نړۍ
ارمنستان: تمه شته چې له ترکیې سره د خبرو له بریا وروسته سرحد پرانیستل شي

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې تمه لري د خبرو اترو په پایله کې له ترکیې سره ډپلوماټیکې اړیکې جوړې او د مذاکرو په پایله کې د دواړو هېوادونو تر منځ سرحد پرانیستل شي.
د ترکیې او ارمنستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره خبرې اترې نن ( د مرغومې په ۲۴مه) په مسکو کې پیلېږي.
دواړه هېوادونه له کلونو دښمنۍ وروسته د اړیکو د رغولو په لټه کې دي.
ټاکل شوې چې د خبرو لومړی پړاو د روسیې په منځګړیتوب د سیمه ییزې سولې د هڅو د یوې برخې په توګه پیل شي.
د ارمنستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وان هونانیان وویل، روسیه به د دې سرمشریزې کوربه وي او د خبرو لومړی پړاو به اکتشافي بڼه ولري.
هغه وويل: "دا ستونزمنه ده چې له غونډې د پام وړ پايلو تمه وشي، خو پروسه به پيل شي."
د ارمنستان او ترکیې ترمنځ اړیکې له تاریخي پلوه پیچلې دي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ هغه مهال زیات شو کله چې ارمنستان او اذربایجان په ۲۰۲۰ کال کې د ناګورنو قره باغ د لانجې پر سر شخړه وکړه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د روسیې پر والګاګراد ښار د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو حملو مالي زیانونه اړولي دي

د روسیې د جنوبي سیمې والګاګراد چارواکي وايي چې د اوکراین د ویشتل شویو ډرونونو د ټوټو د راپرېوتو له کبله د اورګاډي د بریښنا یو سیسټم ویجاړ شوی او د رېلونو تګ راتګ له خنډ سره مخامخ شوی دی.
د والګاګراد والي اندرې بوښاروف پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې وویل چې دې ډرونونو یا بې پیلوټه الوتکو انساني تلفات نه دي اړولي.
د روسیې دفاع وزارت پر خپله ټلګرام پاڼه ویلي دي چې د هوايي مدافعې ځواک یې په والګاګراد کې د اوکراین نهه ډرونونه ویجاړ کړي دي. دې وزارت ویلي دي چې روسیې تېره شپه د دې هېواد په ۱۲ سیمو او همداراز په تورسمندرګي او کریمیا ټاپووزمه کې د اوکراین ۹۹ ډرونونه له منځه وړي دي.
اوکرایني چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اسراییلو د غزې په دریو سیمو کې وقفه یي اوربند اعلان کړی

اسراییلو اعلان کړی چې د غزې په دریو ساحو کې یې په جګړو کې محدوده وقفه راوستې ده. د دې اعلان هدف دا دی چې په دې تړانګه کې د راغلي بشري ناورین له مصیبت ځپلو سره مرستو ته موقع ورکړل شي.
د اسراییلو پوځ نن سهار وختي وویل چې دا تکتیکي وقفه به د غزې په ښار، دیر البلاح او مواصي سیمو کې تر بل اعلان پورې هره ورځ د لسو ساعتونو لپاره اخیستل کېږي.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د برخې مشر ټام فلیچر د اسراییلو د دې اعلان هرکلی کړی. ښاغلي فلیچر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په غزه کې د ملګروملتو اړوندې ادارې به تر وسې وسې هڅه وکړي چې وږو خلکو ته مرستې ورسوي.
په دې سیمو کې وقفه یي اوربند وروسته له هغه اعلانېږي چې په غزه کې د پوځي عملیاتو پرمهال د اسراییلو اقداماتو د نړیوالو سخت غبرګونونه وپارول او په دې سیمه کې د قحطۍ د ګواښ په اړه اندېښنې څرګندې شوې.
په میشیګن ایالت کې ۱۱ تنه د چړې په ګزارونو ټپیان شوي دي

د امریکا په میشیګن ایالت کې یوه کس ۱۱ تنه د چړې په ګزارونو ټپیان کړي دي.
پیښه تیره شپه د دغه ایالت د تراورس ښار په یوه سوپر مارکیټ کې شوې او بریدګر د خلکو په مرسته د پولیسو منګولو ته لویدلی دی.
تراوسه د پیښې انګیزه معلومه نه ده او د بریدګر د هویت په اړه هم څه نه دي ویل شوي.
د جرمني خبري اژانس لیکلي، ټپیان په یوه ځایي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
غزه کې د هوا له لارې د مرستو ویش پيل شوی، ځمکنی بشري دهلیز هم پرانستل کیږي

د اسراییل پوځ وایي، له تیرې شپې راهیسې په غزه کې د هوا له لارې د مرستې اچولو چاره پيل شوې ده.
پوځ له دې اعلان سره همهاله ویلي چې غزې ته د مرستې رسولو لپاره به د ملګرو ملتونو کاروانونو ته هم یو بشري دهلیز پرانستل شي.
معلومه نه ده چې د هوا له لارې د غزې په کومو سیمو کې څه اندازه مرستې اچول کیږي، خو د اسراییل پوځ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې مرستو کې اوړه، بوره او په ډبیو کې پاخه شوي خواړه شامل دي.
غزې ته د مرستو رسولو چاره داسې مهال پيل شوې چې ملګرو ملتونو ویلي، د دغې تراړې شاوخوا دوه میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخامخ دي.
زاهدان ښار کې پر محکمې برید کې د بریدکوونکو په ګډون ۹ تنه وژل شوي

د " جیش العدل" ډلې غړو د ایران سیستان بلوچستان ولایت کې پر یوې محکمې برید کړی چې ۶ تنه یې وژلي او ۲۲ نور یې ټپیان کړي دي.
د ایران د سپاه پاسدران د عامه اړیکو څانګې نن شنبه په زاهدان ښار کې له شوې دغې حملې څو ساعته وروسته د مرګ ژوبلې دا شمیرې خپرې کړې دي.
برید کې د لږ تر لږه ۳ حمله کوونکو د وژنې راپور هم ورکړل شوی دی.
د ایران قضایه قوې دا برید " ترهګریز" بللی دی.
جیش العدل د برید مسولیت منلی دی.
دغه ډله چې ایران او امریکا یې د " ترهګرو" په توګه پيژني ادعا کوي چې د بلوڅ لږکیو د حقونو د دفاع په خاطر د ایران له حکومت سره جګړه کوي.
ټرمپ سکاټلنډ ته د سفر پر مهال کډوال د اروپا لپاره لوی ګواښ بللی دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ناوخته د پنځه ورځني سفر په موخه سکاټلنډ ته رسیدلی دی.
هغه به د یکشنبې په ورځ د بریتانیا له صدر اعظم کایر سټارمر او د اروپایي کمیسیون له مشرې اورزلا فون دیرلاین سره وګوري.
هغه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، کډوال د اروپا لویه وچه " وژني" او په خبره یې اروپایي هېوادونه په ګډه باید د کډوالو مخنیوي ته کار وکړي.
د جرمني ډي.پي.اې اژانس وایي، د سکاټلنډ په ایدینبورګ او ابیرډین سیمو کې د ډونالډ ټرمپ د سفر په ضد مظاهرې هم پلان شوي دي.
د هند پولیسو د یوه (جعلي سفارت) څښتن نیولی

د هند پولیسو نوي ډیلي ته نژدې په اتراپردیش کې هغه ۴۷ کلن کس نیولی چې د خلکو د غولولو او غلا لپاره یې جعلي سفارت جوړ کړی و.
پولیسو ویلي، هارش واردان جین د خپلو چارو لپاره یو کور کرایه کړی و او له خلکو یې په دې پلمه پیسې اخیستې چې ګواکې بهرنیو کمپنیو کې ورته د کار زمینه برابروي.
نوموړي ځان " د شمالي قطب د لویدیځ " سفارت مشر معرفي کړی و او خپلو موټرو ته یې جعلي ډيپلوماتیک نمبر پلیټونه نصب کړي وو.
هغه د خپلې ادعا د اثبات لپاره پر ټولنیزو پاڼو د هند له مشرانو سره جعلي انځورونه هم خپرول.
پولیسو د دغه کس پر کرایي کور د چاپې پر مهال ۵۳ نیم زره ډالر او داسې جعلي پاسپورټونه او اسناد نیولي چې د بهرنیو چارو وزارت ټاپه یې هم درلوده.
ایران او اروپايي هیوادونو د خبرو پر دوام موافقه وکړه

د ایران د باندنیو چارو وزارت مرستیال، کاظم غریبآبادي، د جمعې په ورځ له استانبول څخه خبر ورکړی چې تهران له اروپايي اړخونو سره د ایران د اتومي دوسیې په اړه د "سلا مشورو په دوام" باندې توافق کړی دی.
هغه په یوه پیغام کې چې په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې یې خپور کړی، لیکلي:
«موږ د دوی د وروستي تیریګر جنګ په اړه د هغوی پر دریځونو کلکه نیوکه وکړه، او خپل اصولي دریځونه مو، په ځانګړې توګه د 'سنپبک' په نوم د میکانیزم په اړه، واضح کړل.»
تر دې مخکې ځینو خبري آژانسونو راپور ورکړی و چې د استانبول خبرې ښايي پر ایران د بندیزونو پر بیا وضع کولو متمرکزې وي.
غریبآبادي په خپل پیغام کې دا هم ویلي: «دواړو خواوو مشخصې طرحې درلودې چې بېلابېل اړخونه یې وڅېړل شول او پرېکړه وشوه چې مشورې به دوام ومومي.»
هغه د دغو "مشخصو طرحو" جزئیات نه دي څرګند کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیالانو او د فرانسی، جرمني او بریتانیا استازو د جمعې په ورځ، (جولای ۲۵)، په استانبول کې خبرې پیل کړې. دا خبرې د ایران د اتومي پروګرام د لانجې د حل لپاره د نوې هڅې په چوکاټ کې ترسره کېږي.
دا وروسته له هغه چې تېره میاشت د اسراییل او ایران ترمنځ ۱۲ ورځنی جګړه وشوه، د ایران د اتومي پروګرام په اړه د ایران او درې اروپايي هېوادونو ترمنځ لومړۍ ناسته وه.
د چیچنیا مشر له ډوبېډو وژغورل شو

د چیچنیا مشر رمضان قدیروف د ترکیې په بودروم ښار کې له ډوبېدو وژغورل شو.
د ترکیې رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې پېښه د پنجشنبې په ورځ د بودروم ښار د کاینار ولسوالۍ په یوه پنځه ستوریز هوټل کې هغه مهال وشوه، چې رمضان قدیروف اوبو ته ځان واچاوه او لږ وروسته بېهوشه شو.
د راپورونو له مخې، هغه د لامبو لپاره اوبو ته ننوت، خو ناڅاپه یې کنټرول له لاسه ورکړ او تر اوبو لاندې شو.
د ترکیې ساحل ساتي ځواک او د هوټل کارکوونکو د هغه د خراب حالت له لیدو وروسته سمدستي مداخله وکړه او هغه یې له اوبو راوایست.
سعودي عربستان په سوریه کې له ۴ تر ۶ میلیارد ډالره پانګونه کوي

د سعودي عربستان یو لوی سوداګري پلاوی دمشق ته تللی چې په سوریې کې له څلور تر شپږ میلیارد ډالرو پورې د پانګونې موافقې لاسلیک کړي.
دا پلاوی چې مشري یې د سعودي د پانګونې وزیر خالد بنعبدالعزیز الفالح کوي، د شاوخوا ۱۳۰ سترو سعودي سوداګرو په ملتيا روانه اوونۍ (د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه) دمشق ته ورسېد او د سوریې د دوه ورځني پانګونې په کنفرانس کې یې ګډون وکړ.
سعودي عربستان، ترکيه او متحده عربي امارات د سوریې د مؤقت حکومت تر ټولو مهم ملاتړي بلل کېږي.
د سوریې د اطلاعاتو وزیر، حمزه المصطفی، ویلي چې سعودي پلاوی به د دې سفر په ترڅ کې د سوریې له حکومت سره له ۴ تر ۶ میلیارد ډالرو په ارزښت موافقې لاسلیک کړي. خو د سعودي رسمي خبري آژانس د څلور میلیارد ډالرو د موافقو یادونه کړې ده.