د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۰

افغانستان

کرکټ؛ د عمان پر وړاندې د افغانستان الف لوبډلې اعلان شوې

د عمان پر وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې نوملړ
د عمان پر وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې نوملړ

د افغانستان کرکټ بورډ د عمان ملي لوبډلې پر وړاندې د افغانستان الف لوبډلې اعلان کړې.

ټاکل شوې چې د افغانستان الف لوبډله د عمان پر وړاندې د روانې اکټوبر میاشتې په ۹مه لومړی د دوه یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پيل کړي او بیا ۵ شل اوریزې سیالۍ ولوبوي.

په دې لوبلړیو کې به شاهدالله کمال د افغانستان الف لوبډلې لوبډلمشري کوي.

د یو ورځنیو سیالیو په نوملړ کې شاهدالله کمال، نورعلي ځدراڼ، عبدالمالک، ذبید اکبري، رحمن الله ځدراڼ، اصف موسی زی، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، اسحاق رحیمي، نعمان شاه، ضیاالرحمن اکبر، اظهارالحق نوید، ابراهیم عبدالرحیمزی، وفادار مومند او نوید ځدراڼ شامل دي.

په شل اوریزو سیالیو کې بیا شاهدالله کمال، حضرت الله ځاځي، محمد شهزاد محمدي، صدیق اتل، وفي‌الله تره‌خېل، سمیع‌الله شینواري، افسرځاځي، کریم جنت، ننګیالي خروټي، اعجاز احمدزي، قیس احمد، ظاهر پکتین، سلیم ساپي، وفادار مومند، ابراهیم عبدالرحیمزي او نجات مسعود ته چانس ورکړل شوی دی.

د مهالوېش له مخې به لومړی دوه یو ورځنۍ سیالۍ د اکټوبر په ۱۲مه او ۱۵مه ترسره شي او بیا به د اکټوبر میاشتې په ۱۷مه، ۱۸مه، ۲۰مه، ۲۱مه او ۲۳مه نېټه دواړه لوبډلې پينځه شل اوریزې سیالۍ ولوبوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په لسګونو افغانان له پاکستانه جرمني ته روان شول

د افغانانو یوه ډله له پاکستان څخه جرمني ته په الوتکه کې روانه شوه. دا خبر د اسلام اباد په هوایي ډګر کې د جرمني اژانس( ډي پي اې) یو خبریال ورکړی دی.

په راپور کې د دې الوتنې دقیق وخت نه دی یاد شوی، خو دا یادونه شوې ده چې دوه پنځوس افغانان هانوور او برلین ته لیږدي.

په پاکستان کې افغان کډوالو ازادي راډيو ته ویلي دي چې دوی په سخت وضعیت کې ژوند کوي او تمه لري چې جرمني او نور هغه هیوادونه چې د دوی د بیا میشتیدنې ژمنه یې کړې ده، دا بهیر ګړندی کړي.

د پاکستان پوځ: د ټي ټي پي تر شلو ډیر غړي مو وژلي

په پښتونخوا کې د پاکستان د پوځ عملیات-ارشیف
په پښتونخوا کې د پاکستان د پوځ عملیات-ارشیف

د پاکستان امنیتي ځواکونه د درویشت مخالفو وسله والو د وژلو خبر ورکوي.

پوځ وایي چې دا کسان یې د افغانستان پولي ته څیرمه په کرم ولسوالي کې د دوو هدفي عملیاتو په ترڅ کې وژلي دي.

د پاکستان پوځ نن په یوه بیان کې وویل چې دا کسان د تحریک طالبان پاکستان او د هغوی د مربوطو ډلو دي چې هند یې ملاتړ کوي، خو په دې اړه یې اسناد او شواهد نه دې وړاندې کړي او هند هم د اسلام اباد د دې تازه ادعا په اړه څه نه دې ویلي.

حامد کرزی: نور دې د نجونو د زده کړو مخه نه نیول کیږي

حامد کرزی
حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د ماشومانو په نړیواله ورځ د ماشومانو د زده کړې پر حق ټینګار وکړ.

ښاغلي کرزي په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې هرڅومره ژر چې کیږي د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

له څه باندې څلورو کلونو راهیسې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو مکتبونه په افغانستان کې بند دي او نژدې څلور کاله کیږي چې طالبانو د پوهنتونونو دروازې هم د دوی پرمخ تړلي دي.

د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتو په ویبپاڼه کې د سرمنشي انتونیو ګوتیرش په وینا راغلې دي چې:« ماشومانو ته غوږ شئ او چې کله دوی خپل حقونه غواړي، غږ یې راغبرګ کړئ».

امریکا کې هغه افغان په ۱۵ کاله زندان محکوم شو چې د ټاکنو په ورځ یې د برید پلان درلود

ارشیف
ارشیف

یو افغان وګړی د امریکا د تېر کال د ټاکنو په ورځ د اسلامي دولت ډلې یا داعش په استازیتوب د برید د طرحې په جرم په ۱۵ کاله حبس محکوم شو.

۱۹ کلن عبدالله حاجي زاده په اپریل میاشته کې اعتراف وکړ چې د برید په هدف یې د وسلې او ځینېو مهماتو د اخیستو هڅه کړې وه.

حاجي زاده او یو ملګری یې ۲۸ کلن نصیر احمد توحیدي د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر میاشته کې په اوکلاهما ایالت کې د نومبر د پنځمې له ټاکنو څو اونۍ مخکې ونیول شول.

توحیدي هم خپل جرم باندې اعتراف کړی، خو تراوسه محکمې د هغه سزا نه ده اورولې.

د محکمې د اسنادو له مخې دغو کسانو هڅه کوله چې دوه میله ( AK-47) یا کلاشینکوفونه او پنځه سوه مرمۍ واخلي او د ټاکنو په ورځ برید په وکړي.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، نیول شویو کسانو هوکړه کړې چې تر حبس وروسته به افغانستان ته لېږدول کیږي.

د افغانستان د کریکټ الف لوبډلې د اسیا په ځوانانو جام کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کریکټ الف لوبډلې د اسیا د ۲۰۲۵ کال د ځوانانو اسیایي جام په دریمه لوبه کې هانګ کانګ ته په ۲۴ منډو ماتې ورکړه.

دغه لوبه پرون چهارشنبه ( د لړم ۲۸مه) د قطر د پلازمېنې دوحې په ورزشي ستډیوم کې ترسره شوه.

افغان لوبډلې په ټولو شلو اورونو کې سیالې لوبډلې ته ۱۴۱ منډې هدف ورکړ، خو د هانګ کانګ لوبډلې په شلو اورونو کې یوازې ۱۱۶ منډې وکړې.

افغان لوبډلې د دې جام په دویمه لوبه کې بنګله دیش ته لوبه بایللې ده، خو لومړۍ هغه یې بیا له سریلانکا ګټلې وه.

ایران کې د سږکال له پېله ۷۲ افغانان اعدام شوي

د زندۍ پړی، ارشیف
د زندۍ پړی، ارشیف

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، د روان میلادي کال له پېله په ایران کې له ۷۰ زیات افغانان اعدام شوي دي.

په ناروې کې د مېشت دغه سازمان مشر محمود امیري مقدم ازادي راډیو ته وویل چې دغه اعدامونه د کال له پيله د اکتوبر تر نیمایي پورې موده کې اجرا شوي." سږ کال په لس نیمو میاشتو کې ۷۲ افغانان اعدام شوي، داسې ښکاري چې سږکال د اعدام شویو افغانانو شمېر به د تېر کال پرتله ډېر وي."

د هغه په خبره، تېر کال په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۸۰ تنه وو.

مقدم وایي، افغانان تر ډېره د نشه یي توکو د قاچاق اړوند جرمونو او قتل په خاطر اعدام شوي، خو ټینګار کوي چې د محکمو جریان عادلانه نه و.

د هغه په خبره، تورن کسان په لومړیو پړاونو کې مدافع وکیل ته لاسرسی نه لري او تر ډیره د هغو اعترافاتو له کبله اعدام شوي چې په زور او ربړونه ترې اخیستل شوي دي.

که څه هم په ایران کې د زنداني افغانانو شمېر معلوم نه دی، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت تېر کال ویلي و چې د پام وړ شمېر افغانان هلته بندیان دي.

د افغانستان ختیځ کې د زلزلې د ویجاړیو یوه نوې ارزونه، بیارغونې ته ۱۲۸ میلیونه ډالر په کار دي

د افغانستان په ختیځ کې د سنبلې میاشتې زلزله
د افغانستان په ختیځ کې د سنبلې میاشتې زلزله

د ملګرو ملتونو په مشرۍ یوه ارزونه ښيي چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو سیمو د کورونو، ښونځیو او کلیدي خدمتونو بیا رغونه څه باندې ۱۲۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

رویټرز پرون چهارشنبه ( د لړم ۲۸مه) راپور ورکړ چې ( د بیړنیو اړتیاوو بیرته په پښو درولو) په نوم دغه ارزونه د نړیوال بانک، اروپایي ټولنې، او اسیایي پراختیا بانک له خوا شوې ده.

دوی په کونړ، ننګرهار او لغمان کې د کورونو، روغتیایي مرکزونو، اوبو رسولو سیستمونو او کرنیزو ځمکو د بیا رغونې لپاره درې کلن پلان تشریح کړی.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستې کمې شوې دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې سږ کال افغانستان کې درې اعشاریه دوه میلیارده ډالرو ته اړتیا لري او ۲۰۲۶ کال کې به اړتیا په همدې کچه وي، خو په وینا یې تراوسه د اړتیا وړ پیسو نژدې نیمایي برخه ور رسیدلې ده.

د افغانستان په ختیځ کې د وږي میاشتې زورورې زلزلې له کبله له دوو زرو ډېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او شاوخوا ۳۶۰۰ نور ټپیان شول.

تر نولس کلونو کم عمره افغان لوبډلې خپله سیاله هندۍ ډله ماته کړه

د افغانستان د نولس کلونو پخوانۍ لوبډله-ارشیف
د افغانستان د نولس کلونو پخوانۍ لوبډله-ارشیف

د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره کرکټ لوبغاړو نن د هند تر نولس کلنو کم عمره لوبغاړو ته د یو اویا منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د پنځوسو اورونو دا لوبه د هند په بنګلور کې وشوه او لومړی بټنګ افغان لوبډلې وکړ، چې د یو سل او اته شپیتو منډو په جوړیدو یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د دې په ځواب کې د هند ټول لوبغاړي د اووه نوي منډو له جوړیدو سره وسوځیدل.

د افغانستان تیز توپ اچوونکي عبدالعزیز د هند شپږ لوبغاړي اوټ کړل، سلمان خان او وحیدالله ځدراڼ هر یوه دوې دوې ویکټې واخیستې.

طالبانو ته د مسکو په غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې

د شانګهای د غړیو هیوادو غونډه په چین کې-۲۰۲۵-ارشیف
د شانګهای د غړیو هیوادو غونډه په چین کې-۲۰۲۵-ارشیف

د شانګهای د غړیو هیوادو د چارواکو په غونډه کې د طالبانو استازیو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

د راپورونو له مخې په دې غونډه کې پر اقتصادي، سیاسي او امنیتي مسایلو بحث کیږي.

دا دوه ورځنۍ غونډه پرون د روسیې په پلازمینه مسکو کې د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین پرانیسته. په دې غونډه کې د روسیې، چین، هند، پاکستان، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان، ازبکستان او بلاروس یوشمیر جګپوړیو چارواکو برخه اخیستې ده.

افغانستان له دوه زره دولسم کال راپه دې خوا د شانګهای د همکاریو د سازمان څارونکی غړی دی، خو د ماسکو په غونډه کې د طالبانو استازیو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

روسیه یوازینی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی دی، خو د شانګهای د همکاریو د سازمان په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د طالبانو د استازیو د نه بللو په اړه تر اوسه مسکو څه نه دې ویلي.

د افغانستان د فوټبال د تر ۱۷ کلونو کشره لوبډله میانمارته لاړه

د افغانستان د فوټبال د تر ۱۷ کلونو کشره لوبډله د اسیا د ۱۷ کلنو اتلولۍ په غوراوي سیالیو کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په فیسبوک پاڼه کې کې لیکلي چې لوبډله یې د سې شنبې په ورځ میانمار ته د سیالۍ لپاره لاړه.

افغانستان د اسیا د ۱۷ کلنو اتلولۍ د غوراوي سیالیو په جې ګروپ کې له میانمار، عمان، نیپال او سوریې سره دی.

ټاکل شوې ده چې دا سیالۍ د نومبر په ۲۲مه په میانمار کې پیل شي او د نومبر تر ۳۰مې پورې دوام وکړي.

د افغانستان د اولس کلونو د فوټبال ملي لوبډله داسې مهال د دې سیالیو لپاره چمتوالی نیسي چې د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د اسیا د ځوانانو د لوبو په وروستي پړاو کې ایران ته ماتې ورکړه او د دې سیالۍ اتله شوه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG