د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

جرمني کې د افغان ښځو د نه خوړو اعتصاب؛ یو شمېر نورې ښځې هم له دې اعتصاب سره یوځای شوي


په جرمني کې د یو شمېر افغان مېرمنو د نه خوړو اعتصاب یو انځور
په جرمني کې د یو شمېر افغان مېرمنو د نه خوړو اعتصاب یو انځور

د جرمني په کولن ښار کې د یو شمېر افغان مېرمنو د نه خوړولو له اعتصاب وروسته د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو له شلو ډېر افغان فعالانې له دې اعتصاب سره یو ځای شوي دي.

د ښځو د حقونو د فعالې تمنا زریاب پریاني په ګډون یو شمېر افغان معترضو مېرمنو د روان میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه د جرمني په کولن ښار کې د نه خوړلو دولس ورځنی اعتصاب پیل کړی دی.

دوی دغه اعتصاب د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د دریځ په غبرګون کې کړی او له نړیوالو غواړي چې د طالبانو دغه سیاست د جنسیتي اپارټایډ په توګه په رسمیت وپېژني او پر طالب مشرانو د سفر محدودیتونه ولګوي.

دوی دغه شان له طالبانو د سیاسي زندانیانو د خوشې کولو غوښتنه هم کوي.

یو شمېر اعتصاب کوونکو ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان، پاکستان او ناروې کې ۲۱ افغان مېرمنې له تمنا زریاب پریاني او د هغې د خور د نه خوړولو له اعتصاب سره یووالی اعلان کړی دی.

د بشري حقونو فعالې مینه رفیق چې له تېرو درېیو ورځو راهیسي یې د ناروې په اوسلو ښار کې د دغه هېواد د پارلمان مخ‌ته د نه خوړو اعتصاب پیل کړی ازادي راډيو ته یې وویل: "زما د نه خوړلو اعتصاب د تمنا زریاب پریاني د نه خوړلو له اعتصابه چې د جرمني په کولن ښار کې یې کړی د ملاتړ په هدف دی. زه په ځانګړي ډول د ناروې له حکومته غواړم چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي د جنسیتي اپارټایډ په توګه ریکارډ کړي او عاملان یې 'طالبان' د هاګ محکمې 'نړیواله جزايي محکمه' ته معرفي شي."

نایره کوهستاني د ښځو د حقونو بله افغانه فعاله ده چې په پاکستان کې یې د نه خوړولو اعتصاب پیل کړی او ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې له مېشتو مېرمنو سره په همغږۍ یې 'تمنا یوازې نه ده، مونږ ټولې تمنا یو' په نوم د نه خوړولو له دې اعتصاب سره یو ځای شوي دي.

هغې ازادي راډيو ته وویل: "که څه هم زه د مېرمنو په دې پیل شوي مقاومت باور لرم، خو هیله لرم چې تر اخره له تمنا سره ولاړې پاتې شو زموږ دا د نه خوړلو اعتصاب ښايي له ۱۲ تاریخ وروسته هم دوام وکړي."

یو شمېر مېرمنې چې په افغانستان کې یې د نه خوړولو اعتصاب پیل کړی د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نومونه او غږونه یې په دې راپور کې خپاره شي.

خو تمنا زریاب پریاني ازادي راډيو ته وویل چې روغتیايي وضعیت یې چندان ښه نه دی او تر اوسه یې نړیوالې ټولنې غوښتنو ته هم مثبت ځواب نه دی ویلي.

پریاني زیاته کړه: "له بده مرغه تر اوسه مو کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی، د تل په څېر یې بابیزه ګڼل شوې او تر اوسه مو پایله نه ده ترلاسه کړې."

ارشیف: په کابل کې مرستو ته د منتظرو اړمنو مېرمنو یوه لیکه.
ارشیف: په کابل کې مرستو ته د منتظرو اړمنو مېرمنو یوه لیکه.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د بشري حقونو نړیوال سازمان 'فریډم نو' هم له نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د بېړني ځواب غوښتنه وکړه او په بېلابېلو هېوادونو کې یې د اعتصاب کوونکو افغان مېرمنو د نه خوړولو له اعتصابه ملاتړ اعلان کړ.

نړیوالې ټولنې او د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو په افغانستان کې د خپلې تېرې دوه کلنې واکمنۍ په موده کې نه یوازې مېرمنې او نجونې له زده کړو او کاره منع کړي بلکې تفریحي پارکونو، عمومي حمامونو او ورزشي لوبغالو ته یې د دوی پر تګ هم بندیز لګولی او له شرعي محرم پرته د لرې واټن سفر اجازه هم نه ورکوي.

خو طالبان بیا هم ادعا کوي چې د ښځو په ګډون یې د ټولو خلکو حقوق تامین کړي دي.

طالبانو پر ښځو د محدودیتونو په لړ کې په تازه اقداماتو کې په افغانستان کې ټولې ښځینه سینګاتونونه وتړل او په بامیانو ولایت کې یې د بند امیر ملي پارک ته هم د ښځو په ورتګ هم بندیز ولګاوه.

که څه هم د طالبانو دا ټولې پرېکړې په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي، خو دوی په دې اړه په خپل دریځ کې کوم بدلون نه دی راوستی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG