د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

'تمنا زریاب پریاني' او ملګرو یې خپل ۱۲ ورځنی اعتصاب پای ته ورساوه


تمنا زریاب پریانی
تمنا زریاب پریانی

د جرمني په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د اعتراض کوونکو ښځو د نه خوړلو ۱۲ ورځنی اعتصاب نن پای ته ورسېد.

د ښځو د حقونو یوې فعالې تمنا زریاب پرياني او هغې سره نورو ملګرو د جرمني په کولون ښار کې د خپل ۱۲ ورځني اعتصاب د پای ته رسېدو خبر ورکړ.

دوی يوه اووه ماده‌يیزه اعلامیه خپره کړې چې په‌کې ویل شوي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د 'جنسيتي اپارټايډ' د پېژندلو لپاره به دوی د حقوقي هڅو په لټه کې وي او له بېلابېلو لارو به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د نور دراین ویسټفالین ایالت د پارلمان مرستیال بریوان ایماز او د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان د څانګې مشر ګنورګ کلوزمن د تمنا زریاب پرياني د اعتراض خیمې ته ورغلي وو.

د اعلامیې له‌مخې په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنیټ له نوموړې سره تماس نیولی او ژمنه یې کړې چې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض د پېژندلو په اړه به د دوی پیغام مسوولو چارواکو ته ورسوي.

په اعلاميه کې له جرمني، امريکا او نورو هېوادونو غوښتل شوي چې د اعلاميو د ورکولو پر ځاى د افغانستان د ښځو او نجونو تر څنګ دې په عملي توګه ودرېږي.

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالۍ یوسفزۍ مور او پلار هم د پریاني لیدو او د هغې د ملاتړ لپاره جرمني ته تللي وو.
د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالۍ یوسفزۍ مور او پلار هم د پریاني لیدو او د هغې د ملاتړ لپاره جرمني ته تللي وو.

په ناروې کې مينه رفيق او په پاکستان کې رقيه ساعي چې په دې وروستيو ورځو کې يې د تمنا زرياب پرياني د غوښتنو په ملاتړ اعتصاب کړی و.

دوی ازادي راډيو ته خپل نظرونه شریک کړي دي.

مینه رفیق وايي: "موږ غواړو چې په افغانستان کې جنسیتي ارپارټايډ ثبت شي، موږ د لوږې اعتصاب کړی و او نن یې وروستۍ ورځ ده، ویلای شم چې د ناروې یو شمېر سیاسي ګوندونو په پارلمان کې زموږ ملاتړ کړی او وې ويل چې دوی به همکاري کوي او زموږ غږ به د حکومت او بهرنیو چارو وزارت او نیویارک ته چې راتلونکې غونډه يې ده ورسوي."

رقیه ساعي وايي: "ما او یو شمېر نورو فعالانو په اسلام‌اباد کې د تمنا د غوښتنو د ملاتړ لپاره د نه خوړلو اعتصاب وکړ، خو په اسلام‌اباد کې مو کوم ځواب ونه موند، بل دا چې موږ غوښتل چې د احتجاج خېمه ووهو، خو پولیسو اجازه رانه‌کړه."

د اعلاميې له‌مخې د دغه ۱۲ ورځني اعتصاب د پای ته رسېدو له اعلان سره سم، په افغانستان، پاکستان، جرمني، ناروې، سوېډن، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو کې یو شمېر ښځو د همدې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې افغانستان کې 'د جنسيتي اپارټايډ' په رسميت پېژندلو په موخه د تمنا زرياب پرياني سره يو ځای د نه خوړلو اعتصاب کړی.

تمنا زرياب پرياني د ښځو د حقونو يوه افغان فعاله ده چې تېر کال د طالبانو له‌خوا له خپلو خويندو سره ونيول شوه.

نوموړې د طالبانو له زندانه تر خوشي کېدو وروسته جرمني هېواد ته کډواله شوه او له ځینو رسنیو سره یې د طالبانو له‌خوا د شکنجه کولو په اړه خبرې وکړې.

پرياني دا ګام وروسته له هغې واخيست، چې د طالبانو حکومت د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې ورځ تر بلې بندیزونه او محدوديتونه زیات کړل.

XS
SM
MD
LG