د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

د اوکراین لومړۍ کښتۍ د ترکیې د موقت بشري دهلېز له لارې بوسبوروس تنګي ته ورسېده


د ترکیې بندر کې یوه کښتۍ - ارشیف
د ترکیې بندر کې یوه کښتۍ - ارشیف

د موقت بشري دهلیز له لارې د اوکرایین د غلو دانو لومړۍ کښتۍ نن د ترکیې بوسبوروس تنګي ته ورسیده.

دا کښتۍ، چې د هانګ کانګ بیرغ پرې لګېدلی و، تېره چهارشنبه يې په توره بحیره کې د اوکرایین له تړل شوي اودیسه بندر څخه حرکت کړی و.

دغه کښتۍ له ۱۸ میاشتو راهیسې له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی و، د اودیسه په بندر کې بنده پاتې و.

کیف دا بشري دهلیز وروسته له هغې پرانیسته، چې روسيه تیره میاشت د اوکراین له بندرونو څخه د غلو دانو د صادراتو توافق ته، را ونه ګرځیده.

دا توافق د ملګرو ملتونو او ترکیې په ځانګړېتوب رامنځته شوی و.

اوکرایین ویلي، له دې دهلیز څخه به لومړی د هغو کښتو د تخلیه لپاره کار واخلي چې په بندرونو کې بندې پاتي وې.

په همدې حال کې، د دې دهلیز د نه خوندیتوب په اړه هم اندیښنې شته، ځکه روسیه په دې شکمنه ده چې اوکرایین په دې کښتو کې خپلو سرتیرو ته وسلې انتقالوي.

د روسیې پوځ د یکشنبې په ورځ یوه ترکې کښته درولی او پلټې يې ده. دا کښتۍ د اوکراین د انوب بندر په لور په حرکت کې وه.

ترکیه له دې پيښې څو ورځې وروسته د پنجشنبې په ورځ په دې اړه خبرې وکړي او مسکو ته يې خبرداری ورکړ.

د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر ویلي، د مسکو لورې ته مو خبرداری ورکړ چې له ورته هڅه چې په توره بحیره کې د دواړو لورو ترمنځ د شخړې سبب کیږي لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG