د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

افغان کرکټ ته مهمه ورځ؛ نن په چین او هند کې مهمې لوبې لري


 د افغانستان د ابدالیانو کرکټ لوبډلې یو شمېر لوبغاړي په چین کې د وروستیو سیالیو پر مهال
د افغانستان د ابدالیانو کرکټ لوبډلې یو شمېر لوبغاړي په چین کې د وروستیو سیالیو پر مهال

نن د افغانستان د ابدالیانو کرکټ لوبډله په چین کې د سرو زرو د میډال د ترلاسه کولو لپاره میدان ته کوزیږي او په هند کې د افغانستان ملي لوبډله د کرکټ په نړیوال جام کې له بنګله دیش سره مسابقه کوي.

دا لوبه د چین په هانګژو کې د اسیایي لوبو په ترڅ کې د شل اورونو ده.

افغان لوبغاړو د دې سیالیو په ترڅ کې پرون د پاکستان الف لوبډلې ته په نیمه پایلوبه کې ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووته.

تر دې مخکې یې په کوارټرز فاینل کې د سریلانکا لوبډله ماته کړې وه، په هغه لوبه کې افغان باولر قیس احمد درې ویکټې اخیستې وې، ده ازادي راډیو ته وویل چې هیله یې دا ده چې د سروزو لومړی میډال افغانان ترلاسه کړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

نوموړی وایي:

" زما هیله ده چې فاینل وګټو، د سرو زرو میډال افغانستان ته راوړو او دا ویاړ د افغانستان په برخه کړو. موږ به خپله خواري او زحمت باسو نور نو څه چې د خدای پاک خوښه وي هغه به کیږي"

د هند د الف ټیم ګڼ لوبغاړي د هند په ملي ټیم کې لوبیدلي دي او د هند په غوره لیګ کې یې ډیرې تجربې ترلاسه کړې دي، دوی په نیمه پایلوبه کې پرون بنګله دیش ته په نهو ویکټو ماتې ورکړه.

پاکستان به اوس د ژیړو میډال د ترلاسه کولو لپاره له بنګله دیش سره مسابقه کوي.

بل لور ته د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن د هند په درمشاله ښار کې له بنګله دیش سره په نړیوال جام کې مخامخیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ازادي راډیو ته تېره شپه ناوخته وویل، چې د دې مسابقې لپاره لوبډله ښه چمتو شوې ده.

سادات وویل:

" موږ دوه تمریناتي لوبې لرلې چې لومړۍ له جنوبي افریقا سره د باران له امله لغوه شوه، دوهمه مو له سریلانکا سره وه چې له نیمکرغه هغه مو وګټله، نو د لوبغاړو مورال ډیر لوړ دی. له تیرو څو میاشتو راهیسې موږ مسلسل یوې ورځنۍ لوبې له همدغو لوبډلو سره چې په نړیوال جام کې شته لوبې وکړې، لکه سریلانکا، بنګله دیش او پاکستان، نو لوبډله مو بشپړچمتوالی لري"

د یو ورځینو لوبو نړیوال جام د پنجشنبې په ورځ په هند کې پیل شو، چې په لومړۍ ورځ پخواني اتل انګلستان له نیوزیلنډ څخه ماتې وخوړه، په دوهمه ورځ پاکستان هالنډ ته ماتې ورکړه او نن دوې لوبې دي.

لومړۍ یوه د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ د کابل په وخت د سهار نهه نیمې بجې شروع کیږي، دوهمه یوه دوه ساعته وروسته د جنوبي افریقا او سریلانکا ترمنځ پیلیږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG