د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

په دوو اونیو کې د ۱۰ خبریالانو بندي کیدل؛ کورنۍ او د خبریالانو بنسټونه یې د خوشې کیدو غوښتنه لري


په کابل کې د یو شمېر رسنیو خبریالان
په کابل کې د یو شمېر رسنیو خبریالان

په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو په بند کې د اتو خبریالانو د کورنیو غړي د دوی د خوشې کیدو غوښتنه کوي.

د نی د اعلامیې پر بنسټ، په تیرو دوو اونیو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې لس خبریالان نیول شوي.

دې ادارې ویلي چې د خبریالانو وروستیو نیونو د رسنیو د رېښتینې ازادۍ په اړه د خبریالانو او له رسنیو د ملاتړو ادارو ترمنځ وېره رامنځته کړې ده.

د نی مسوول، ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه پر نیول شویو خبریالانو لګول شوي تورونه نه دي مشخص شوي.

نوموړي وویل:

"په تیرو دوو اونیو کې موږ د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د لسو خبریالانو د نیولو شاهد یو، د دوو اونیو په تیریدو سره لاهم د نیول شویو خبریالانو برخلیک نه دی روښانه شوی، د رسنیو اړوندې ادارې او د نیول شویو خبریالانو د کورنۍ غړي د دوی د خوشې کیدو غوښتنه کوي."

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره( نی)
د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره( نی)

ښاغلی کریمي وایي، که چیری د نیول شویو خبریالانو په اړه ادعاوې موجودې وي، نو د دوی دوسیې دې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون ته واستول شي، چې یاد کمیسیون ورته رسیدنه وکړي.

د طالبانو حکومت لخوا د نیول شویو خبریالانو د کورنیو غړي وایي، د یادو خبریالانو د برخلیک په اړه جدي اندیښنه لري.

په کندهار کې د یوه نیول شوي خبریال، شمس الله عمري ورور، نصرت الله عمري ازادي راډیو ته وویل، د کورنۍ ټول غړي یې د ورور د برخلیک په اړه اندیښمن دي او تر اوسه یی په اړه معلومات نه لري.

عمري وایي:

"پلار او مور مې ډیر اندیښمن دي، هیڅ یې برخلیک نه دی معلوم، په دې هم نه پوهیږو چې ګناه یې څه ده، موږ یې د ژر تر ژره خوشې کیدو غوښتنه کوو. "

په کندوز ولایت کې د سلام وطندار خبریال، حسیب حساس ورور، حکیم حساس ازادي راډیو ته وویل، ورور یې دولس ورځې مخکې د طالبانو د استخباراتو لخوا نیول شوی او دوی په بد رواني حالت کې دي.

حساس وایي:

"په دې موده کې مې پلار څلور ورځې مخکې یواځې د یوې دقیقې لپاره حسیب حساس کتلي وو او لیدلي یې وو چې د هغه وضعیت ډیر د اندیښنې وړ وو او رواني حالت یې ښه نه وو، ان د خبرو کولو توان یې نه درلود."

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند، بلال کریمي د دی راپور تر خپریدو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، له خبریالانو سره د دوی پر چلند ډېرې نیوکې کیږي
د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، له خبریالانو سره د دوی پر چلند ډېرې نیوکې کیږي

خو د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رییس، عبدالحق حماد د تیرې شنبې په ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ورځې په مناسبت یوې ناستې ته د خبرو پر مهال پر رسنیو ځیني محدودیتونه تایید کړل.

په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) د معلوماتو پر بنسټ، په تیرو دوو اونیو کې د نیول شویو خبریالانو له ډلې اته تنه، فقیر محمد فقیرزی او جان آغا صالح په ننګرهار، پرویز څرګند په کونړ، حسیب حساس په کندز، عطاء‌الله عمر او شمس‌الله عمري په کندهار، محبوب حکیمي په زابل او شاه محمود همدرد په ارزګان کې د طالبانو په بند کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG