د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

په هالنډ کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت سره د تعامل خبر ورکړی


په هالنډ کې د افغانستان سفارت
په هالنډ کې د افغانستان سفارت

په هالنډ کې د افغانستان سفارت چې د تېر جمهوري نظام د ډیپلوماتانو له‌خوا اداره کېږي، د طالبانو له حکومت سره يې د تعامل خبر ورکړی دی.

دغه سفارت د سه‌شنبې په ورځ په خپله رسمي ویبپاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دوی د افغانستان استازیتوب کوي او د ستونزو د هواري او افغانانو ته د کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو له امله د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزارت سره تعامل کوي.

اعلامیه زیاتوي چې، د قونسلګرۍ د اسنادو مکتوبونه به د معمول په څېر په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ته واستول شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل دغه خبر په یوه غږیز کلیپ کې چې د وزارت په واټساپ ګروپ کې یې خپور کړی، تایید کړې دی.

هغه ویلي، له دې وروسته به د هالنډ په شاهي هېواد کې د افغانستان په سفارت کې د سفارت ټول لګښتونه او د ډيپلوماتانو معاشونه د طالبانو د حکومت له‌خوا ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه: "په هالنډ کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت د رغنده يا هم مستقل تعامل په تړاو يوه اعلاميه خپره کړې ده چې ډېر مثبت اقدام دی او د افغانانو لپاره د خوښۍ زېری دی. اوس به ټول هغه افغانان چې هلته يې په سفارت پورې کونسلي يا هم نورې چارې تړاو لري، په ښه ډول ترسره کېږي مستقيم به سفارت د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت په ټولو برخو کې هدايت ترلاسه کوي او د سفارت د ډيپلوماتانو معاشات او لګښتونه به د اسلامي امارت له لوري ورکول کېږي."

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

که څه هم یو شمېر پخواني ډیپلوماتان دغه تعامل د یو شمېر افغان سفارتونو او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تر منځ د عایداتو د پیدا کولو او د قونسلي اسنادو د تبادلې په موخه ګڼي، خو د دې موضوع د سیاسي اړخ په اړه ويشلي نظرونه لري.

پخوانى ډيپلومات سيد نورالله راغي وايي: "د ټولو اسنادو اصل په افغانستان کې زېرمه شوي او د اصل پر بنسټ د اسنادو اعتبار او د خلکو هویت تثبیت کېدی شي. زما په اند، دا تعامل تر همدې کچې دی، تر کومه چې د هالنډ حکومت طالبان په رسميت ونه‌پېژني، دا تعامل د قونسلي خدماتو له کچې پورته مخته نه‌شي تللی."

خو یو بل پخوانی ډیپلومات کنیشکا ناصري وايي، په ډېرو هېوادونو کې د طالبانو د حکومت د استازو سفرونه او د دې ډول خبرو اترو اعلان په نهایت کې د طالبانو له حکومت سره د هېوادونو د تعامل ښودنه کوي.

ناصري وویل: "دا په یو ډول، دا په ډاګه کوي چې دا ورو ورو د دې ډلې سره يو ډول تعامل دی او لکه څنګه چې په تېرو وختونو کې د ښځو حقونه، د ماشومانو حقونه او د افغانانو حقونه په پام کې نه‌دي نیول شوي، تر دې وروسته به هم دا حقونه تر پښو لاندې کېږي."

د ازادي راډیو خبریال په دې اړه د نورو جزيياتو د ترلاسه کولو په موخه د هالنډ شاهي حکومت کې د افغانستان سفارت سره په اړيکو نيولو بریالی نه شو.

د جمهوري نظام د نسکورېدو په وخت کې آصف رحيمي په دغه سفارت کې د دغه نظام سفير و او په هالنډ کې د افغانستان د سفير په توګه د رحيمي ژوند ليک د دغه سفارت په ویبپاڼه کې لا هم شته.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې په ترکیه کې د افغانستان سفارت لپاره یو دیپلومات معرفي کړی دی.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي وو چې دوی له ۱۵ زیاتو افغان سفارتونو سره اړیکې لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG