمنو ته مرستې رسولی شي چې له ژمي ووځي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG