د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

فارین پالیسي: امریکا له لسیزو راهیسې منځنۍ اسیا ته د افغانستان د جګړې په هېنداره کې کتل


د متحده ایالاتو بیرغ او یوه حکومتي ودانۍ - ارشیف
د متحده ایالاتو بیرغ او یوه حکومتي ودانۍ - ارشیف

فارین پالیسي خپرونه لیکي، چې د امریکا متحد ایالتونو له لسیزو راهیسې منځنۍ اسیا ته د افغانستان د جګړې په هېنداره کې کتل.

د همدې جګړې له امله قرغزستان او ازبکستان د امریکا هوایي ځواکونو ته اډې ورکړې، چې امریکایي پوځیانو له هغه ځایه په افغانستان کې د خپلو ځواکونو لوژیستک چارې مخته وړې.

فارین پالیسي وړاندې لیکي، له افغانستانه په دوه زره یووېشتم کال کې د امریکایي ځواکونو د وتو ګډوډۍ په ټوله سیمه کې اندېښنې پيدا کړې دي.

خپرونه بیا څرګندوي، که چیرته منځنۍ اسیا له ترهګرو سره د جګړې دروازه وه، لکه څرنګه چې د امریکا بهرنۍ تګلارې په تېرو دوو لسیزو کې داسې ګڼله، نن سبا د دې سیمې جغرافیه د نړۍ د سترو قدرتونو د سیالۍ په ډګر بدله شوې ده.

یوې بلې امریکایي خپرونې بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان ته د یوه مشهور فوټو ژورنالست سفر څارلی دی.

برسټل هرالډ کوریر ورځپاڼه لیکي چې د اسوشیتد پریس اژانس مشهور فوټو ژورنالست (رودریګو ابد) څه باندې دوه کاله وروسته افغانستان ته تللی دی.

د خپرونې په باور، دا فوټو ژورنالست د دې لپاره بیرته افغانستان ته ستون شوی دی چې د زړو فوري کمرو په مټ دا مستنده کړي چې د طالبانو تر واک لاندې څرنګه ژوند بدل شوی دی.

برسټل هرالډ کوریر ورځپاڼې د رودریګو ابد یوشمیر تور او سپین عکسونه هم خپاره کړې دي او په خپاره کړې مطلب کې یې د دې فوټو ژورنالست په وینا لیکلي دي، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان ته سوله راغلې ده، خو په لوړ قیمت؛ د نړیوال انزوا، د افغان ښځو د محوه کیدو او بیوزلي په بیه.

د بېوزلۍ په اړه ریلیف وېب خپرونې د خوړو د نړیوال پروګرام( ډبلیو ایف پي) اندیښنې په یوه مطلب کې شریکې کړې دي.

دا وېبپاڼه څرګندوي، چې د روان کال د مې او اکتوبر ترمنځ پنځلس میلیونه او درې لکه افغانانو خوراکي مصونیت نه درلود چې په دوی کې دوه اعشاریه اته میلیونه هغه کسان دي چې بېړنۍ مرستو ته ضرورت لري.

خپرونه بیا لیکي چې ( ډبلیو ایف پي) چې سږکال یې له شپاړس میلیونه او څلور لکه افغانانو سره مرستې کړې دي تر ژمي پورې یوازې له درې میلیونو سره کومک کولی شي.

ریلییف وېب بیا لیکي، له لویه سره په افغانستان کې د خوراکي موادو خوندیتوب ته لویه اندېښنه شته، ځکه چې د ورو اقتصادي فعالیتونو ترڅنګ ګڼ خلک وچکالۍ ځپلي دي.

XS
SM
MD
LG