د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

د خبریالانو د ملاتړ اداره: طالبانو افغانستان تورتم کړی او ښځینه خبریالانې یې په ځانګړې توګه ځپلي دي


یو شمېر ښځینه ژورنالیستانې - ارشیف
یو شمېر ښځینه ژورنالیستانې - ارشیف
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دويمې کاليزې پر مهال د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ اداره (AJSO) وايي، چې واک ته د طالبانو په راتګ سره، د رسنیو په برخه کې د تېرو شلو کلونو ټولې لاسته راوړنې يو په بل پسې له لاسه وتلي دي.
دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په تېرو دوو کلونو کې افغانستان په يو تورتم هېواد بدل شوی، خبریالان او د رسنیو فعالان په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې په افغانستان کې د رژیم د بدلون لومړنۍ قربانیانې وې.
په اعلامیه کې راغلي، په داسې حال کې چې له هېواده وتلي خبریالان بهر کې د کډوالۍ له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، اوسنۍ کورنۍ رسنۍ هم له زیاتو فشارونو او محدودیتونو سره مخ دي.
حامد عبیدي - د افغان خبریالانو د ملاتړ ټولنې مشر
حامد عبیدي - د افغان خبریالانو د ملاتړ ټولنې مشر
د دې ادارې مشر حامد عبیدي ازادي راډيو ته وویل: "اوس مهال په افغانستان کې انتقاد جرم ګڼل کېږي، ټولې رسنۍ تر سخت فشار لاندې دي، ټولې خپرونې سانسور کېږي. خبريالان تر روحي او رواني فشار لاندې دي او ان تر دې چې کوم کلمات چې په خپرونو کې کاروي، هغو ته بايد ډېره توجه وشي. ځکه چې دا د طالبانو د استخباراتو د ادارې له‌خوا دوی څارل کېږي او ځورول کېږي، زه فکر کووم چې د جمهوريت له سقوط سره سم، د بيان ازادۍ افغانستان کې سقوط وکړ او اوس د رسنيو نظام افغانستان کې يو استبدادي نظام دی."
د افغان خبریالانو د ملاتړ د سازمان په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې ډېری خبریالان په سختو شرایطو کې د خپل وطن پرېښودو ته اړ شوي او په خپل وطن کې پاتې شوي کسان ورو ورو خپلې دندې او خپل انساني حقونه له لاسه ورکوي.
په همدې حال کې په افغانستان کې یو شمېر ښځینه خبریالانې وايي، چې له ډېر بد وضعیت سره مخ دي او نه پوهېږي چې د دوی راتلونکې به څه وي.
يوې ښځينه خبريالې چې نه يې غوښتل د امنيتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي ازادي راډيو ته وويل، په تېرو دوو کلونو کې ښځې او نجونې خبريالانې له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.
نوموړې وویل: "ښځینه او نجونې خبریالانې چې په تېرو څو کلونو کې یې بې‌ساري وده کړې وه او هڅه یې کړې چې د رسنیو په کچه بېلابېلو برخو کې ځان ته ځای پیدا کړي، خو په تېرو دوو کلونو کې نه یوازې په کور کې کېناستې، بلکې د محدوديتونو له سېلاب سره مخ شوې. له بده مرغه ښځې او ژورنالېستانې نجونې د رسنیو او د راپور ورکولو له برخې او له وياندويۍ او په ډېرو مواردو کې په ټولنه کې له خپلو حقونو بې برخې شوې او تورتم لوري ته ورسيخې کړی شوې."
د طالبانو له واکمنیدو وروسته پر ښځینه خبریالانو ګڼ محدودیتونه وضع شوي
د طالبانو له واکمنیدو وروسته پر ښځینه خبریالانو ګڼ محدودیتونه وضع شوي
يوې بلې خبريالې چې دې هم د امنیتي ستونزو له امله نه‌غوښتل نوم يې په ډاګه شي، ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو د حکومت په دوو کلونو کې ښځینه خبریالانې له سختو محدودیتونو سره مخ وې او حتی اړې شوې چې خپلې دندې پرېږدي.
دغې خبریالې وویل: "په افغانستان کې د ښځينه خبريالانو کار ډېر ستونزمن دی او په سختۍ کار کوي، کله چې ښار ته د راپور چمتو کولو لپاره ځي، سره له دې چې حجاب يې هم کړی وي، له ډېر سپکاوي او ځورونې سره مخ کېږي، دا محدوديتونه ورځ په ورځ زياتېږي. ورځ په ورځ د هغو ښځینه ژورنالېستانو شمېر چې په راډیو او ټلوېزیون کې کار کوي کمیږي او دا واقعا د اندېښنې وړ ده."
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو مرستیال مهاجر فراهي د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی، خو د یکشنبې په ورځ یې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې دا ادعا وکړه، چې دوی پر رسنیو هیڅ فشار نه‌دی راوستی.

تر دې مخکې د رسنیو ملاتړو یو شمېر نورو بنسټونو ویلي وو، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته شاوخوا ۵۰ سلنه رسنۍ تړل شوي او تر ۶۰ سلنه ډېرو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG