د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

د حماس او اسراییلو تازه وسله والې ناندرۍ؛ پایلې او نړیوال غبرګونونه څه دي؟


د وروستیو جګړو یو اړوند تصویر
د وروستیو جګړو یو اړوند تصویر

د اسراییل صدراعظم نن په یوه تلویزیوني وینا کې وویل چې هېواد یې په جګړه کې دی.

بنیامین نتنیاهو وروسته تر دې دا خبره وکړه، چې حماس وسله والو پر اسراییل د توغندیو پراخ بریدونه وکړل.

نتنیاهو وویل چې موږ په جګړه کې یوو، دا عملیات نه دي، د جګړې یو پړاو هم نه دی.

حماس نن سهار وختي په لسګونو توغندي د اسراییل په لور وویشتل چې د بیت المقدس او تل ابیب په ګډون په اسراییل کې د خطر زنګونه ووهل شول.

د دې په ځواب کې اسراییل په غزه کې پر هغو سیمو چې توغندي ترې ویشتل شوې دي، بمباري شروع کړه.

دا هم له سیمې یو بل تازه تصویر
دا هم له سیمې یو بل تازه تصویر

د حماس وسله والو له اسراییل سره پر جنوبي پوله اووه ځایه پر اسراییلي پوځیان ډزې هم کړې دي.

حماس په یوه بیان کې ویلي دي چې تر پنځه زره ډير توغندي یې د اسراییل لورته ویشتلي دي.

اسراییلي سرچنې خبر ورکوي، چې د اسراییل په جنوب کې شپاړس تنه وژل شوي یا ټپيان شوې دي.

په دوی کې هغه بوډۍ هم شامله ده، چې توغندی یې مخامخ پر کور لګیدلی دی.

اسوشیتد پریس اژانس د حماس د توغندیو د برید له امله په اسراییل کې د دوه ویشت کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د اسراییل دفاع وزیر یوآف ګالانت په خپله تلویزیوني وینا کې وویل، چې حماس بده تیروتنه کړې ده او اسراییلي دولت به په دې جګړه کې بریالی کیږي.

په میلیونونو اسراییلیانو د خطر د زنګونو له شرنګیدو وروسته د بیت المقدس او تل ابیب په ګډون په لویو ښارونو کې خوندي ځایونو ته پناه وړې ده.

د اسراییل او فلسطین ترمنځ یوه ناندریزه سیمه
د اسراییل او فلسطین ترمنځ یوه ناندریزه سیمه

برېتانیا، فرانسې، اسپانیا، جرمني او یوشمیر نورو هیوادو په خپرو کړیو بیانونو کې ویلي، اسراییل حق لري چې د ځان دفاع وکړي او په ورته وخت کې یې د دواړو لوریو تر منځ پر اوربند ټینګار کړی دی.

د ترکیې ولسشمر رجب طیب اردغان له اسراییلو او فلسطنیانو وغوښتل، چې له زغمه کار واخلي څو حالات پسې خراب نه شي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې د زغم غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي که حوصله نه وي دا کړکیچ به بدې پایلي ولري.

په لبنان کې بیا حزب اله وسله والې ډلې د حماس ننګه کړې ده او ویلي یې دي، چې په اسراییل باندې له برید کوونکو سره الهي نصرت شته.

اسراییل له دوه زره اووم کال راهیسې چې حماس ډلې غزه نیولې ده، دا سیمه سخته څاري.

دغې کلابندۍ د غزې پر اقتصاد بد اغیز کړی دی، خو اسراییل وایي چې دا ضروري ده چې پرې نه ږدي چې وسله والې ډلې له بهره وسلې ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG