د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

د سویډن صدراعظم د اوکرایین ولسمشر ته؛ زموږ مرستې به درسره دوام ولري


د سویډن صدراعظم الف کریسټرسن او د اوکرایین ولسمشرولودومیر زیلنسکي
د سویډن صدراعظم الف کریسټرسن او د اوکرایین ولسمشرولودومیر زیلنسکي

د سویډن صدراعظم الف کریسټرسن د شنبې په ورځ (اګسټ 19) د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي ته د خپل هېواد د مرستو ډاډ ورکړ.

کریسټرسن او زیلنسکي په ستاکهلوم کې یوه ګډ خبري کنفرانس ته غږېدل.

الف کریسټرسن، د اوکرایین ولسمشر ته وویل:

"موږ به له تاسو او خپلو ګډو شریکانو سره په نږدې خبرو کې سیاسي، نظامي، بشري او مالي ملاتړ ته دوام ورکړو، ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې د اوکراین اړتیاوې تر هغه وخته پورې پوره کیږي چې ورته اړتیا وي."

ولسمشر زیلینسکي، چې ستاکهولم ته تللی، په دغه خبري کنفرانس کې وویل، چې هغه په اوکرایین کې د سویډني ځواکمنو CV-90 جنګي وسایطو د احتمالي تولید په اړه بحث کوي.

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي له خپل سویډني کوربه سره
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي له خپل سویډني کوربه سره

د شنبې په ورځ (اګست ۱۹مه) له الف کریسټرسن سره له کتنې او د دفاعي همکاریو په اړه تر بحث وروسته زیلینسکي د ټیلیګرام په شبکه کې لیکلي، چې اوس مهال اوکرایني پوځیان د جګړې په لومړۍ کرښه کې د سویډن له CV-90 جنګي وسایطو څخه په اغیزمنه توګه کار اخلي او په پام کې لري چې دا زغروال ګاډي په اوکرایین کې دننه تولید کړي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ویلي، چې هېواد یې په فضا کې برتري نه لري او ګریپین جنګي الوتکې په رښتیا د سویډن لپاره د ویاړ نښه ده، چې کولای شي له اوکرایین سره خپل دا ویاړ شریک کړي.

نوموړي وویل:

"زه ډاډه یم چې موږ به له خپلو شریکانو سره په ګډه هره ممکنه هڅه وکړو چې په هوايي برخه کې د روسیې برلاسیتوب ختم او ښې نتیجې ته ورسیږو ."

د اګست په پنځلسمه، د سویډن حکومت د اوکراین لپاره د مرستې نوې کڅوړه اعلان کړه، چې د زغروال ګاډو او لیوپارډ ۲ ټانکونو په شمول مهمات ، پرزې او نظامي تجهیزات شامل دي.

د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په ۲۴ مه په اوکراین د روسیې له غیر موجه یرغل وروسته، د سویډن په ګډون لویدیځو هېوادونو له اوکراین سره اقتصادي، بشري او پوځي مرستې کړې دي.

XS
SM
MD
LG