د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

قطر د افغانستان د سقوط مخنیوي لپاره د نړیوالو ترمنځ د اجماع غوښتنه کړې


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري، د کابل هوايي ډګر کې د قطر یوه الوتکه
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري، د کابل هوايي ډګر کې د قطر یوه الوتکه

د قطر مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د افغانستان د سقوط مخه باید ونیول شي.

شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني پرون د لړم په ۱۴مه نېټه د سلووینیا پلازمېنه لیوبلیانا کې له خپل سیال انزې لوګر Anze Logar سره په ګډ خبري کنفرانس کې په دې برخه کې چې د افغانستان د سقوط د مخنیوي لپاره باید څه وشي؟ د نړیوالې اجماع غوښتنه وکړه.

نوموړي په عین حال کې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د ټولنې ټولو برخو ته له تبعیض پرته فرصت ورکړي او د ټولو وګړو په تېره د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.

ښاغلي الثاني همدا راز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له افغانستان سره د بشري مرستو د رسولو په هڅو کې برخه واخلي.

د قطر د صدراعظم مرستیال او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني
د قطر د صدراعظم مرستیال او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني

هغه د دې اړتیا یادونه هم وکړه چې نړیوال باید د ترورېزم پرضد د مبارزې برخه کې د افغانستان له لوري جدي ګامونه وویني، نو ځکه هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان د منزوي کولو پرځای له بېلابېلو افغانانو سره تماس وساتي.

په واشنګټن ډي سي کې د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه ډاکټر احمدویس وردګ له نړیوالې ټولنې په تېره له لویدیځ سره د طالبانو د حکومت د اړیکو د ټینګولو په برخه کې د قطر رول خورا مهم بولي.

ښاغلی وردګ یې په اړه وايي: "قطر نن هم له طالبانو او هم له لویدیځ سره هم نیکې اړیکي لري. نو ځکه کولی شي چې هم طالبان اړ کړي چې د لویدیځ ځینو توقعاتو ته غاړه کېږدي او د نړیوالو په سټنډرډ بشري حقونه تامین کړي او همداسې له لویدیځ سره مشترکه ژبه پیدا کړي او د طالبانو رسمیت پېژندنې ته لابي وکړي. زما په نظر که قطر په دې رول کې کامیاب شي دا به د افغانستان د ملت لپاره له بې وزلۍ او غمیزې د وتلو یوه لاره وي."

په واشنګټن ډي سي کې د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه ډاکټر احمدویس وردګ
په واشنګټن ډي سي کې د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه ډاکټر احمدویس وردګ

قطر چې له پخواني حکومت سره د طالبانو د سولې د خبرو منځګړی او کوربه و، له دې مخکې هم له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې له افغانستان سره تعامل وکړي، خو په عین حال کې یې له طالبانو څخه هم پرله پسې غوښتنې کړي چې د اقلیتونو او ښځو حقونه خوندي کړي.

د قطر مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر په وږي میاشت کې وروسته له دې چې طالبانو خپله کابینه اعلان کړه، د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې د افغان ښځو حقونو ته درناوی وکړي او پرېږدي چې په افغانستان کې د ښځو د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.

طالبانو په وار-وار ویلي چې ښځو ته به د اسلامي شریعت د قوانینو په چوکاټ کې حقوق ورکړل شي.

قطر او پاکستان چې دواړه د نورو هېوادونو پرتله له طالبانو سره نژدې اړیکي پالي د طالبانو د چارواکو له پرله پسې غوښتنو سره سره، یوه هم د طالبانو حکومت تراوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG