د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

د بهایي مذهبو د ځپلو دوام؛ ایران یې ۹ تنه نیولي او شتمنۍیې ظبط کړي


د بهایانو یو مذهبي شعار
د بهایانو یو مذهبي شعار

د ایران امنیتي ځواکونو د بهايي مذهب ۹ پیروان نیولي او د هغوی څلوېښت درملتونونه او ګدامونه یې ضبط کړي.

بهايي فعالانو د ازادې اروپا فردا راډیو ته ویلي، چې په تازه نیول شویو بهايي اتباعو کې اشکان، افشین، اردلان تبیانیان او د دوی یوه خور او زوم شامل دي.

دا په ایران کې د بهایانو پر ضد د رژیم د ځپونکو اقداماتو تر ټولو وروستی مورد دی.

د راپورونو له مخې، حکومتي ځواکونو همداراز په تهران کې د دې نهو کسانو شاوخوا څلوېښت درملتونونه او ګدامونه هم ضبط کړي دي.

د ایران د اطلاعاتو وزارت د یکشنبې په ورځ «اګست ۱۳» په یوه بیان کې اعلان وکړ دا بهايي کورنۍ او د هغوی ملګري یې چې د «درملو او سینګار توکو» په برخه کې کار کاوه، نیولي دي.

حکومتي چارواکو په دغو کسانو د درملو د قاچاق او احتکار او تر څنګ یې د پیسو وینځلو او له مالیو د تېښتې تورونه لګولي.

په ایران کې بهایي مذهب سره شدید مخالفت حاکم دی- ارشیف
په ایران کې بهایي مذهب سره شدید مخالفت حاکم دی- ارشیف

د راپورونو له مخې، ایراني ځواکونو همدارنګه د یکشنبې په ورځ په ایران کې د بهایانو د ټولنې پخوانی مشر ۹۰ کلن جمال الدین خانجاني او د هغه لور ماریا خانجاني نیولي.

خانجاني یو وار له ۱۳۸۷ تر ۱۳۹۶ پورې شاوخوا لس کاله بند هم تېر کړی دی.

پر خانجاني پخوا د نظام پر ضد د جاسوسۍ او د ملي امنیت پر ضد د تبلیغ تورونه لګېدلي وو.

د ایران د بهایانو د ټولنې اکثر مسوولین بندیان دي.

له هغې ډلې فریبا کمال آبادي،مهوش ثابت او عفیف نعیمي هره یوه تر لسو کلونو په بند محکومه ده.

د ایران امنیتي ادارو په مختلفو پلمو او امنیتی دلایلو سره د بهایي عقیدې په هغو اتباعو چې ښې دندې یا پيسې لري فشارونه راوړي او د هغوی د شتمنیو د ضبط تر څنګ یې په خپله بندیان کړي.

بهایي مذهبو تل په ایران کې دوی سره د ناوړه چلند خلاف اعتراضونه کړي - ارشیف
بهایي مذهبو تل په ایران کې دوی سره د ناوړه چلند خلاف اعتراضونه کړي - ارشیف

حکومت همداراز په تېره یوه لسیزه کې د اسعارو د بیو ښکته پورته والی د بهایانو په فعالیت تړلی بللی او په دې برخه کې يې هم لسګونه بهایان بندیان کړي.

په ایران کې له تېر سپټمبر راهیسې د مهسا امیني تر وژل کېدو وروسته، د پراخو مظاهرو په پيل سره د ګڼو نورو سیاسي او ټولنیزو فعالانو د بندیانولو تر څنګ حکومت پر بهایانو هم ورځ تر بلې فشارونه زیات کړي او هر یو نیم وخت دوی ور احضاروي او بندیانوي.

XS
SM
MD
LG