د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د نړیوالو روغتیایي مرستو کمیدل؛ یو شمېر افغانان: روغتیایي خدمتونه نور هم کم او بې کیفیته شوي


د هرات ولایتي روغتون - ارشیف
د هرات ولایتي روغتون - ارشیف

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي، روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي په اړه شکایت کوي وايي، له دې امله جدي ستونزو سره مخ دي.

د ننګرهار اوسیدونکې مریم ازادي راډیو ته وویل:
"حالات دلته ډیر خراب دی، کلینکونو کې دوا نه وي، ډاکټران نه وي، د ناروغانو سمه پوښتنه نشته، مرکزي روغتون کې هم څه نه وي، ډاکټران ټول بهر هیوادونو ته تللي دي، چې ډاکتر کومه نسخه درکړي چې دوا واخلې، دواوې هم ډېر په لوړه بیه او بې کیفیته دي، تاثیر هم نلري، کلینک کې خو بالکل دوا نه وي."

د پروان اوسیدونکې نادیه وايي، یو روغتیايي مرکز د څو ولسوالیو لپاره وي، په خبره یې ناروغان ډیر وي او خدمتونه سم نه وړاندې کیږي.

د پروان ولایتي روغتون - ارشیف
د پروان ولایتي روغتون - ارشیف

نوموړی وایي:

" په پروان کې روغتیايی خدمتونه ډیر کم او ناڅیزه دي، په ځانګړې توګه په ولسوالیو او کلیو کې، نفوس ډیر او صحي خدمتونه ډير کم وي، همدا دی چې د میندو او دماشومانو مړینې کچه ډیره لوړه ده، ځکه د لارې لیرې والې او د سړکونو نشتون او د نقلیې وسایلو ستونزې وي، یو روغتیايي مرکز د څو ولسوالیو لپاره وي، نو ناروغان ډیر وي همدا دی چې سم خدمات نه تر سره کیږي."

د لغمان ولایت اوسیدونکې شازیه وايي، د دې د امیندوارې وریرې، چټکو روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله ماشوم ومړ.

دا زیاتوي:" په کلینک او روغتون کې داسې امکانات نشته، چې ناروغ ته خدمت وکړي، دا ډاکتر، نرسه دوی خپله ستونزې لري، ځکه ډاکټر خپله په لاس کې څه نلري نوناروغ ته به څه ورکړي، زما خپله د سترګو لیدلی حال دی چې وریرې مې د ۵ میاشتو ماشوم درلود، هغه ومړ. روغتون ته ولاړو خو له بده مرغه چې هلته داسې امکانات نه ووو، چې د دې خدمت یې کړې وای، زموږ د ولس ډیرې ستونزې دي او دې برخې ته کومه خاصه پاملرنه هم نده شوې، ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان یو."

د روغتیا د نړیوال سازمان لوګو
د روغتیا د نړیوال سازمان لوګو

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان( ډبلیوایچ او) د جمعې په ورځ په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان روغتیايي سیستم د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دی.

د دغه راپور پر بنسټ، دا د اته میلیونه کسانو د ژوند ژغورلو او مهمو روغتیايی خدمتونو د لاسه ورکولو لامل کیږي، او ۴۵۰۰۰۰ ناروغان د ژوند ژغورلو، د درملنې د خدمتونو، د وینې د انتقال او نورو برخو ته لږ یا هیڅ لاسرسي هم نه لري.

په اټکلیزه توګه ۱،۶ میلیونه کسان چې د عصبي ستونزو سره مخ دي، د رواني روغتیايی مشورې او رواني ملاتړ ته لږ او یا هیڅ لاسرسي هم نه لري.

د روغتیا نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، لسیزې بې ثباتۍ، سخته وچکالۍ او طبیعي پیښې لامل شوي، چې افغانستان اوسمهال د اوږد بشري ناورین سره مخ دی او په میلیونونه خلک له بې وزلۍ، روغتیا او خوړو ته له نه لاس رسی سره مخ دي، او د بهیر دوی یې خوار ځواکۍ او د ناروغیو خپریدو له سخت ګواښ سره مخامخ کړي.

افغان نجونو او ښځو د دوی پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه بیا- بیا غندلي - ارشیف
افغان نجونو او ښځو د دوی پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه بیا- بیا غندلي - ارشیف

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې پر نجونو او ښځو د زده کړو او کار بشپړ محرومیت لامل شوی چې دوی لا ډیرې زیانمنې شي او روغتیايی خدماتو ته کمه لاسرسی ولري.

د روغتیا نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د ۷.۵ میلیونه ماشومان او ۳،۱ میلیون ښځو په ګډون ۱۴ میلیون وګړي روغتیايی خدماتو ته اړتیا لري.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې هم په همدې روانه اوونۍ کې ویلي،ښايي د روان اګست میاشتې تر پایه په افغانستان کې د ۲۵ روغتونونو مالي ملاتړ ودروي.

که څه هم د بشري او اقتصادي ناورین له امله بېلابېل بنسټونه په افغانستان کې د اړمنو او زیانمنو شمېر په یو څه توپیر سره ښيي، خو د ملګرو ملتونو سازمان بیا ویلي چې دا مهال ۲۹.۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG