د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

د طالبانو او مقاومت جبهې جګړه؛ دواړه غاړې یو بل ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کوي


په پنجشېر کې د ملي مقاومت جبهې وسله‌وال
په پنجشېر کې د ملي مقاومت جبهې وسله‌وال

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو او د ملي مقاومت جبهې د وسله‌والو ترمنځ له نښتو شپږ ورځې وروسته، دواړه خواوې د بریا او پرمختګونو ادعاوې کوي.

طالبانو ویلي چې دوی په پنجشېر ولایت کې له څو لورو پرمختګ کړی او دا مهال د دغه ولایت مرکز او یوه ولسوالۍ د ملي مقاومت جبهې تر کنټرول لاندې ده.

د طالبانو د مطبوعاتو برخې یوه غړي بلال کریمي نن یکشنبه «۱۴۰۰ کال د وږې ۱۴» ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې یوه لویه اندازه تجهیزات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

ښاغلی کریمي وايي: "د پنجشېر ولایت ټولې ولسوالۍ او سیمې د مجاهدینو تر کنټرول لاندې راغلي، یوازې د دغه ولایت مرکز او روخه ولسوالۍ د دښمن تر کنټرول لاندې ده. طالبان د پرمختګ په حال کې دي. د عملیاتو په جریان کې دښمن ته درانه تلفات واوښتل او ګڼې وسلې او مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلي."

نږدې یوه اوونۍ وړاندې په پنجشېر ولایت کې نښتې پیل شوې چې اوس‌مهال دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا وکړه.

د طالبانو وسله‌وال جنګیالي
د طالبانو وسله‌وال جنګیالي

طالبانو ویلي، په نښتو کې د ملي مقاومت جبهې لسګونه غړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو د ملي مقامت جبهې غړي وایي لسګونه طالبان‌یې وژلي او یو شمېر یې نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر هېوادونو او په کور دننه او بهر مشهورو شخصیتونو ټینګار کړی چې د پنجشېر مسئله باید د جګړې له لارې نه، بلکې د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.

په ورته وخت کې، د ملي مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي په یوه بیان کې وویل چې "د پنجشېر پریان په بشپړ ډول د طالبانو له حضور څخه پاک شوی او ګڼ شمېر طالبان د بېرته ستنېدو پر مهال په لار کې د لارې د خنډونو له امله بند پاتې دي."

خو تر اوسه هېڅ کومې خپلواکې سرچینې دغه ادعاوې نه‌دي تأیید کړي.

د ښاغلي دشتي په وینا، طالبان د مقاومت جبهې د غړو او د ځایي خلکو په مرسته وژل شوي او یا هم نیول نیول شوي دي.

د ملي مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي
د ملي مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي

د هغه په وینا، په نیول شویو کې بهرنیان، په ځانګړې توګه پاکستانیان هم شامل دي.

نږدې یوه اوونۍ کېږي چې د احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو او د ملي مقاومت جبهې ترمنځ په پنجشېر ولایت کې سخته جګړه روانه ده.

نښتې هغه مهال پیل شوې کله چې د امیر خان متقي او الماس زاهد په مشرۍ د طالبانو او ملي مقاومت جبهې ترمنځ خبرې بې‌نتیجې پای ته ورسېدې.

طالبان له پنجشېر پرته د ټول افغانستان کنټرول په لاس کې لري، خو تر اوسه د یو "ټول‌شموله" حکومت په اعلانولو بریالي شوي نه‌دي.

XS
SM
MD
LG