د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

روسیه کې الوتکه رالوېدلې؛ د واګنر ډلې د مشر په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي


د دغې الوتکې د مسافرو په ډله کې د واګنر ډلې د مشر یفګیني پریګوژین نوم هم شامل دی، خو سملاسي معلومه نه ده چې هغه په الوتکه کې موجود و او که نه.
د دغې الوتکې د مسافرو په ډله کې د واګنر ډلې د مشر یفګیني پریګوژین نوم هم شامل دی، خو سملاسي معلومه نه ده چې هغه په الوتکه کې موجود و او که نه.

د لومړنیو راپورونو له مخې د واګنرپه نوم د روسیې د اجیرو وسله‌والو ډلې مشر یوګیني پریګوژین ووژل شو.

د هغې خصوصي جېټ الوتکې چې د واګنرپه نوم اجیرو وسله‌والو ډلې پورې تړلې وه، د راغورځېدو په پېښه کې لس تنه وژل شوي او ویل شوي چې د دې ډلې مشر یوګیني پریګوژین هم د وژل شویو کسانو په لېست کې دی.

د ایمبراییرلیګسي په نوم یوه په یوه برازیلي خصوصي شرکت پورې تړلې دغه الوتکه له مسکو څخه سانټ پټرزبورګ ته روانه وه چې د تویر سیمې اړوند د کوژینکینو په نوم یوه ګڼ مېشته سیمه کې راوغورځېده.

د الوتکې د درې عملې په ګډون لس تنه په دغه الوتکه کې سپاره وو.

د روسیې د بېړنیو چارو وزارت پرون د ورځې ناوخته په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د لومړنیو راپورونو له مخې په الوتکه کې سپاره ټول کسان مړه شوي دي.

د واګنر ډلې مشر یوګیني پریګوژین
د واګنر ډلې مشر یوګیني پریګوژین

د روسیې د هوایي ټرانسپورټ فدرالي ادارې، راسا ویتسیا ویلي چي د مسافرو د لېست له مخې چې د ټولو بشپړ نومونه په کې شامل دي، د یوګیني پریګوژین نوم هم شامل دی، خو تراوسه نده تایید شوې چې پریګوژین په الوتکه کې سپور و که نه؟

د هوایي چلند ادارې د هوایی ډګر په حواله وویل چې پریګوژین او د واګنر قوماندان دیمیتري اتکین په الوتکه کې د اوو مسافرینو په لېست کې شامل دي.

د هوايي چلند ادارې ویلي، په الوتکه کې دوه پیلوټان او د الوتکې یو ساتونکی هم سپاره وو.

راسا ویتسیا وویل چې د پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

د هوایي چلند فدرالې ادارې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د فدرالي هوایي ټرانسپورټ ادارې کمېسیون د پېښې په ځای کې لومړني عملیات پیل کړي او د عملې د روزنې، د الوتکې د تخنیکي حالت، د الوتنې په لاره کې د هوا پېژندنې د وضعیت، د الوتکې د پورته کېدو لپاره د چمتووالي د چارو او د ځمکنۍ راډیو د تجهیزاتو په اړه حقیقي مواد او شواهد راټولوي.

کرملین یا د دفاع وزارت تر اوسه رسماً نه ده تایید کړي چې پریګوژین او اتکین دې په دې پېښه کې وژل شوي وي، خو په واګنر پورې تړلي ټیلیګرام چینل کې د هغه مړینه اعلان شوې ده.

ګری زون چینل، پریګوژین یو اتل او وطنپال بللی او ویلي یې دي چې نوموړی د نامعلومو کسانو په لاس چې هغه یې د روسیې غداران بللي، وژل شوی دی.

د دې پېښې پر وړاندې د غبرګونونو په ترڅ کې، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وویل چې هغه په دې خبر حیران نه دی چې پریګوژین ښایي د الوتکې په غورځېدو کې مړ شوی وي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن

بایډن وویل: "زه په واقعیت کې نه پوهېږم چې څه پېښ شوي، خو زه حیران نه یم." په روسیه کې داسې ډېر څه نه پېښېږي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین په کې لاس ونه لري، خو زه دومره نه پوهېږم چې اوس ځواب ولرم."

د بېلاروس د اپوزیسیون مشرې سویتلانا تیخانوسکا وویل، بېلاروس به د پریګوژین تشه احساس نه کړي، هغه هېواد چې ګومان کېده د پوتین د واکمنۍ په وړاندې له وسله‌وال پاڅون وروسته به پریګوژین دې هېواد ته چې د ډلې وسله‌وال یې هلته د بېلاروس وسله‌والو ځواکونو ته د روزنې په هدف په کمپونو کې ځای پرځای شوي، تللی وي.

هغې په خپله ایکس شبکه کې چې پخوا ټویټر نومېده، پریګوژین قاتل بللی او ویلي یې دي چې خلک به یې په همدې نوم په یاد ولري.

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې یا 'سي آی اې' مشر ویلیام برنز تېره میاشت ویلي چې پوتین به ښایي له پریګوژین نه غچ واخلي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې 'سي آې اې' مشر ویلیام برنز
د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې 'سي آې اې' مشر ویلیام برنز

هغه چې د اسپین امنیتي فورم ته د جولای په شلمه خبرې کولې وویل چې پوتین د چا عمل بې ځوابه نه پرېږدي.

د ایمبراییر په نوم برازیلي شرکت چې راغورځېدلې الوتکه یې په دې پېښه کې ښکېله وه، یوه ویاند ویلي چې دا پر روسیې د نړیوالو بندیزونو سره سرخوري.

د هوایي چلند د نړیوالې ادارې د ویبپاڼې له مخې لیګسي ۶۰۰ الوتکې په ۲۰۰۲ کال فعالیت پیل کړی و او تر۲۰۲۰ کال پورې چې تولید یې ودرید، دا ډول نږدې درې سوه الوتکې تولید شوي.

د دې ویبپاڼې په وینا په دې موده کې دا ډول یوازې یوه الوتکه، په ۲۰۰۶ کال په برازیل کې را لوېدلې وه.

پریګوژین چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نږدې متحد و، د هغه د واکمنۍ په وړاندې یې د جون په ۲۴ د لنډ مهاله وسله پاڅون مشري وکړه چې په ترڅ کې یې د واګنر جنګیالیو د روستوف آن ډون جنوبي ښار ونیوه.

ځواکونو یې د مسکو پر لور وسله‌وال حرکت وکړ چې په ۲۰۰ کیلومترۍ کې یې تم شول.

د دغه وسله‌وال پاڅون په ترڅ کې د روسیې یوه پوځي الوتکه وویشتل شوه او په ټولیز ډول د روسیې د هوايي ځواک ۱۳ پرسونل ووژل شول.

دا د پوتین د دوو لسیزو واکمنۍ په دوره کې د هغه پر وړاندې ترټولو جدي ننګونه وه.

XS
SM
MD
LG