د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

د هرات پرونۍ زلزلې ته نړیوال غبرګونونه؛ مرستې به واستوي؟


د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه
د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه

د ملګرو ملتونو سرمنشي، یو شمېر هېوادونو او سازمانونو د افغانستان په لوېدیځ کې د زلزلې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او له زیانمنو شویو سره یې د عاجلو مرستو غو کړی.

د ملګرو ملتونو سازمان د شنبې په ورځ ناوخته په یوې اعلامیې کې وویل، چې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش هرات ښار ته څېرمه د زلزلې له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې له امله خواشیني څرګنده کړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له زیانمنو شویو خلکو سره، چې ډیری یې د دې کړکیچ مخکې هم مرستې ته اړتیا درلوده، د ملاتړ لپاره سره راټول شي.

په دې اعلامیه کې زیاته شوې چې ښاغلي ګوتریش وویل چې په افغانستان کې د دوی شریکان د اړتیاوو د ژر تر ژره ارزونې او د بیړنۍ مرستو د برابرولو لپاره، د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د همغږۍ په حال کې دي.

که څه هم پېښو ته د رسېدلو په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت د نن ورځې په جریان په هرات کې د شویو زلزلو په اړه بیلابیلې شمېرې خپرې کړې، خو په ورستي ځل یې په دغه پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۴۰۰ زیات اعلان کړ.

د دغه وزارت ویاند ملاجان سایق دغه شان ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې د ټپیانو شمېر ۲۴۴۰ تنو ته رسېدلی دی.

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینیټ په خپلې ایکس پاڼه کې، د دغې زلزلې له امله رامنځته شوی ناورین، ځورونکی بللی دی.

همدا شان، د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) مشرې، سامنتا پاور، په خپلې ایکس پاڼه لیکلي، چې د دوی شریکان په اغیزمنو سیمو کې ځای پرځای شوي ترڅو د روغتیایی خدمتونو او د بیړنیو تجهیزاتو د چمتو کولو په ګډون، د دې پیښې د ځواب ورکونې له هڅو ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق (UNFPA) ویلي، چې دوی دا مهال په سیمه کې دي څو، د امیندوارو میندو، میندو او نویو زیږیدلو ماشومانو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او د ښځو او نجونو د روغتیا د خوندیتوب لپاره د لازمو نیول شویو تدابیرو څخه ډاډ ترلاسه کړي.

د خوړو نړیوال سازمان (WFP) هم د افغانستان په لویدیځ کې د تیرې ورځې زلزلې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه
د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په افغانستان کې د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره، له خپلو نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ کې دي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې، ملاني جولي اعلان کړی، چې هیواد یې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره چمتو دی.

په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا، په یوه پیغام کې ویلي، چې جاپان وضعیت څاري او تل له افغانانو سره دی.

همدغه شان ترکیې د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د افغانستان له زلزله ځپلو سره هر ډول مرستې ته چمتووالی ښودلی دی.

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني،د افغانستان پخواني جمهور رئيس حامد کرزي او د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام، د ملي مصالحې د عالي شورا رئيس، عبدالله عبدالله هم د افغانستان په لويديځ کې، د زلزلې له قربانيانو سره د خواخوږۍ پيغامونه خپاره کړي او له مرستندویه بنسټونو او سوداګرو یې غوښتي، چې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.

د امریکا د ځمکې پیژندنې ادارې د سروې له مخې، د شنبې په ورځ له غرمې مخکې د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې لومړۍ زلزلې د افغانستان لوېدیځ ولړزاوه چې ورپسې یې څو نور ټکانونه هم درلودل.

د راپورونو له مخې، د زلزلې مرکز، د هرات ولایت په شمال لویدیځ کې د زنده جان ولسوالي وه.

XS
SM
MD
LG