د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

په ناګورنو قره‌باغ کې پر اوربند موافقه شوې


په ناګورنو قره باغ کې د روانې جګړې یوه صحنه
په ناګورنو قره باغ کې د روانې جګړې یوه صحنه

یوه ورځ وروسته تر دې چې په لانجمنه سیمه ناګورنو قره‌باغ کې اذربایجان پوځي عملیات پیل کړل، په سیمه کې د روسیې د سوله ساتي ماموریت په منځګړیتوب پر یوه اوربند موافقه شوې.

په داسې حال کې چې په لانجمنه ناګورنو قره باغ سیمه کې د اذربایجان پوځي عملیات نن دوهمې ورځې ته داخل شوي وو، په سیمه کې ارمن ټبرو او د اذربایجان لورو د جګړې د سمدستي درولو لپاره پر یوه وړاندیز چې د روسیې سوله ساتي ماموریت وړاندې کړی و، موافقه وکړه.

ویل شوي چې دواړو لورو منلې چې د اذربایجان له خاورې سره د سیمې د مدغم کېدو په اړه به خبرې وکړي.

د قفقاز په دې سیمه کې چې له لسیزو راهیسې یوه کړکېچنه سیمه بلل کېږي، له وروستیو شخړو سره د نړیوالو اندېښنې هم زیاتې شوې وي.

د دغه نوي کړکېچ په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه شل تنو ته رسېدلی دی.

د اذربایجان ولسمشرۍ او د دفاع وزارت د اوربند موافقه تایید کړي ده.

د اذربایجان د ولسمشر الهام علییف له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د قره باغ د اوسېدونکي استازي به سبا پنجشنبې د اذربایجان په یولاکس ښار کې په غونډه کې د اذربایجان د اساسي قانون او نورو قوانیو په رڼا کې د دې هېواد له خاورې سره د سیمې د مدغم کېدو پر موضوعاتو خبرې وکړي.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان چې د ملتپالو او نورو منتقدینو له‌خوا پرې د ۲۰۲۰ کال د جګړې د بایللو په خاطر انتقاد شوی، څرګنده کړې چې اوربند شوی، خو د شرطونو په اړه یې د خپل حکومت د دریځ له څرګندونو ډډه کړې ده.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان

د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې پاشینیان ملت ته په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل چې د اوربند د دغه وړاندیز په متن کې چې د روسیې د سوله ساتي ځواکونو په منځګړیتوب چمتو شوی، ارمنستان برخه نه ده اخیستې.

هغه په ناګورنو قره باغ سیمه کې د اذربایجان د پوځي عملیاتو توجیه ته په اشاره ویلي چې په سیمه کې ارمنستان کوم پوځ نه لري.

د اذربایجان دفاع وزارت پرون د ورځې په پیل کې په ناګورنو قره باغ سیمه کې پیل شویو عملیاتو ته د ترهګرۍ ضد عملیاتو نوم ورکړی و.

په سیمه کې د اوربند تر اعلانېدو د مخه د اذربایجان له دفتر په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلېنکن سره په ټیلفوني خبرو کې پر دې ټینګار کړی چې د ترهګرۍ ضد عملیات به هله پای ته ورسېږي چې په سیمه کې وسله‌وال خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

په سیمه کې د روسیې سوله ساتی ماموریت وروسته له هغې پیل شو چې د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ له لنډې جګړې وروسته اوربند وشو.

په دغه جګړه کې د هریوه لوري له دوه زره زیات پوځیان ووژل شول.

ارمنستان او آذربایجان د ناګورنو قره باغ په سر چې اکثریت اوسېدونکي یې ارمنیان دي، دوه ځلې جګړې کړي دي.

دغه غرنۍ سیمه په نړیواله کچه د اذربایجان د یوې برخې په توګه پېژندل کېږي.

XS
SM
MD
LG