د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

د هبت‌الله په دوه واره امر یو برتانوی خیریه کارکوونکی لا هم نه دی خوشې شوی


د بریتانیا بیرغ
د بریتانیا بیرغ

مېل انلاین:

د بریتانیا مېل انلاین ورځپاڼې پرون د هغه برتانوي خیریه کارکوونکي په باب لیکنه خپره کړې چې د طالبانو په توقیف کې دی او د طالبانو رهبر یې د روغتیايي ستونزو له کبله دوه وارې د خوشې کېدو امر کړی، خو دی بیا هم خوشې شوی نه دی.

ورځپاڼې د 'مېل اون سنډې' ورځپاڼې په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده دوه وارې، یو ځل د جولای میاشتې په نیمايي او بل ځل د اګست په لومړیو کې په مشروط ډول د کېوین کارنویل د خوشې کېدو امر صادر کړ، ځکه دغه برتانوي وګړي په خپلو پښتورګو/ بډوډو کې ستونزه درلوده.

د لیکنې له مخې، په دې خبر د کېوین کورنۍ خوشحاله وه چې دی به بېرته کور ته ستنېږي، خو د طالبانو مشر پر خپله ژمنه عمل ونه کړ او خپله ۵۳ کلن کېون یا یې د کورنۍ غړو ته په دې باب وضاحت هم ورنه کړل شو.

د برتانوۍ خپرونې مېل انلاین په لیکنه، د کېوین مېرمنې وړمه شپه ویلي چې که مېړه یې په توقیف کې پاتې وي، ښايي ساه ورکړي، ځکه مناسب دارو درمل نه لري او روغتیايي خدمات نه وررسېږي.

هغې ویلي چې وروستی وار یې د اګست میاشتې پر ۳۱مه ورسره ټلیفوني خبرې کړي چې صحي وضعیت یې ډېر خرب و.

کېوین کارنویل چې یو طبي ډاکتر دی، د ملګرو ملتونو له ملاتړه په برخمنو خیریه چارو بوخت و چې د طالبانو خفیه پولیسو له یوه بل برتانوي سره یوځای ونیوه.

دغه بل برتانوي وګړي، د یوه مېلمستون د تنظیم مسوولیت درلود، چې له کېوین سره یوځای ونیول شو او دواړه په غیرقانوني ډول د وسلو په لرلو تورن شوي دي.

د مېل انلاین په لیکنه، له کېوین سره وسله او د طالبانو له خوا د وسلې صادر شوی جواز د کېوین په خونه کې ونیول شول او اوس به دواړه محاکمه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د بریتانوي مطبوعاتو د راپورونو له مخې بل برتانوی، مایلز راوتلیج، چې خطرناک ګرځندوی بلل شوی، هم له میاشتو د طالبانو په توقیف کې دی. هغه افغانستان ته د دې لپاره تللی و چې د خپل یوټیوب کانال لپاره ویډیو ډکه کړي.

د لیکنې له مخې، دا مهال یو بل برتانوی دغه راز د امریکایانو، اسټرالیایانو، کاناډایانو او فرانسویانو په ګډون په لسګونو بهرنیان د طالبانو په توقیف کې دي.

ټایمز اف انډیا:

د هند ټایمز اف انډیا ورځپاڼې په افغانستان کې د نجونو د سواد د زده کړې پر هڅو لیکنه خپره کړې ده چې طالب چارواکو ورباندې محدودیتونه زیات کړي دي.

د لیکنې په پیل کې راغلي، په افغانستان کې د بشري بحران په ځانګړي ډول د ښځو او ځوانو میندو لپاره د شرایطو له سختېدو سره یو وخت د ښځو د حقونو فعالانو ویلي، د طالبانو ځپونکو پالیسیو نه یوازې افغانستان څو لسیزې شا ته بیولی، بلکې د ښځو د سواد زده کړې یې هم اغېزمنې کړې دي.

د ټایمز اف انډیا د لیکنې په پیل کې د 'شنبه های ارغواني' غورځنګ د مشرې مریم معروف اروین خبرې رااخیستل شوي چې د نجونو او ښځو لپاره یې زده کړه مهمه بللي ده.

هغې ویلي، د افغانستان د دودیزې ټولنې په زیاتو برخو کې د نجونو تعلیم د خلکو لپاره لومړیتوب نه دی.

د ورځپاڼې په لیکنه کې د اسیا پراختیايي بانک وروستي راپور ته هم اشاره شوې، چې په کې ویل شوي، افغانستان په نړۍ کې یوازنی هېواد دی،ړچې د ښځو د سواد سطحه په کې ټیټه ده چې فیصدي یې یوازې ۲۹ اعشاریه ۸ ته رسېږي.

د لیکنې له مخې، د جمعې په ورځ له ناامنۍ او شخړې د تعلیم د خوندیتوب پروګرام اجرایه مشرې ملیحه ملک ویلي، افغانستان په نړۍ کې د تعلیم له تر ټولو خراب وضعیت سره مخامخ دی.

طالبانو څه باندې دوه کاله مخکې پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او د تېر میلادي کال په ډسمبر میاشت کې یې نجونې او ښځې د پوهنتون له زده کړو هم منع کړې.

XS
SM
MD
LG