د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

چارواکي: په غَلو دانو بار لومړۍ اوکرايني کښتۍ له اديسې بندر څخه حرکت وکړ


له اوديسې روانه شوې په غلو دانو بار کښتۍ
له اوديسې روانه شوې په غلو دانو بار کښتۍ

اوکرایني او ترکي چارواکي وايي چې د اوکراین په غلې بار لومړنی کښتۍ نن له ادیسې بندر څخه حرکت وکړ.

د اوکراین میلیونونه ټنه غلې ته د هغه تړون په اساس د صدور اجازه ورکول کېږي چې په تېره جولای میاشت د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړيتوب په استانبول کې لاسلیک شو.

اوکراین او ترکیې اعلان وکړ چې د اوکراین په غلو- دانو بار لومړنۍ کښتۍ نن سهار له ادیسې بندر څخه د لبنان پر لور حرکت وکړ.

د اوکراین د تاسیساتو وزیر ویلي، د رازوني Razoni په نوم دا کښتۍ کې چې د سیرالیون بیرغ پرې رپېده نن سهار له ادیسې بندر څخه وخوځېده.

اولکساندر کوبراکوف پر ټویټر په یو بیان کې لیکلي دي چې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د لومړي ځل لپاره د اوکراین له یوه بندر څخه په غلې بار کښتۍ حرکت وکړ.

د ترکیې دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي تمه ده چې دا کښتۍ به سبا سه شنبې استانبول ته ورسېږي او له تفتیش وروسته به د لبنان پر لور حرکت ته دوام ورکړي.

ملګرو ملتونو په یوه بیان کې ویلي چې په رازوني کښتۍ کې څه باندې ۲۶ زره ټنه جوار بار دي.

روسیې او اوکراین هر یوه له ترکیې او ملګرو ملتونو سره جلا تړونونه لاسلیک کړل چې له مخې یې اوکراین ته، چې د نړۍ د غلې د لویو صادروونکو هېوادونو له ډلې دی، د ۲۲ میلیون ټنه غلې او نورو کرنیزو محصولاتو د صدور خوندي اجازه ورکوي.

دا محصولات پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د اوکراین د تور سمندرګي په بندرونو کې بند پاتې وو.

په استانبول کې د شوې موافقې له مخې روسیه هم کولای شي خپله کیمیاوي سره او غله بهر ته صادره کړي.

روسیه او اوکراین دواړه د نړۍ د اړتیا وړ غنمو نژدې دریمه برخه تولیدوي، خو پر روسیې د لویدیځ د بندیزونو او د اوکراین د ختیځ په ساحلي ښارونو کې د جګړو له کبله د دواړو هېوادونو صادرات بند شوي وو، مګر په جولای میاشت کې مسکو، کییف، انقرې او ملګرو ملتونو د دواړو هېوادونو د غلې او سرې صادراتو ته د جواز ورکولو تړون لاسلیک کړ.

د اوکراین په غلو، دانو بار دا کښتۍ داسې مهال حرکت کوي چې د اوکراین په جنوب کې پر بندري ښار میکولایف د روسیې د پوځ راکټي حملو پرون هم دوام درلود.

د میکولایف والي ویتالي کيم پرون اعلان وکړ چې په یوه راکټي برید کې د اوکراین د غلې نامتو سوداګر ۷۴ کلن اولیکسي واداتورسکي او د هغه مېرمن هغه مهال ووژل شول چې یو توغندی یې پر کور ولګېد.

XS
SM
MD
LG