د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

په ایران کې دوه سوه تنه بهایان اعدام شوي او څه يي لا بندیان دي


په ایران کې د نولس سوه نهه اویایم کال تر اسلامي انقلاب وروسته څه باندې دوه سوه تنه بهایان اعدام شوي او سلګونه تنه نور یې بندیان شوي او سختی شکنجې ورکړای شوي دي او په زرګونو نور بهایان له خپلو کارونو ایستل شوي دي.

دا وضعیت د بهایانو او یوشمېر نورو مذهبي اقلیتونو په وړاندې دوام لري، د هغوي دوکانانه او د کاروبار ځایونه زیایمن کیږي او د اور لمبو ته غور ځي ان په دې وروستیو کې د یوشمېر بهایانو کورونه هم وران شول.

وال سټریټ ژورنال لیکي، بهایي ځوانان له لوړو زده کړو محروم دي، همدا اوس د دوي اوه اویا تنه په زندان کې دي، دا ډول اعمال په داسې یوه هېواد کې تر سره کیږي چې د ازادو عقیدو او په ازاده توګه د مذهبي مراسمو د تر سره کولو اعاد کوي او په دې حساب ګواکې چې نړېوال او مدني قوانین تاییدوي.

شپږ میاشتې مخکې د استیناف یوې محکمې د ایران د بهايي اوو مشرانو سزا چې په دوه زره اتم کال کې نیول شوي وو لسو کالو ته راکمه کړه، خو اوس یي بیرته اعلان کړی چې د دوي د حبس موده شلو کلونو ته تمدېده شوه.

د محکمې څارنوال ادعا کوي، چې د دوي د مجازات کمول له شریعي قانون څخه سرغړاوی دی، سره د نیول شوېو کسانو له ټینګاره د ایران رژیم په دې اړه د لیکلو توضیحاتو څخه ډډه کړې.

میرمن دیان علايي، چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د بهایانو د نړېوالې ټولنه استازي ده وايي.

د دوي یو وکیل غوښتلي چې په کتبي توګه ورته معلومات ورکړي د دوي غوښتنه یې رد کړې او ورته ویلي یې دي چې هیڅ ډول لیکل شوی مدرک به په لاس ورنه کړي.

خو د دوي وکیلان به هڅه وکړي، هم نړېواله ټولنه هم بهایان او هم د دوې وکیلان او کورنۍ دا غواړې چې له دوې سره له عدالته کار واخیستل شي.

وال ستریت ژورنال زیاتوي، د ایران رژیم د دې لپاره چې په تیرو درې میاشتو کې د نړېوالو پام د منځني ختیځ پېښو ته اوښتې نو په خپل هېواد کې یي د بهایانو ځپلو ته زور ورکړی.

د بهایانو یاد شوي اوه مشران په دوه زره اتم میلادي کال کې بې له دې چې له خپلو وکیلانو او کورنیو سره د اړیکو اجازه ورکړای شي دوه کاله په اوین زندان کې وساتل شول.

تر هغې وروسته په دوه زره لسم میلادي کال کې په یوې نمایشي محکمې کې دوي هر یو په شل کاله بند محکوم شول.

د ایران رژیم دوي له جاسوسۍ نه نیولای تر د ملي امنیت په تخریب او د اسلامي جمهوریت د حیثیت په خرابولو تورن کړل.

وال ستریت ژورنال د خپلې مقالې په پاې کې لیکلي، د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ په ایران کې د بهايي مشرانو د بند د مودې ډیرول وغندل.
XS
SM
MD
LG