د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

په هرات کې د زلزلې له کبله د مړو شویو شمېر تر ۲۴۰۰ کسانو واوښت


یوه زلزله ځپلې سیمه
یوه زلزله ځپلې سیمه

که څه هم پېښو ته د رسېدلو په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت د نن ورځې په جریان په هرات کې د شویو زلزلو په اړه بیلابیلې شمېرې خپرې کړې، خو په ورستي ځل یې په دغه پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۴۰۰ زیات اعلان کړ.

د دغه وزارت ویاند ملاجان سایق دغه شان ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې د ټپیانو شمېر ۲۴۴۰ تنو ته رسېدلی دی.

هغه مخکې تر دې یوې خبري غونډې ته ویلي وو، چې د ټپیانو شمېر له نهو زرو زیات دی.

نوموړي وویل چې زلزلو له دوه زرو زیات کورنه هم وران کړي دي.

پېښو ته د رسېدلو په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت وايي، د زلزلې قوت د ریښتر په کچه ۶.۲ و او لس کیلو متر د ځمکې لاندې وه خو د امریکا د ځمکې پېژندنې ادارې د زلزلې قوت د ریښتر په درجه ۶.۳ اعلان کړی و.

هاخوا د سیمې اوسېدونکي هم وايي، له زلزلې وروسته تېره شپه او نن ځمکې ټکانونه خوړل او اوس له وېرې خلک خپلو کورونو ته نه‌شي ستنېدای.

یوه زلزله ځپلې کورنۍ له بې کوره کیدو وروسته
یوه زلزله ځپلې کورنۍ له بې کوره کیدو وروسته

د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ اوسېدونکي نصیراحمد ازادي راډیو ته وویل: "دا اوس چې د زلزلې په سبا زه تاسې سره خبرې کوم. همدا اوس په دې ولسوالۍ کې خلک کورونو ته نه‌دي ستانه شوي او له خپلو کورونو لېرې تر شنه اسمان لاندې پراته دي."

په هرات کې د پرونۍ زلزلې له امله تر خاورو لاندې د پاتې خلکو د را ویستو عمليات لا هم روان دي او احتمال شته چې د مرګ‌ژوبلې په شمېر کې ډېر‌والی راشي.

په هرات کې ولایت پرونۍ زلزله د تېر ۲۰۲۲ کال په جون کې د افغانستان د سویل ختیځ په پکتیکا او خوست کې له شوې زلزلې وروسته بله لویه طبیعي پېښه ده.

په هغه پېښه کې نږدې زر تنه مړه شوي وو او له ۳ زرو ډېر ټپیان و.

دقیقه معلومه نه‌ده چې په وروستیو کې د زلزلو زیاتوالی او تر خوا یې شدت د کومو لاملونو پر بنسټ دی، خو جیولوجیسټان یې تر ډېره د اقلیمي بدلون مسله یادوي.

XS
SM
MD
LG